• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو کورنیو رسنیو ته سپارښتنه کړې چې سیاسي بحثونو ته مشخص مېلمانه ور وغواړي

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۱۷ GMT+۱تازه شوی: ۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۱۹ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت کورنیو رسنیو ته سپارښتنه کړې چې ځینې مشخص اشخاص خپلو سیاسي بحثونو ته د مېلمنو په توګه راوغواړي. د سپارښتنې له مخې، یواځې هغه کسان سیاسي بحثونو ته غوښتل کېدای شي چې د وزارت کارت او تایید ولري.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) د چارشنبې په ورځ، د غویي نهمه، په دې تړاو اندېښنه ښودلې او دا ډول اقدامات یې د بیان ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي د بنسټیزو حقونو تر پښو لاندې کول بللي.

امسو لیکلي: «دا ډول اقدامات نه یوازې د رسنیو پر خپلواکۍ مستقیم برید دی، بلکې د بیان ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي د بنسټیزو حقونو تر پښو لاندې کول دي».

امسو ټینګار کړی، چې رسنۍ باید د خپلو مسلکي معیارونو او د مخاطبانو د اړتیاوو پر بنسټ د بحث موضوعات او مېلمانه وټاکي او هر ډول بهرنی مداخله د رسنیو مسلکي هویت ته زیان رسوي.

دغه سازمان زیاتوي چې د نظرونو تنوع د یوې سالمې ټولنې لپاره مهمه ده او د مېلمنو پر غوراوي محدودیت د عامه افکارو د کنټرول او سانسور یوه بله بڼه ده.

امسو له طالبانو غوښتنه کړې چې رسنیو ته خنډونه جوړ نه کړي او د نړیوالو اصولو په رڼا کې د خبریالانو خوندیتوب او ازاد فعالیت تضمین کړي.

طالبانو له دې وړاندې هم رسنیو ته د سیاسي شنونکو نوملړ سپارلی و، چې په خپلو بحثونو کې له هغوی پرته نور څوک را ونه غواړي. دې ډلې دغه راز په رسنیو کې د یو شمېر شنونکو پر بحثونو بندیز لګولی.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو اقتصادي کمیسیون د دولتي ادارو د اسنادو د مدیریت برېښنايي سیسټم تایید کړی

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۳۳ GMT+۱
د طالبانو اقتصادي کمیسیون د دولتي ادارو د اسنادو د مدیریت برېښنايي سیسټم تایید کړی
100%

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې د دولتي ادارو د مکاتبو او اداري اسنادو د مدیریت برېښنايي سیسټم تایید شوی.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي چې یاده غونډه د چارشنبې په ورځ، د غویي په نهمه، شوې ده.

په غونډه کې د طالبانو مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د دولتي ادارو د مکاتبو او اداري اسنادو د مدیریت برېښنايي سیسټم وړاندې کړی او کمیسیون یې د پلیتابه سپارښتنه کړې ده.

یاد معاونیت ویلي، چې د دې سیسټم په عملي کېدو سره به د دولتي ادارو ترمنځ همغږي پیاوړې شي، شفافیت او چټکتیا به زیات شي، د اسنادو امنیت به خوندي شي او د جعل، فساد او وخت ضایع کېدو مخه به ونیول شي.

د طالبانو یاد کمیسیون تمه ښودلې چې دا به «د کره معلوماتو او حساب ورکونې بهیر» پیاوړی کړي او د برېښنايي حکومتولۍ پر لور به یو مهم ګام وي.

یاد معاونیت دغه راز ویلي، چې په غونډه کې د ۲۲ ټولګټو پروژو راپور هم وړاندې شو، چې د طالبانو مشر د کانونو د عوایدو په بدل کې د تطبیق لپاره منظورې کړې دي.

د راپور له مخې، د طالبانو مالیې وزارت د دغو پروژو له ډلې د ۱۳ پروژو اقتصادي تحلیل بشپړ کړی، او اقتصادي کمېسیون تایید کړی دی.

د فیفا په دریځ کې بدلون؛ د افغان ښځو د فوټبال لوبډله په نړیوالو سیالیو کې ګډون کولای شي

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۲۰ GMT+۱
د فیفا په دریځ کې بدلون؛ د افغان ښځو د فوټبال لوبډله په نړیوالو سیالیو کې ګډون کولای شي
100%

فیفا افغان کډوالو ښځینه لوبغاړو ته اجازه ورکړې چې د طالبانو له هوکړې پرته په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي. تر دې پرېکړې وړاندي فیفا شرط ایښی و چې دغه لوبډله باید د افغانستان د فوټبال فدراسیون ومني.

فیفا د چارشنبې په ورځ په وینکوور کې د یوې غونډې په لړ کې د قوانینو بدلون تصویب کړ، چې له مخې یې د «افغان ښځو متحد ټیم» ته اجازه ورکړل شوه چې د افغانستان د ښځو د ملي فوټبال ټیم په توګه په رسمي نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.

تر دې پرېکړې وړاندي فیفا ویلې و چې یاد ټیم باید د افغانستان د فوټبال فدراسیون له خوا منطور شي خود طالبانو د واکمنۍ وروسته دغه فدراسیون د طالبانو تر کنټرول لاندې راغی.

د جلاوطنه لوبغاړو له درې کلن کمپاین وروسته، فیفا خپل پخوانی دریځ بدل کړ او اجازه یې ورکړه چې دغه ټیم بېرته نړیوالو سیالیو ته ستون شي.

د افغانستان د ښځینه فوټبال ټیم شاوخوا ۲۵ غړې لري، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې کومه رسمي سیالي نه ده کړې.

د طالبانو له واکمنیدو وروسته د ښځینه لوبغاړو پر سپورټ بندیز لګېدلی، چې له امله یې ډیر لوبغاړې نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

په برېتانیا کې دوه افغانان پر یوې ښځې د جنسي تېري په تور محاکمه کېږي

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۰۲ GMT+۱
په برېتانیا کې دوه افغانان پر یوې ښځې د جنسي تېري په تور محاکمه کېږي
100%

پولیسو ویلي، چې یو ۳۱ کلن او بل ۱۹ کلن افغان د برېتانیا په پلیموت ښار کې پر یوې ښځې د جنسي تېري په قضیه کې تورن شوي او د جون په لومړۍ نېټه به محاکمه شي.

د برېتانیا پولیسو ویلي، چې حشمت الله او سید هوشمند دواړه د پلیموت ښار اوسېدونکي دي او تېره ورځ د یاد ښار محکمې ته د شیرفورډ په سیمه کې په یوه کور کې پر یوې ښځې د جنسي تېري په تور محاکمې ته وړاندې شوي دي.

پولیسو ویلي، چې یاد کسان د یکشنبې په ورځ د قرباني شوې ښځې له شکایت وروسته نیول شوي دي.

پولیسو ویلي، محکمې د یادو دوو تورنو کسانو محاکمه د جون تر لومړی نیټې ځنډولې ده او تر هغه وخته به دواړه تورن کسان د پولیسو په توقیف کې وي.

پولیسو زیاته کړې، چې د موضوع حساسیت ته په کتو یې د تورنو کسانو پېژندګلوي په ډاګه کړې، خو له خلکو یې غوښتي چې د محکمې تر وروستۍ پریکړې پوررې له قضاوت او تبصرو ډډه وکړي.

په ورته مهال پولیسو د قرباني شوې ښځې هویټ پټ ساتلی او هغې ته یې د ځانګړو مرستندویه خدمتونو ډاډ ورکړی دی.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر: پوځي لارې چارې د افغانستان او پاکستان ستونزې نه شي اوارولی

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۴۵ GMT+۱
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر: پوځي لارې چارې د افغانستان او پاکستان ستونزې نه شي اوارولی
100%

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهېل اپریدي ویلي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ شخړو سوداګري سخته اغېزمنه کړې ده. نوموړي د اروپايي ټولنې له استازي سره په خبرو کې وویل، چې له افغانستان سره د روانو ستونزو د حل یوازینۍ اغیزناکه لار خبرې دي او پوځي لارې ستونزې نه شي حل کولی.

اپریدي د چارشنبې په ورځ په پېښور کې د اروپايي ټولنې له سفیر رېمونډاس کاروبلیس سره په خبرو کې وویل چې له افغانستان سره د روانو ستونزو د حل یوازینۍ اغیزناکه لاره خبرې او مذاکرات دي او پوځي لارې چارې نه شي کولای دا ستونزې حل کړي.

د هغه په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د زرګونو کلونو تاریخي او فرهنګي اړیکې شته او شخړې باید د تفاهم له لارې حل شي.

د معلوماتو له مخې، د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزې لارې شاوخوا اووه میاشتې تړلې پاتې شوې دي، چې له امله یې د دواړو هېوادونو ګڼ سوداګر او له دغه سکتور سره تړلي زرګونه کسان له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر زیاته کړه چې عمران خان تل دا دریځ درلود چې جګړه او پوځي عملیات ستونزې نه شي حل کولای او ټینګار یې کړی چې د افغانستان اړوند مسایل باید د دوه‌اړخیزو خبرو له لارې حل شي.

د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې مسوولانو ویلي چې د تېر کال په لومړیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري تر یو میلیارد ډالرو رسېدلې وه، خو اوسني کړکېچونه او د ترانزیټ لارو دوامداره بندښت د دې لامل شوي چې دا کچه ښکته شي او سوداګر له درنو زیانونو سره مخ شي.

حمید خراسانی: د کونړ په دانګام کې یم او پر پاکستاني پوستو د برید لپاره د قوماندې په تمه یم

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۳۹ GMT+۱
حمید خراسانی: د کونړ په دانګام کې یم او پر پاکستاني پوستو د برید لپاره د قوماندې په تمه یم
100%

د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ له بریدونو وروسته د طالبانو یو قوماندان حمید خراسانی په یوه ویډیو کې راڅرګند شوی او وايي، چې سرتېري یې ډیورند کرښې ته نږدې ځای پر ځای شوي دي. د هغه په وینا، پر پاکستاني پوستو د برید لپاره د قوماندې په تمه دی.

د طالبانو دغه قوماندان ویلي چې له خپلو ځواکونو سره د دانګام ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې دی او د پاکستاني پوځ پر پوستو د احتمالي برید لپاره د قوماندې په تمه دي.

نوموړي په یوه ویډیو کې، چې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې ویلي: «نن چارشنبه، د غویي نهمه، له خپلو مجاهدینو سره په دانګام ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې ته نږدې یو».

نوموړي ویلي، چې پاکستاني پوځ تېره ورځ په دانګام کې ملکي کورونه په نښه کړي دي.

خراساني ټینګار کړی چې د هېواد دفاع «فرض» ده او باید هېڅ لوري ته اجازه ورنه کړل شي چې ملکي وګړي په نښه کړي.

د نوموړي په وینا، ځواکونه یې چمتو دي چې پر پاکستاني پوستو برید وکړي.

پر کونړ د پاکستان د تېرې ورځې بریدونو کې لږ تر لږه ۷ ولسي وګړي وژل شوي او ۷۵ نور ټپیان شوي دي.

پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې پر افغانستان هوایي او توغندیز بریدونه پیل کړي، چې له امله یې سلګونه ملکي وګړي وژل شوي دي.