د پاکستان د بریدونو له امله په برمل کې له زده کړو بېبرخې شویو ماشومانو ته ټولګي فعال شول

په پکتیکا کې د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي، چې د برمل ولسوالۍ د هغو لسو ښوونیزو مرکزونو زرګونو زده کوونکو ته یې د زده کړې خوندي چاپېریال برابر کړی، چې د پاکستان د پوځ د بریدونو له امله له خپلو سیمو بېځایه شوي وو.
