• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د فیفا په دریځ کې بدلون؛ د افغان ښځو د فوټبال لوبډله په نړیوالو سیالیو کې ګډون کولای شي

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۲۰ GMT+۱تازه شوی: ۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۴۱ GMT+۱

فیفا افغان کډوالو ښځینه لوبغاړو ته اجازه ورکړې چې د طالبانو له هوکړې پرته په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي. تر دې پرېکړې وړاندي فیفا شرط ایښی و چې دغه لوبډله باید د افغانستان د فوټبال فدراسیون ومني.

فیفا د چارشنبې په ورځ په وینکوور کې د یوې غونډې په لړ کې د قوانینو بدلون تصویب کړ، چې له مخې یې د «افغان ښځو متحد ټیم» ته اجازه ورکړل شوه چې د افغانستان د ښځو د ملي فوټبال ټیم په توګه په رسمي نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.

تر دې پرېکړې وړاندي فیفا ویلې و چې یاد ټیم باید د افغانستان د فوټبال فدراسیون له خوا منطور شي خود طالبانو د واکمنۍ وروسته دغه فدراسیون د طالبانو تر کنټرول لاندې راغی.

د جلاوطنه لوبغاړو له درې کلن کمپاین وروسته، فیفا خپل پخوانی دریځ بدل کړ او اجازه یې ورکړه چې دغه ټیم بېرته نړیوالو سیالیو ته ستون شي.

د افغانستان د ښځینه فوټبال ټیم شاوخوا ۲۵ غړې لري، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې کومه رسمي سیالي نه ده کړې.

د طالبانو له واکمنیدو وروسته د ښځینه لوبغاړو پر سپورټ بندیز لګېدلی، چې له امله یې ډیر لوبغاړې نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

په برېتانیا کې دوه افغانان پر یوې ښځې د جنسي تېري په تور محاکمه کېږي

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۰۲ GMT+۱
په برېتانیا کې دوه افغانان پر یوې ښځې د جنسي تېري په تور محاکمه کېږي
100%

پولیسو ویلي، چې یو ۳۱ کلن او بل ۱۹ کلن افغان د برېتانیا په پلیموت ښار کې پر یوې ښځې د جنسي تېري په قضیه کې تورن شوي او د جون په لومړۍ نېټه به محاکمه شي.

د برېتانیا پولیسو ویلي، چې حشمت الله او سید هوشمند دواړه د پلیموت ښار اوسېدونکي دي او تېره ورځ د یاد ښار محکمې ته د شیرفورډ په سیمه کې په یوه کور کې پر یوې ښځې د جنسي تېري په تور محاکمې ته وړاندې شوي دي.

پولیسو ویلي، چې یاد کسان د یکشنبې په ورځ د قرباني شوې ښځې له شکایت وروسته نیول شوي دي.

پولیسو ویلي، محکمې د یادو دوو تورنو کسانو محاکمه د جون تر لومړی نیټې ځنډولې ده او تر هغه وخته به دواړه تورن کسان د پولیسو په توقیف کې وي.

پولیسو زیاته کړې، چې د موضوع حساسیت ته په کتو یې د تورنو کسانو پېژندګلوي په ډاګه کړې، خو له خلکو یې غوښتي چې د محکمې تر وروستۍ پریکړې پوررې له قضاوت او تبصرو ډډه وکړي.

په ورته مهال پولیسو د قرباني شوې ښځې هویټ پټ ساتلی او هغې ته یې د ځانګړو مرستندویه خدمتونو ډاډ ورکړی دی.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر: پوځي لارې چارې د افغانستان او پاکستان ستونزې نه شي اوارولی

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۴۵ GMT+۱
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر: پوځي لارې چارې د افغانستان او پاکستان ستونزې نه شي اوارولی
100%

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهېل اپریدي ویلي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ شخړو سوداګري سخته اغېزمنه کړې ده. نوموړي د اروپايي ټولنې له استازي سره په خبرو کې وویل، چې له افغانستان سره د روانو ستونزو د حل یوازینۍ اغیزناکه لار خبرې دي او پوځي لارې ستونزې نه شي حل کولی.

اپریدي د چارشنبې په ورځ په پېښور کې د اروپايي ټولنې له سفیر رېمونډاس کاروبلیس سره په خبرو کې وویل چې له افغانستان سره د روانو ستونزو د حل یوازینۍ اغیزناکه لاره خبرې او مذاکرات دي او پوځي لارې چارې نه شي کولای دا ستونزې حل کړي.

د هغه په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د زرګونو کلونو تاریخي او فرهنګي اړیکې شته او شخړې باید د تفاهم له لارې حل شي.

د معلوماتو له مخې، د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزې لارې شاوخوا اووه میاشتې تړلې پاتې شوې دي، چې له امله یې د دواړو هېوادونو ګڼ سوداګر او له دغه سکتور سره تړلي زرګونه کسان له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر زیاته کړه چې عمران خان تل دا دریځ درلود چې جګړه او پوځي عملیات ستونزې نه شي حل کولای او ټینګار یې کړی چې د افغانستان اړوند مسایل باید د دوه‌اړخیزو خبرو له لارې حل شي.

د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې مسوولانو ویلي چې د تېر کال په لومړیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري تر یو میلیارد ډالرو رسېدلې وه، خو اوسني کړکېچونه او د ترانزیټ لارو دوامداره بندښت د دې لامل شوي چې دا کچه ښکته شي او سوداګر له درنو زیانونو سره مخ شي.

حمید خراسانی: د کونړ په دانګام کې یم او پر پاکستاني پوستو د برید لپاره د قوماندې په تمه یم

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۳۹ GMT+۱
حمید خراسانی: د کونړ په دانګام کې یم او پر پاکستاني پوستو د برید لپاره د قوماندې په تمه یم
100%

د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ له بریدونو وروسته د طالبانو یو قوماندان حمید خراسانی په یوه ویډیو کې راڅرګند شوی او وايي، چې سرتېري یې ډیورند کرښې ته نږدې ځای پر ځای شوي دي. د هغه په وینا، پر پاکستاني پوستو د برید لپاره د قوماندې په تمه دی.

د طالبانو دغه قوماندان ویلي چې له خپلو ځواکونو سره د دانګام ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې دی او د پاکستاني پوځ پر پوستو د احتمالي برید لپاره د قوماندې په تمه دي.

نوموړي په یوه ویډیو کې، چې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې ویلي: «نن چارشنبه، د غویي نهمه، له خپلو مجاهدینو سره په دانګام ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې ته نږدې یو».

نوموړي ویلي، چې پاکستاني پوځ تېره ورځ په دانګام کې ملکي کورونه په نښه کړي دي.

خراساني ټینګار کړی چې د هېواد دفاع «فرض» ده او باید هېڅ لوري ته اجازه ورنه کړل شي چې ملکي وګړي په نښه کړي.

د نوموړي په وینا، ځواکونه یې چمتو دي چې پر پاکستاني پوستو برید وکړي.

پر کونړ د پاکستان د تېرې ورځې بریدونو کې لږ تر لږه ۷ ولسي وګړي وژل شوي او ۷۵ نور ټپیان شوي دي.

پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې پر افغانستان هوایي او توغندیز بریدونه پیل کړي، چې له امله یې سلګونه ملکي وګړي وژل شوي دي.

ملا هبت‌الله په خپله وروستۍ وینا کې یوځل بیا د پاکستان پر بریدونو چوپتیا غوره کړې

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۱۵ GMT+۱
ملا هبت‌الله په خپله وروستۍ وینا کې یوځل بیا د پاکستان پر بریدونو چوپتیا غوره کړې
100%

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د یادې ډلې د مالیې وزارت مسوولانو او ولایتي مستوفیانو په سیمنار کې د وینا پرمهال د پاکستان د بریدونو په اړه هېڅ یادونه نه ده کړې. د کونړ پر مرکز، سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالۍ د پاکستان په بریدونو کې ۷ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

پاکستان له یوې لنډې وقفي وروسته د دوشنبې په ورځ، د غويي پر ۷مه د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په ګډون د کونړ په مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه وکړل.

سیمه‌ییزو طالب چارواکو ویلي، چې د پاکستان د یادو بریدونو په پایله کې په کونړ کې ۷ کسان وژل شوي او له ۷۰ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.

له یادو بریدونو دوه ورځې وروسته د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د یادې ډلې د ماليې وزارت په دوه ورځني سیمنار کې ګډون او وینا وکړه، خو د نوموړي د وینا ټول تمرکز پر دولتي عوایدو او مالیاتو و.

نوموړي د پخوا په څېر نه د پاکستان بریدونه وغندل او نه یې هم د اوښتې ملکي مرګ ژوبلې په اړه کوم غبرګون وښود.

یو شمېر شنوونکي د پاکستان د بریدونو په تړاو د ملا هبت‌الله دغه چوپتیا له پاکستان سره د هغه د اړیکو له امله د نوموړي یو ډول مجبوریت ګني، خو ځینې نور په دې باور دي، چې ښايي ملا هبت‌الله له پاکستان سره د روان کړکېچ له جزییاتو ناخبره ساتل کېږي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړه له تېرو څو میاشتو راهیسې دوام لري، چې له امله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او تګ او راتګ په ټپه دریدلي دي.

د جرمني فریبورګ ښار له افغانستان نه د کډوالو د یوې ډلې د منلو پرېکړه کړې

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۳۲ GMT+۱
د جرمني فریبورګ ښار له افغانستان نه د کډوالو د یوې ډلې د منلو پرېکړه کړې
100%

د جرمني د فریبورګ ښار د ښاروالۍ شورا پرېکړه کړې چې ښار به په داوطلبانه ډول له افغانستان نه د کډوالو یوه ډله ومني. د ښار د شورا غړو ټینګار کړی چې دا پرېکړه سملاسي عملي پایله نه لري، خو د انساني پیغام په توګه مهمه ده.

د فریبورګ ښار د ښاروالۍ شورا یو ځل بیا پرېکړه کړې چې ښار به د افغانستان د زیانمنو کسانو د منلو لپاره خپل چمتووالی وساتي او فدرالي او ایالتي حکومتونو ته به خپل دا دریځ په رسمي ډول څرګند کړي.

دا اقدام داسې مهال کېږي چې د جرمني فدرالي حکومت له ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو راهیسې له افغانستان نه د کډوالو د منلو ټول پروګرامونه بند کړي او مخکې ورکړل شوې ډېری ژمنې یې هم لغوه کړې دي.

د ښار د شورا غړو د شنو، سوسیال ډیموکراټانواو نورو سیمه‌ییزو ډلو له ویناوو وروسته ښاروال ته دنده وسپارل شوه چې د «خوندي بندرونو د ایتلاف» له غړو ښارونو سره په همغږۍ د کډوالو منلو لپاره د فریبورګ چمتووالی بیا تایید کړي او دا دریځ له فدرالي او ایالتي حکومتونو سره شریک کړي.

خو دا پرېکړه په شورا کې په یوه واحد نظر ونه منل شوه. د ښي اړخو ګوندونو استازو، په ځانګړي ډول افراطي ښي اړخي ګوند، مسیحي ډیموکراتانو او ازادو رایه ورکوونکو له دغه وړاندیز سره مخالفت وکړ.

د مسیحي ډیموکرات ګوند استازي وویل چې فدرالي حکومت د بدیلونو په وړاندې کولو سره د دغو کسانو لپاره نورې لارې برابرې کړې دي او د ښار دا ډول پرېکړې عملي اغېز نه لري.

د ښار د شورا غړو ټینګار کړی چې دا پرېکړه سملاسي عملي پایله نه لري، خو د انساني پیغام په توګه مهمه ده.

د فریبورګ ښاروال هم له دې پرېکړې ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې دا اقدام که څه هم په لنډ مهال کې عملي نه وي، خو حکومت ته یو اخلاقي او سیاسي پیغام لېږي.

د ځینو ګوندونو استازو ویلي، چې جرمني باید د هغو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي چې مخکې یې د خوندیتوب ژمنې ترلاسه کړې وې. د نورو په وینا، انساني ژمنې باید تر سیاسي پریکړو پورته وي.

د رسمي معلوماتو له مخې تر ۲۰۲۵ کال پورې شاوخوا اووه دېرش زره افغانان جرمني ته داخل شوي دي، خو زرګونه نور لا هم په پاکستان کې د ویزو او انتقال په تمه دي.

د ۲۰۲۶ کال په پیل کې د جرمني حکومت اعلان وکړ چې له پاتې کسانو څخه به یوازې یوه برخه ومنل شي.