د اسراییل پوځ وايي د لبنان په سوېل کې یې د حزبالله درې جنګیالي وژلي دي

د اسراییل پوځ د سېشنبې په ورځ د لبنان په سوېلي برخه کې د خپل برید په اړه تازه معلومات خپاره کړل. یاد پوځ ویلي، چې ځواکونو یې د حزبالله درې جنګیالي وژلي او په ټوله سیمه کې یې د یادې ډلې زېربناوې بمبار کړې دي.
د اسراییل پوځ زیاته کړې، چې په دغه نښتو کې یو اسراییلی سرتېری برسېرن ټپي شوی دی. د الجزیرې د راپور له مخې؛ اسراییلي ځواکونو د سېشنبې په ورځ په سوېلي لبنان کې لږترلږه ۱۱ کسان وژلي، چې پهکې درې روغتیایي کارکوونکي هم شامل دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پر سوېلي لبنان د اسراییلي ځواکونو بریدونه لاهم دوام لري. د لبنان ملي خبري اژانس راپور ورکړی، اسراییلي ځواکونو سهار وختي پر حنین ښارګوټي هوایي بریدونه پیل کړل چې له امله یې څو کورونه ویجاړ شوي دي.
د یاد خبري اژانس د راپور له مخې؛ په نقورا او خیام ښارګوټي کې هم د هوایي بریدونو او ډزو خبر ورکړل شوی دی.
