• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: رواني مشورې او بشري ملاتړ د افغان ښځو او نجونو وضعیت ښه کولای شي

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۳۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې د رواني روغتیا مشوري او بشري ملاتړ کولای شي په افغانستان کې د ښځو او نجونو د روحي او ټولنیز وضعیت په ښه والي کې مهم رول ولوبوي.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ (غویي ۹مه) په خپور شوي راپور کې څرګنده کړې، هغه ښځې چې تر ملاتړ لاندې راغلې، ښيي چې د مشورې خدماتو او ملاتړیزو پروګرامونو د مور او ماشوم د پاملرنې په مرکزونو کې زیانمنو ښځو ته عملي مرسته کړې ده.

په راپور کې راغلي، چې لومړنۍ رواني مرسته، انفرادي مشورې او د خوندي چاپېریال رامنځته کول د ښځو د اضطراب، وېرې او نورو رواني ستونزو په کمولو کې اغېزناک تمام شوي دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ټینګار کړی، چې د رواني او ټولنیزې پیاوړتیا پروګرامونه د فشار د مدیریت مهارتونو زده‌کړه، پرځان د باور لوړول او د ځان ساتنې لارې چارې هم رانغاړي.

دغه بنسټ زیاتوي، چې د دې ډول خدماتو دوام کولی شي د ښځو او نجونو د رواني روغتیا په ښه والي او په سختو شرایطو کې د هغوی د وړتیاوو په زیاتېدو کې مرسته وکړي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

ریچارد بېنېټ وايي د طالبانو د «مبلغینو قانون» ښایي تبعیضي بڼه ولري

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۱۱ GMT+۱
ریچارد بېنېټ وايي د طالبانو د «مبلغینو قانون» ښایي تبعیضي بڼه ولري
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنېټ ویلي چې د طالبانو په رسمي جریده کې د «مبلغینو قانون» خپرېدل د اندېښنې وړ دي او ښايي د مذهب پر بنسټ د حنفي مذهب په ګټه تبعیضي بڼه ولري.

بېنېټ په خپله تازه څرګندونه کې ویلي چې دا قانون د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې دی، ځکه بشري حقونه د ټولو مذهبي او قومي لږکیو ساتنه کوي.

طالبانو په دې وروستیو کې د «مبلغینو قانون» په نوم نوی قانون خپور کړی، چې د دیني او تبلیغي فعالیتونو لپاره سخت چوکاټونه ټاکي او د هېواد دننه یې د مذهبي ازادۍ او تنوع په اړه اندېښنې راپارولې دي.

په دغه قانون کې د طالبانو د مشر پر اطاعت ټینګار شوی، د رسنیو پر فعالیتونو محدودیتونه وضع شوي او د مذهبي تنوع پر ځای د حنفي مذهب پیروۍ ته لومړیتوب ورکړل شوی دی.

د راپورونو له مخې، په دغه قانون کې څرګنده شوې چې یوازې هغه کسان کولی شي د مبلغ یا داعي په توګه فعالیت وکړي چې د حنفي مذهب پیروان وي او که کوم غیرحنفي کس په دې برخه کې فعالیت وکړي، د هغه د فعالیت مخه به ونیول شي.

د طالبانو د عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه قانون په یوه سریزه، درېیو بابونو، دوو فصلونو او ۱۷ مادو کې ترتیب شوی او د دې ډلې د مشر له خوا لاسلیک شوی دی.

د پاکستان د بریدونو له امله په برمل کې له زده کړو بې‌برخې شویو ماشومانو ته ټولګي فعال شول

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۰۹ GMT+۱
د پاکستان د بریدونو له امله په برمل کې له زده کړو بې‌برخې شویو ماشومانو ته ټولګي فعال شول
100%

په پکتیکا کې د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي، چې د برمل ولسوالۍ د هغو لسو ښوونیزو مرکزونو زرګونو زده کوونکو ته یې د زده کړې خوندي چاپېریال برابر کړی، چې د پاکستان د پوځ د بریدونو له امله له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي وو.

په پکتیکا کې د طالبانو د پوهنې رییس عبدالوکیل خالد ویلي، چې د پاکستان د پوځ د بریدونو له امله د برمل ولسوالۍ تعلمیمي بهیر له خنډ سره مخ شوی و، خو اوس یې بېرته د ۷ مدرسو او ۳ ښوونځيو ۳۱۰۸ زده کوونکو ته په خوندي ځایونو کې خېمې درولې دي.

طالبانو د یادو زده کوونکو د درسونو د دوام لپاره له خېمې څخه د جوړو شویو نویو ټولګیو کره ځای نه دی په ډاګه کړی.

تردې وړاندې نړۍوالو سازمانونو ویلي وو، چې د افغانستان په اوسنیو سرحدي سیمو کې د پاکستان د بریدونو له امله د زرګونو زده کوونکو د زده کړو بهیر له خنډ سره مخ شوی دی.

په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ غیررسمي خبرې اترې کیږي

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۱۱ GMT+۱
په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ غیررسمي خبرې اترې کیږي
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په استانبول ښار کې د طالبانو ادارې او د پاکستان حکومت ته د نږدې استازو غیررسمي خبرې کیږي، څو د دواړو لوریو ترمنځ د شخړو حل لارې و ارزوي. سرچینې زیاتوي چې دا ناسته د طالبانو ادارې او د پاکستان حکومت په تایید او د ترکیې په ملاتړ کېږي.

د سرچینو په وینا، د افغانستان له لوري د طالبانو تر کنټرول لاندې پلاوي کې جعفر مهدوي، عاطف مشعل، غنچه‌ګل ارمان، عبیدالله بهیر او سلیمان بن‌شاه ګډون لري.

له بلې خوا په دغو خبرو کې د پاکستان له اړخه مشاهد حسین، ستاره ایاز، اصف درانی، سناتور عبدالقدیر خان او حامد میر برخه اخلي.

سرچینې وایي، د خبرو په اجنډا کې د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه او داعش، پر ډیورنډ کرښه نښتې او د پاکستان بریدونه، اقتصادي وضعیت او د کډوالۍ اړوند مسالې شاملې دي.

د سرچینو په وینا، د دې ناستې هدف د تاوتریخوالي د کمولو لپاره لاره برابرول او د سرحدي او امنیتي کړکېچونو د مدیریت عملي لارې لټول دي.

همدارنګه په وړاندیزونو کې د امنیتي معلوماتو تبادله، د ډیورند کرښې په اوږدو کې د تاوتریخوالي د مخنیوي میکانیزمونه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د وګړو او سوداګرو د تګ راتګ اسانتیاوې شاملې دي.

سرچینې زیاتوي چې له دې وړاندې جعفر مهدوي له یو شمېر افغان سیاسي څېرو سره هېواد ته د ستنېدو په اړه خبرې کړې وې. اوس دا خبرې د طالبانو او پاکستان په تایید، خو د ترکیې په ډیپلوماټیک منځګړیتوب د یوه غیررسمي بهیر په اډانه کې روانې دي.

تر اوسه دغو نوماندو کسانو په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې د استانبول د دې ناستې په اړه جزئیات نه دي وړاندې او داسې تازه راپور هم نه دی ترلاسه شوی چې په مستقیم ډول د دغو خبرو جزئیات تایید یا بشپړ کړي.

طالبانو او ازبکستاني چارواکو د اقتصادي اړیکو د پراخولو هوکړه لیک لاسلیک کړی

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۲۲ GMT+۱
طالبانو او ازبکستاني چارواکو د اقتصادي اړیکو د پراخولو هوکړه لیک لاسلیک کړی
100%

ازبکستاني رسنیو د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې له قوله راپور ورکړی، چې ازبکستاني او طلب چارواکو د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو د پراخولو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.

د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویلي،چې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې مبارزې ادارې د هغه پروګرام په چوکاټ کې یې له طالب پلاوي سره ناسته کړې چې د افغانستان د پراختیا ملاتړ کوي.

د راپور له‌مخې، په دې ناسته کې د افغانستان، منځنۍ اسیا، ایران ا پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې سیمه‌ييز مشر اولیورر سټولپه او د افغانستان لپاره د جاپان د نړیوالۍ همکارۍ ادارې مشر توساکا سوتا هم ګډون درلود.

د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویلي، چې د ناستې پرمهال دواړو لوریو د پنبې پروسس، د نساجۍ صنعت پراختیا، د مېوو او سبزیو پروسس او د یوې ګډي تولیدي کړۍ پر رامنځته کولو او د دوه اړخیزو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراخولو ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ازبکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو دوو میاشتو کې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه ۲۹۸.۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده. دا شمېرې ښيي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري د ۲۰۲۵ کال د ورته مودې په پرتله ۸.۲ سلنه زیاته شوې ده.

طالبانو کورنیو رسنیو ته سپارښتنه کړې چې سیاسي بحثونو ته مشخص مېلمانه ور وغواړي

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۱۷ GMT+۱
 طالبانو کورنیو رسنیو ته سپارښتنه کړې چې سیاسي بحثونو ته مشخص مېلمانه ور وغواړي
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت کورنیو رسنیو ته سپارښتنه کړې چې ځینې مشخص اشخاص خپلو سیاسي بحثونو ته د مېلمنو په توګه راوغواړي. د سپارښتنې له مخې، یواځې هغه کسان سیاسي بحثونو ته غوښتل کېدای شي چې د وزارت کارت او تایید ولري.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) د چارشنبې په ورځ، د غویي نهمه، په دې تړاو اندېښنه ښودلې او دا ډول اقدامات یې د بیان ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي د بنسټیزو حقونو تر پښو لاندې کول بللي.

امسو لیکلي: «دا ډول اقدامات نه یوازې د رسنیو پر خپلواکۍ مستقیم برید دی، بلکې د بیان ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي د بنسټیزو حقونو تر پښو لاندې کول دي».

امسو ټینګار کړی، چې رسنۍ باید د خپلو مسلکي معیارونو او د مخاطبانو د اړتیاوو پر بنسټ د بحث موضوعات او مېلمانه وټاکي او هر ډول بهرنی مداخله د رسنیو مسلکي هویت ته زیان رسوي.

دغه سازمان زیاتوي چې د نظرونو تنوع د یوې سالمې ټولنې لپاره مهمه ده او د مېلمنو پر غوراوي محدودیت د عامه افکارو د کنټرول او سانسور یوه بله بڼه ده.

امسو له طالبانو غوښتنه کړې چې رسنیو ته خنډونه جوړ نه کړي او د نړیوالو اصولو په رڼا کې د خبریالانو خوندیتوب او ازاد فعالیت تضمین کړي.

طالبانو له دې وړاندې هم رسنیو ته د سیاسي شنونکو نوملړ سپارلی و، چې په خپلو بحثونو کې له هغوی پرته نور څوک را ونه غواړي. دې ډلې دغه راز په رسنیو کې د یو شمېر شنونکو پر بحثونو بندیز لګولی.