ملالې یوسفزۍ د چهارشنبې په ورځ (غویي ۹مه) د سکاټلنډ له لومړي وزیر جان سویني سره تر لیدنې وروسته ویلي، چې افغان ښځې او نجونې نږدې پنځه کاله کېږي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له سختو محدودیتونو سره مخ دي او ډېری هېوادونو د دوی د وضعیت په اړه «چوپتیا» غوره کړې ده.
هغې ویلي، چې په افغانستان کې ښځې د زدهکړې او کار له حق څخه محرومې شوې دي او حتی د عامه حضور یا د زدهکړو هڅې هم د محدودیتونو او مجازاتو سبب ګرځي.
د ملالې په وینا، وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره عملي اقدام وکړي.
هغې ټینګار کړی، چې د «جنسیتي اپارتاید» د نړیوالو قوانینو له مخې رسمیت پېژندل کولای شي طالبان د خپلو کړنو مسؤل وګرځوي او هېوادونه اقدام ته وهڅوي.
په همدې حال کې، جان سویني په دې لیدنه کې ژمنه کړې، چې د جنسیتي اپارتاید د جرمپېژندنې هڅو ملاتړ به کوي.
د دواړو لورو په ګډه اعلامیه کې د طالبانو د ښځو پر وړاندې سیاستونه غندل شوي او هغه د ښځو له اساسي حقونو څخه سیستماتیک محرومیت بلل شوی دی.
ملالې یوسفزۍ همداراز غوښتنه کړې، چې افغان ښځې دې په نړیوالو مذاکراتو کې له طالبانو سره شاملې شي او ټینګار یې کړی، چې دا مسله یوازې د افغانستان نه، بلکې د نړیوالو بشري حقونو موضوع ده او د ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو، ملاتړ ته اړتیا لري.
له هغه راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، د ښځو پر ژوند بېساري محدودیتونه لګېدلي دي. په لومړنیو پرېکړو کې د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو زدهکړې بندې شوې، چې نږدې پنځه کاله وروسته هم دوام لري او میلیونونه نجونې له زدهکړې بېبرخې پاتې دي.