د بلوچستان په نصيراباد ولسوالۍ کې د تندر پرېوتو له امله څلور کسان مړه شوي

د بلوچستان ایالت نصیراباد ولسوالۍ کې د سختو ورښتونو او تندر پرېوتو دوو جلا، جلا پېښو کې لږترلږه څلور کسان مړه شوي او شاوخوا ۲۰۰ څاروي لهمنځه تللي دي. د معلوماتو له مخې؛ دغه پېښې د سېشنبې په ورځ د سختو ورښتونو او تندر پرېوتو له امله په بېلابېلو سیمو کې رامنځته شوې.
