• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د برېټانيا د ترهګرۍ ضد پوليسو مشر: د يهوديانو پر وړاندې ګواښونه زيات شوي دي

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۰۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۴۸ GMT+۱

د برېټانيا د ترهګرۍ ضد پوليسو مشر وایي، چې د يهوديانو پر وړاندې ګواښونه زيات شوي دي. هغه د ګواښونو د کچې په اړه ويلي، چې دا هېواد له څه مودې راهيسې له يو پرله‌پسې او ورو زياتېدونکي «ترهګريز» ګواښ سره مخ دی.

هغه زياته کړه: «موږ په برېټانيا کې د يهودي او اسراییلي وګړو او بنسټونو پر وړاندې د ګواښونو د زياتېدو شاهدان يو».

د ترهګرۍ ضد پوليسو مشر همدارنګه وويل: «موږ له داسې يو نړيوال حالت سره مخ يو، چې وړاندوينه يې ګرانه ده او اغېزې يې زموږ تر هېواد پورې هم رسېدلې دي، چې په کې د ځينو دولتونو پورې تړلو ډلو له لوري فزيکي ګواښونه هم شامل دي».

ترویج لرونکی

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي
۱

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۲
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۳
روغتیا او ژوند

یونیسف: په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ ۸۷ سلنې ته رسېدلی

۴

ملګري متلونه: تر ۲۰۶۰کال پورې به د افغانستان نیمايي وګړي په ښارونو کې ژوند کوي

۵

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

•
•
•

نور کیسې

مسعود پزشکیان او محمدباقر قالیباف د عباس عراقچی د لرې کولو غوښتنه کوي

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۰۵ GMT+۱
مسعود پزشکیان او محمدباقر قالیباف د عباس عراقچی د لرې کولو غوښتنه کوي
100%

د ایران دننه دوو باخبره سرچینو ایران‌ انټرنشنل ته ویلي، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچی له‌خوا د ډیپلوماسۍ، په ځانګړي ډول د اټومي خبرو اترو د پرمخ وړلو له کړنلارې ناخوښ دي او د هغه د لرې کولو غوښتنه کوي.

دغو سرچینو، چې د اجراییه او مقننه قوې د مشرانو ترمنځ له روانو خبرو خبر دي، ویلي چې پزشکیان او قالیباف باور لري چې د بهرنیو چارو وزیر په وروستیو اوونیو کې د خپل اصلي مسوولیت پر ځای، چې باید د دولت د پالیسۍ عملي کوونکی وي، زیاتره د احمد وحیدي (د سپاه پاسداران قوماندان) د مرستیال په څېر چلند کړی دی.

د سرچینو په وینا، عراقچي په تېرو دوو اوونیو کې د پزشکیان له خبرتیا پرته، د وحیدي سره په بشپړه همغږۍ او د هغه د لارښوونو پر بنسټ عمل کړی دی.

دې حالت له پزشکیان څخه سخت ناراضیتوب رامنځته کړی او نوموړي خپلو نږدې کسانو ته ویلي چې که دا وضعیت دوام وکړي، نو عراقچي به له خپلې دندې لرې کړي.

تر دې مخکې هم د ایراني چارواکو ترمنځ د اختلافاتو راپورونه خپاره شوي وو. د وري میاشتې په اتمه هم د پزشکیان او احمد وحیدي ترمنځ د جدي اختلافاتو د رامنځته کېدو راپورونه ورکړل شوي وو.

جین له امریکا سره په اړیکو کې تر ټولو ستر ګواښ د تایوان مساله وبلله

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۳۶ GMT+۱
جین له امریکا سره په اړیکو کې تر ټولو ستر ګواښ د تایوان مساله وبلله
100%

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وایي، د تایوان مساله د چین او امریکا ترمنځ په اړیکو کې «تر ټولو لوی ګواښ» ګڼل کېږي او واشنګټن باید په دې اړه خپلې ژمنې عملي کړي.

نوموړي دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره په ټیلیفوني خبرو کې وکړې او ټینګار یې وکړ چې دواړه هېوادونه باید د لوړې کچې مهمو اړیکو او لیدنو لپاره چمتووالی ونیسي.

وانګ يي ویلي، د تایوان موضوع د چین له اساسي ملي ګټو سره تړاو لري او امریکا باید داسې پرېکړې وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو لپاره نوې فضا رامنځته شي او د نړیوالې سولې د ټینګښت سبب وګرځي.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې تمه ده د مې میاشتې په نیمایي کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین د ولسمشر شي جين پینګ ترمنځ په بیجینګ کې سرمشریزه غونډه وشي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو اړیکې د دواړو مشرانو تر ستراتیژیکې مشرۍ لاندې په عمومي ډول باثباته پاتې شوې دي، خو ټینګار یې کړی چې دا ثبات باید وساتل شي، همکاري پراخه شي او اختلافات په سمه توګه مدیریت شي.

د یادو ټیلیفوني خبرو پر مهال دواړو لوریو د منځني ختیځ پر وضعیت هم خبرې کړې دي، خو نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

روسیې په مالي کې د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو پریکړه کړې

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۰۴ GMT+۱
روسیې په مالي کې د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو پریکړه کړې
100%

کرملین ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د وسله‌والو پرضد جګړه کې د مرستې لپاره یې په مالي کې د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو پریکړه کړې ده.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، چې په مالي کې د روسیې حضور د دغه هېواد د اوسني حکومت په غوښتنه دی او مسکو د ترهګرۍ او افراطیت پر وړاندې مبارزه کې د مالي له نظامي حکومت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

نوموړي دا څرګندونې د وسله‌والو د هغې غوښتنې په ځواب کې کړې، چې مسکو دې له مالي څخه خپل ځواکونه وباسي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په القاعده پورې تړلې ډلې د مالي په مرکز کې د یوې لويي نظامي اډې او ځینو سیمو د نیولو ادعا وکړه او همدارنګه د یادو وسله‌والو په بریدونو کې د مالي دفاع وزیر سادیو کامارا هم ووژل شو.

ایران خبرداری ورکړی چې که امریکا بریدونه پیل کړي پوځي اډې به یې وولي

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۳۵ GMT+۱
ایران خبرداری ورکړی چې که امریکا بریدونه پیل کړي پوځي اډې به یې وولي
100%

په داسې حال کې، چې امریکايي پوځي چارواکي ټرمپ ته پر ایران د احتمالي برید په اړه نن معلومات ور کوي، تهران خبرداری ورکړی، چې که امریکا بیا پر دوی بریدونه پیل کړي، نو د متحده ایالتونو پر اهدافو به «سخت او دردناک پرله پسې بریدونه» وکړي.

د امریکا د پوځ لوړپوړي مشران او د مرکزي قوماندانۍ مشر به د پنجشنبې په ورځ ټرمپ ته د ایران پر ضد د احتمالي پوځي ګامونو په اړه معلومات ورکړي.

د امریکا د دفاع وزیراو د ګډو ځواکونو د لویو درستیزانو د کمېټې مشر هم په دې غونډه کې ګډون کوي.

دا بریدونه د دې لپاره دي چې ایران خبرو ته مجبور شي.

د ایران د سپاه پاسداران یو لوړ پوړي چارواکي ویلي چې که امریکا برید وکړي، نو ایران به «د امریکا پر پوځي مرکزونو سخت او اوږدمهالي بریدونه» وکړي.

هغه زیاته کړې چې د امریکا نظامي اډې به هم تر هدف لاندې راشي.

مجتبی خامنه‌یي: د هرمز تنګي نوی مدیریت په خلیج کې ارامي او اقتصادي پرمختګ راولي

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۰۷ GMT+۱
مجتبی خامنه‌یي: د هرمز تنګي نوی مدیریت په خلیج کې ارامي او اقتصادي پرمختګ راولي
100%

د ایران نوي مشر مجتبی خامنه‌یي ته منسوب پیغام کې ویل شوي، چې د خلیج او د هرمز تنګي لپاره یو نوی پړاو پیل شوی او د دغې حساسې سمندري لارې نوی مدیریت به په سیمه کې ارامي او اقتصادي ګټې راوړي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ په یوه خپاره شوي لیکلي پیغام کې ویلي، چې دا بدلونونه له امریکا او اسراییل سره د ایران له جګړې وروسته راځي.

خامنه‌يي ټینګار کړی چې تهران به د خلیج سیمه خوندي کړي او هغه څه به پای ته ورسوي چې ده د «اوبو له لارې د دښمن ناوړه ګټه اخیستنه» بللې ده.

هغه زیاته کړې چې د هرمز تنګي د مدیریت نوې تګلاره به نه یوازې ارامي راولي، بلکې د خلیج هېوادونو لپاره به اقتصادي فرصتونه هم ډېر کړي.

نوموړي د ایران د اټومي او توغندیزو پروګرامونو د ساتنې پر دوام ټینګار کړی دی.

په دې پیغام کې ویل شوي چې ۹۰ میلیونه هېوادوال به د ایران ټول ظرفیتونه وساتي.