اوکراينۍ ډرون الوتکې د روسيې په بلګورود سيمه کې دوه تنکي ځوانان وژلي

د روسيې د بلګورود سيمې والي ویاچسلاو ګلادکوف د جمعې په سهار په ټيليګرام کې ويلي، چې يوې اوکراينۍ بېپيلوټه الوتکې دوه تنکي ځوانان وژلي دي. د هغه په وينا، دغه ځوانان پر موټرسايکل سپاره وو چې بريد پرې وشو او دواړه ووژل شول.
بلګورود چې د روسيې په سوېلي پوله کې پرته سيمه ده، له دې وړاندې هم څو ځله د اوکراين د بريدونو هدف ګرځېدلې ده.
