باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د ملا هبتالله د دغو سختو څرګندونو اصلي موخه د طالبانو په اداره کې له مالي او اداري فساد سره مبارزه ده، چې د طالبانو د ادارې ځینې چارواکي ورسره مخ دي.
هبت الله په خپلو خبرو کې وویل چې ګمرکونه د بیت المال مال دی او عواید یې باید شخصي جیبونو ته لاړ نه شي.
نوموړي په دې ناسته کې لارښوونه کړې چې هر چارواکی باید د دندې په پیل کې خپله ټوله شتمني ثبت کړي او د دندې په پای کې ترې حساب واخیستل شي او که شتمني یې له لومړنۍ هغې زیاته وه، باید «بیتالمال» ته وسپارل شي.
هبت الله همدارنګه امر کړی چې د «پولیس» کلمه دې نه کارول کېږي او پر ځای دې یې «شُرطه» وکارول شي او ویلي یې دي چې په دې اړه به ډېر«ژر قانون عملي کړي».
د طالبانو مشر په خپلو خبرو کې ویلي، چې تر نن ورځې پورې «ټولې پخوانۍ نافرمانۍ» بښي او د دې لپاره «له الله بښنه غواړي»، خو خبرداری یې ورکړی چې له دې وروسته به د هر ډول سرغړونې پر وړاندې چلند کېږي.
اخوندزاده د طالبانو اداري چارواکو ته ویلي، چې «ډالۍ» مه منئ او زیاته کړې یې ده چې عزت او ډالۍ د «امارت د ځواک» له امله دي او مخکې هېچا ورته «هېڅ هم نه ورکول».
هبت الله زیاته کړې چې طالب چارواکي باید په خپل سر دیني مدرسې جوړې نه کړي او که یې وړاندې کوم اقدام کړی وي، باید د پوهنې وزارت ته یې وسپاري، ځکه د ده په وینا، دا کار «بډو اخیستنې» ته زمینه برابروي.
دا په داسې حال کې ده، چې ډېرو طالب مشرانو د ځان لپاره خصوصي دیني مدرسې جوړې کړې دي او سلګونه طالبان لري.
هبت الله په خپلو خبرو کې په هره «تخنیکي او غیرتخنیکي» غونډه کې د دیني عالمانو پر حضور او ګډون ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده، چې «د دنیا هر کار دین ته اړتیا لري.»
هبت الله د «نافرمانۍ راپورونو» ته په اشاره ویلي، چې که څېړنې پیل شي، باید له ده ملاتړ وشي او «هیڅ منځګړیتوب» باید پکې ونه شي. هغه ټینګار کړی چې «زما حکم او زما اطاعت پر تاسې داسې لازم دی لکه د الله او رسول حکم» او د دې خبرې د ثبوت لپاره یې د قران کریم هغو ایتونو ته اشاره کړې چې د الله، رسول او «امیر» د اطاعت په اړه دي.