• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په تورخم کې ښځې او ماشومان نږدې دوه اونۍ کېږي چې په موټرو کې ناست دي

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۵۰ GMT+۱

۴۰کلنه صالحه بي‌بي د هغو سلګونو افغان کډوالو له ډلې یوه ده چې له پاکستان نه افغانستان ته د ستنېدو لپاره په تورخم کې انتظار باسي. ۲۴کلن برهان خان وویل چې هغه او کورنۍ یې له دوو اونیوراهیسې د کرښې پر سر په موټرو کې شپې سبا کوي.

اسلام‌اباد غواړي ټول هغه افغانان، چې قانوني ویزې نه لري، وباسي او له ۲۰۲۳ کال راهیسې یې له درې میلیونو ډېرو افغانانو نه تر دوه میلیونو زیات بېرته خپل هېواد ته استولي دي.

ډېری دا کسان د دویم او درېیم نسل کډوال دي چې په ۱۹۸۰مو کلونو کې له جګړو تښتېدلي وو.

افغانان له څو ورځو راهیسې انتظار باسي چې پاکستاني چارواکي هغوی ته پر کرښې د اوښتو اجازه ورکړي، خو د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له څو ورځو راهیسې یوځل بیا نښتې پیل شوې دي.

پاکستان ویلي چې د چارشنبې په ورځ د افغانستان له لوري د هاوان په بریدونو کې د جنوبي وزیرستان په ولسوالۍ کې څو تنه، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.

د افغانستان په اړخ کې سرچینې وايي، چې پاکستاني ځواکونو د ننګرهار پر ګوشتې ولسوالۍ بریدونه کړي دي.

صالحه بي‌بي وویل: «موږ هېڅکله فکر نه کاوه چې یوه ورځ به موږ ته وویل شي چې ووځئ.» هغې زیاته کړه چې دې هېڅکله افغانستان ته سفر نه دی کړی.

هغې، چې د پنځو بچیانو مور ده، رویټرز ته وویل چې په افغانستان کې د خپلو ماشومانو د هوساینې، امنیت او زده‌کړو په اړه اندېښمنه ده .

نوموړې زیاته کړه، « یوڅه چې موږ ډېر دردوي، په افغانستان کې زما د ماشومانو لپاره د زده‌کړو د فرصتونو نشتوالی دی».

د هغې پلار یوازې ۱۷ کلن و چې پاکستان ته کډه شوی و.

پاکستان او طالبانو سږ کال تر ټولو سختې جګړې تجربه کړې دي.

اسلام‌اباد وایي چې کابل هغو سختدریځو ته پناه ورکوي چې په پاکستان کې بریدونه کوي. افغان طالبان دا خبره ردوي او وایي چې دا د پاکستان خپله کورنۍ ستونزه ده.

د لاریو اوږده کتارونه چې کډوال او د هغوی سامانونه پکې بار دي، د کرښې دواړو غاړو ته ولاړ دي.

۲۴ کلن برهان خان وویل چې هغه او کورنۍ یې له ۱۲ ورځو زیات وخت راهیسې د کرښې پر سر انتظار باسي. د هغه په وینا، نور خلک تر دې هم زیات انتظار باسي.

خان وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه د کډوالو حالت لا خرابوي.

هغه وویل: «ښځې او ماشومان نږدې دوه اونۍ کېږي چې په موټرو کې ناست دي».

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

د کابل یو اوسېدونکی: «هره میاشت مو د اوبو په پېرلو ۹ زره افغانۍ لګیږي»

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۵۱ GMT+۱
د کابل یو اوسېدونکی: «هره میاشت مو د اوبو په پېرلو ۹ زره افغانۍ لګیږي»
100%

د کابل یو اوسېدونکی په یوه پیغام کې چې له افغانستان انټرنشنل سره یې شریک کړی، وایي چې د پلازمېنې د اوبو د کمښت ناورین د دوام له امله، خلک اړ دي، چې هره میاشت د اوبو په پېرلو ۹ زره افغانۍ ولګوي.

د کابل ددغه اوسېدونکي په وینا، اوبه اوس په یوه «لوکس یا قیمتي توکي»بدلې شوې او د منځني اقتصاد لرونکي خلک اړ دي چې هره میاشت شاوخوا ۹زره افغانۍ یوازې د څښاک اوبو لپاره ورکړي.

هغه زیاتوي چې د طالبانو ادارې تر اوسه د دې حیاتي ستونزې د حل لپاره کوم عملي اقدام نه دی کړی.

راپورونه ښيي چې پرله‌پسې وچکالۍ، د ځمکې لاندې اوبو بې‌ساری مصرف، د ژورو څاګانو کیندل او د ښار ناسم مدیریت په کابل کې د اوبو د کمښت اصلي لاملونه دي.

نړیوالې ادارې خبرداری ورکوي چې که د دغه ناورین د حل لپاره ژر اقدام ونه شي، نو کابل ښايي په راتلونکو کلونو کې د نړۍ لومړنی داسې پلازمېنه شي چې د اوبو له جدي کمښت سره مخ کېږي.

برېټانیا د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو د بېرته پیلېدو غوښتنه کړې

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۰۴ GMT+۱
برېټانیا د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو د بېرته پیلېدو غوښتنه کړې
100%

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لیندسي کابل ته خپل وروستی سفر «ګټور» بللی او ټینګار یې کړی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ باید خبرې اترې او ډیپلوماسي بېرته پیل شي. لینډسي وايي، د ده د سفر مهم تمرکز د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر اړیکو و.

نوموړي چې د روانې اونۍ د سې‌شنبې په ورځ کابل ته تللی، له طالب چارواکو سره لیدنې کړې دي.

لېندسي د پنجشنبې په ورځ، د غویي پر لسمه، په کابل کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې د ده د سفر مهم تمرکز د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر اړیکو و.

هغه زیاته کړه: «ما له مسوولینو سره په خبرو کې د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو پر بیا پیلېدو ټینګار کړی، ځکه دا د دواړو هېوادونو لپاره اړین دي».

د بریتانیا ځانګړي استازي له پاکستان نه افغانستان ته د بشري مرستو د لارو پر پرانیستل کېدو هم ټینګار وکړ او ویې ویل، چې دا موضوع خورا مهمه ده، ځکه لږ تر لږه یو میلیون کسان، د ښځو، نارینه‌وو او ماشومانو په ګډون، بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

لېندسي همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره د عملي ګامونو غوښتنه وکړه او هیله یې وښوده چې د چین په کوربه‌توب د ارومچي له وروستیو خبرو وروسته به مثبت پرمختګونه وشي.

د هغه په وینا، یو شمېر نور هېوادونه هم د منځګړیتوب لپاره چمتو دي.

هغه د روانو نښتو له امله د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه خواخوږي څرګنده کړه او له دواړو لورو یې وغوښتل چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي. د ده په وینا، دغو نښتو افغانستان ته د بشري مرستو پر رسېدو هم منفي اغېز کړی دی.

لېندسي وویل چې بریتانیا روان کال په افغانستان کې د روغتیا، تغذیې، خوراکي توکو، معیشت او زده‌کړو په برخو کې د بشري مرستو لپاره شاوخوا ۱۵۰ میلیون پونډه ځانګړي کړي دي.

هغه زیاته کړه چې کابل ته د ده د سفر یو هدف هم دا و چې له افغان مسوولینو سره د اړیکو د ښه کېدو لپاره پر اړینو ګامونو خبرې وکړي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت: په افغانستان کې لاهم ګڼ شمېر ماشومان نه دي واکسین شوي

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۵۲ GMT+۱
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت: په افغانستان کې لاهم ګڼ شمېر ماشومان نه دي واکسین شوي
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مرستیال د واکسین په اړه د عامه پوهاوي په برخه کې د کورنیو مشرانو، د جوماتونو ملایانو، ښوونکو او قومي مشرانو ونډه مهمه بللې ده، خو اندېښنه يې ښودلې چې لا هم په افغانستان کې یو شمېر ماشومان نه دي واکسین شوي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مرستیال عبدالولي حقاني د واکسیناسیون نړیوالې اونۍ په اړه د عامه پوهاوي په غونډه کې ویلي، چې واکسین یوازې د روغتیايي کارکوونکو مسوولیت نه دی، بلکې د کورنیو مشران، د جوماتونو ملایان، ښوونکي او قومي مشران هم پکې مهمه ونډه لري.

حقاني د خپلو خبرو پرمهال ویلي، چې په وروستیو دریو میاشتو کې د واکسین په وسیله د مخنیوي کېدونکو ناروغیو کچه پام وړ راټیټه شوې ده.

نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې لا هم ګن شمېر ماشومان واکسین ته لاسرسی نه لري.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت واکسین ته د لاسرسي نه لرونکو ماشومانو کره شمېر نه دی په ډاګه کړی.

یاد طالب چارواکی واکسین ته د ماشومانو د لاسرسي نه لرلو لامل، د کورنیو نه پوهاوی او د ځینو سیمو جغرافیایي وضعیت بولي.

خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د یادې ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده کور په کور د پولیو او نورو واکسینونو پر ورکړه بندیز ولګاوه او امر یې وکړ، چې کورنۍ باید خپل ماشومان په جوماتونو کې واکسین کړي.

یو شمېر کسان وايي، چې پر کور په کور واکسین له بندیز وروسته، ګڼ شمېر ماشومان له واکسین څخه بې‌برخې پاتې کېږي.

وړاندې د واکسین نارینه او ښځینه کارکوونکو ماشومانو ته کور په کور د واکسین څاڅکي ورکول.

د طالبانو د تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۲،۸ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۹ پروژې منظورې کړې

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۵۰ GMT+۱
د طالبانو د تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا  ۲،۸ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۹ پروژې منظورې کړې
100%

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې د شاوخوا ۲،۸ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۹ پروژې منظورې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي، دا غونډه د پنجشنبې په ورځ، د غويي په لسمه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، غونډې ته ۲۶ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې وې، چې له بحث وروسته یې ۱۹ منظورې شوې او په څلورو نورو پروژو کې یو شمېر تعدیلات راوستل شول.

دغه راز یوه پروژه له دې امله بیا ازادې داوطلبۍ ته وړاندې شوې، چې ګټونکي شرکت یې په ټاکل شوې بیه له پليتابه انصراف کړی و.

د یاد معاونیت په وینا، یاد شرکت د همدې سرغړونې له امله د محرومیت کمېټې ته ورپېژندل شوی دی.

په منل شویو او تعدیل شویو پروژو کې د مخابراتي وسایلو، سړک جوړونې، برېښنا رسونې او توزیع او یو شمېر نورو برخو پروژې شاملې دي.

د طالبانو د اقتصادي معاونیت په وینا، دا پروژې د طالبانو حکومت پخپله تمویلوي.

ازبکستان او طالبانو په مزار شریف کې د یوه عصري روغتون پر جوړولو هوکړه کړې

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۱۰ GMT+۱
ازبکستان او طالبانو په مزار شریف کې د یوه عصري روغتون پر جوړولو هوکړه کړې
100%

ازبکستان او طالبان د عامه خصوصي مشارکت پر بنسټ په مزار شریف ښار کې د یوه عصري روغتون د جوړولو په اړه هوکړې ته رسېدلي دي. د ازبکستان د روغتیا وزارت ویلي، چې دوی دغه روغتون ته مسلکي او روغتیايي کارکوونکي لیږي.

د ازبکستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې دغه هوکړه مزارشریف ته د دغه هېواد د روغتیا وزیر اسیلبیک خودایاروف په مشرۍ د یوه پلاوي د وروستي سفر پر مهال د طالبانو د روغتیا له وزیر او د بلخ ولایت له چارواکو سره شوې ده.

په دې خبرو کې د روغتیا په برخه کې د همکارۍ پراخولو او د طبي زیربناوو د ودې موضوعات هم څیړل شوي دي.

طالبانو ویلي چې په ځینو سیمو کې روغتونونه کم دي او د سرطان ناروغۍ زیاتې شوې دي، نو له ازبکستان څخه یې د عملي مرستې غوښتنه کړې ده.

د طالبانو په لومړیتوبونو کې د نوي روغتون جوړول، د متخصصینو روزنه، د ناروغانو لپاره د ویزې اسانتیاوې او د درملو د رسولو ښه کول شامل دي.

د هوکړې له مخې، دا پروژه به له امان ګروپ شرکت سره په ګډه عملي کېږي.

طالبان به پانګونه کوي او شته ودانۍ به د روغتون لپاره برابروي او په عصري طبي وسایلو به یې سمبالوي، په داسې حال کې چې ازبکستان به مسلکي روغتیایي کارکوونکي ور استوي.

همدارنګه دواړو خواوو پرېکړه کړې چې یوه ګډه کاري ډله جوړه کړي او د افغانستان د دولتي روغتونونو د ملاتړ لارې وڅېړي.

سربېره پر دې، د افغان روغتیايي کارکوونکو لپاره د روزنیزو پروګرامونو او په ازبکستان کې د زده‌کړو د بورسیو موضوع هم مطرح شوې ده. پلان دا دی چې هر کال تر ۱۰۰ پورې متخصصین وروزل شي او تر ۵۰ پورې زده‌کوونکي د طبي پوهنتونونو په بورسیو کې زده‌کړې وکړي.