• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تېره میاشت؛ د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۸۷۳زره مټریک ټنه ډېر انتقالات شوي

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۵۰ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی،‌ په تېرې وري میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۷۳زره او ۹۸۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. د دغه وزارت په وینا؛ یاد انتقالات د حیرتان، اقينې، تورغونډۍ او خواف-هرات بندرنونو له لارې شوي دي.

د دغه وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، له دې ډلې د حیرتان بندر له لارې ۵۷۷زره او ۹۸۹ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۸۲زره او ۹۵۲ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۰۱زره او ۱۹۲ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۱۱زره او ۸۴۸ ټنه انتقالات شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په ټولیز ډول په دغه انتقالاتو کې واردات او صادرات دواړه شامل وو. خبرپاڼه زیاتوي، د یادو انتقالاتو یوه برخه صادرات جوړوي چې یوازې تېره میاشت ۹زره او ۲۷۵ ټنه صادرات شوي دي. د صادراتو ډېره برخه وچه مېوه او د انارو جوس جوړوي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د لا زیاتو انتقالاتو لپاره به مناسب شرایط برابر کړي او سوداګرو ته به نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت تر دې وړاندې خبر ورکړی و،‌ چې د تېرې کب میاشتې په لړ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹زره او ۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

د نړۍ د مطبوعاتو ازادۍ شاخص؛ افغانستان د طالبانو له راتګ وروسته ۵۳ درجې شاتګ کړی دی

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۱۵ GMT+۱
د نړۍ د مطبوعاتو ازادۍ شاخص؛ افغانستان د طالبانو له راتګ وروسته ۵۳ درجې شاتګ کړی دی
100%

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د ۲۰۲۶کال لپاره د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍوال شاخص خپور کړی. د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې ۱۷۵م ځای خپل کړی، افغانستان تېرکال هم ۱۷۵م ځای خپل کړی و. افغانستان په تېرو پنځو کلونو کې د مطبوعاتو د ازادۍ په شاخص کې ۵۳ درجې شاتګ کړی دی.

یاد سازمان ویلي، چې د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې دغه ډلې د هېواد د انځور کنټرول، پر حکومت د هر ډول څار د مخنیوي او د خپلو تبلیغاتو د تحمیلولو لپاره د پراخو قوانینو پلي کولو ته دوام ورکړی دی.

افغانستان په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو له واکمنۍ وړاندې د مطبوعاتو د ازادۍ په نړۍوال شاخص کې ۱۲۲م ځای درلود. د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغانستان ۳۴ درجې شاتګ وکړ او ۱۵۶ ځای ته ولاړ.

د طالبانو له‌خوا پر رسنیو د فشارونو پر دوام افغانستان په ۲۰۲۳کال کې د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې ۱۵۲م ځای خپل کړ. د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د دوامداره فشار له امله دغه وضعیت لا کړکېچن شو، تر دې چې په ۲۰۲۴کال کې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې ۱۷۸م ځای ته راولوېده. په تېر کال کې هم افغانستان په ۱۷۵م ځای کې پاتې شو.

د هېوادونو ډلبندي: ناروې لومړی او اریټریا وروستی

ناروې د لسم پرله‌پسې کال لپاره په لومړی ځای خپل کړی؛ په‌داسې حال کې چې اریتریا د دیارلسم پرله‌پسې کال لپاره په وروستي ځای کې ده. د سوریې هېواد د بشارالاسد حکومت له نسکوریدو راهیسې تر ټولو لوی پرمختګ کړی، چې ۳۶ درجې پورته راغلی دی.

امریکا څو درجې شاتګ کړی او اېکوادور او پیرو هم په خپلې ډلبندۍ کې چټک کمښت لیدلی دی.

جګړې او معلوماتو ته د لاسرسي محدودیتونه

د بې‌‌پولې خبریالانو سازمان وایي، چې په ځینو هېوادونو لکه عراق، سوډان او یمن کې اوږدمهاله جګړې د مطبوعاتو د ازادۍ کمېدو اصلي لاملونه دي. د دغه سازمان په وینا؛ په غزه کې جګړې چې د ۲۰۲۳کال له اکتوبر څخه پیل شوې، دغه سیمه د خبریالانو لپاره له تر ټولو خطرناکو ځایونو څخه ګڼلې ده؛ «هلته چې د اسراییل پوځ تر ۲۲۰ زیات خبریالان وژلي دي».

په نورو سیمو کې د مطبوعاتو د ازادۍ ځپل سیاسي خنډ رامنځته کړی دی. ختیځه اروپا او منځنی ختیځ هم هغه دوه سیمې دي، چې په تېرو ۲۵ کلونو کې په‌کې د مطبوعاتو ازادي تر ټولو ډېره کمه شوې ده.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان ویلي، چې روسیه د ولادیمیر پوتین تر مشرتابه لاندې لاهم د مطبوعاتو د ازادۍ له پلوه تر ټولو بدو هېوادونو څخه ګڼل کېږي. ایران هم د کورنیو فشارونو او د اسراییل–ایران جګړې له امله د ډلبندۍ په ټیټو ځایونو کې پاتې شوی دی. ایران سږکال ۱۷۷م ځای خپل کړی دی.

د طالبانو امربالمعروف وزارت وایي تېره اونۍ یې ۱۱ کوډګر نیولي دي

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۴۷ GMT+۱
د طالبانو امربالمعروف وزارت وایي تېره اونۍ یې ۱۱ کوډګر نیولي دي
100%

د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی محتسبانو په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۱ کوډګر نیولي دي. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوي کوډګر عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.

د طالبانو دغه وزارت تر دې وړاندې هم په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې د کوډګرو د نیولو خبر ورکړی و. د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت تر دې وړاندې خبر ورکړی و، چې د دوی محتسبانو په تېرې وري میاشت کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۵۸ کوډګر نیولي دي.

د دغه وزارت له‌خوا په خپور شوي راپور کې راغلي، تېره اونۍ یې د مېرمنو د حقونو اړوند ۱۲۸ قضیې هم حل کړې چې په‌کې د ظلم، جبري نکاح، په بدو کې د نجونو د ورکړې، مهر، میراث او طلاق اړوند قضیې شاملې دي. دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې دغې ډلې په خپله پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت خبرپاڼه زیاتوي، چې په تېره یوه اونۍ کې یې له سوداګرو سره د بیو د کنټرول، د احتکار او بې‌کیفیته توکو د واردولو د مخنیوي په اړه هم ۳۸۹ اصلاحي ناستې لرلې.

طالبانو د روسیې د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې رد کړې

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۴۹ GMT+۱
طالبانو د روسیې د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې رد کړې
100%

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د روسیې د دفاع وزیر هغه څرګندونې چې ګواکې افغانستان لا هم د ترهګرۍ سرچینه ده، رد کړې او په دې تړاو یې اندېښنې «‌بې‌ځایه» وبللې. هغه یو ځل بیا ډاډ څرګند کړ، چې افغانستان د هېڅ بل هېواد لپاره ګواښ نه‌دی.

د روسیې دفاع وزیر اندري بلوسوف د تېرې سې‌شنبې په ورځ (د غويي ۷مه) د قرغېزستان په بشکېک کې د شانګهای د همکاریو سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې وضعيت لا هم بې‌ثباته دی او دا هېواد د ترهګريزو ګواښونو له مهمو «سرچينو» څخه پاتې دی.

بلوسوف ټينګار وکړ: «د افغانستان بې‌ثباته وضعيت لا هم د پولو پورې تړلو جرمونو او ترهګريزو ګواښونو اساسي سرچينه ده».

د روسيې دفاع وزير: افغانستان لا هم د ترهګرۍ سرچينه ده | افغانستان انټرنشنل پښتو

د نوموړي له دغو څرګندونو وروسته د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد غبرګون وښود او یادې څرګندونې یې رد کړې او په دې تړاو یې اندېښنې «بې‌ځایه» وبللې.

مجاهد د چهارشنبې په ورځ «د غويي ۹مه» د دغې ډلې تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون ته وویل: «تشویشونه بې‌ځایه دي. موږ په وار ډاډ ورکړی، چې افغان خاوره د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه‌دی او هېچا ته اجازه نه‌ورکول کېږي، چې افغان خاوره استفاده کړي».

ذبیح‌الله مجاهد همداراز څرګنده کړې، چې په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله نه‌شته او زیاته کړې یې ده: «خپل‌سرې او بهرنۍ ډلې په افغانستان کې نه‌شته. د افغانستان امنیتي ځواکونه پر ټول هېواد واکمن دي او هېڅ بهرنی ځواک نه‌شي کولی دلته فعالیت وکړي او یا فعال شي».

د شنونکو په باور، په نړۍ کې روسیه یوازنی هېواد دی، چې طالبان یې په رسمیت پېژندلي او د چارواکو دغه ډول څرګندونې یې کولی شي د رسمیت پېژندنې په تړاو د مسکو پرېکړه تر پوښتنې لاندې راولي.

د یادونې وړ ده، چې مسکو د داعش خراسان ډلې او د منځنۍ اسيا لکه د ازبکستان اسلامي غورځنګ، د تاجکستان انصارالله او نورو اسلامپالو ډلو د موجودیت او فعالیتونو په تړاو اندېښنه لري.

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د کتابونو دوه ورځنی نندارتون پرانېستل شو

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۱۵ GMT+۱
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د کتابونو دوه ورځنی نندارتون پرانېستل شو
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د هلمند د مرکز لښکرګاه اړوند فرهنګي پارک کې د کتابونو دوه ورځنی نندارتون پرانېستل شو. دغه نندارتون په داسې حال کې جوړ شوی، چې په دې ورستیو کلونو کې په هېواد کې د مطالعې کلتور پیکه شوی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د چهارشنبې په ورځ د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره وايي، دغه نندارتون د مطالعې فرهنګ ودې په موخه جوړ شوی، چې په‌کې د دیني او عصري علومو سلګونه بېلابېل کتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي.

د دغه نندارتونو د پرانېستې په مراسمو کې د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو مسوولینو د مطالعې د ارزښت په اړه خبرې کړي او زیاته کړې یې ده، چې مطالعه د پرمختللو ټولنو د پرمختګ یو له اساسي لاملونو څخه ده او د انسان د ذهني پیاوړتیا او علمي ظرفیت لوړولو په برخه کې مهم رول لري.

دوی همداراز له ځوانانو وغوښتل چې د ورځنیو چارو په لړ کې مطالعې ته ځانګړی وخت ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کلونو کې په هېواد کې د کتاب لوستنې کلتور پیکه شوی او ډېری فرهنګپال یې لامل د سواد کمښت، اقتصادي ستونزې او په ځانګړې توګه په ټولنیزو شبکو کې د ډېرو ځوانانو بوختیا په ګوته کوي.

په بادغیس د اسلامي دورې ۸ تاریخي اثار د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته وسپارل شول

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۳۸ GMT+۱
په بادغیس د اسلامي دورې ۸ تاریخي اثار د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته وسپارل شول
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په بادغیس کې د دغې ډلې د ولایت مقام د اسلامي دورې اړوند ۸ تاریخي اثار د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته وسپارل. دغه وزارت د یادو تاریخي اثارو د ترلاسه کېدو د څرنګوالي په تړاو څه نه‌دي ویلي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۹مه) په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې د تاریخي اثارو د ترلاسه کولو د څرنګوالي په تړاو له معلوماتو ورکړې پرته ویلي، په بادغیس کې د دغې ډلې د ولایت مقام د اسلامي دورې اړوند ۸ تاریخي اثار د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته د خوندي ساتلو په موخه سپارلي دي.

د بادغیس ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رييس د یادو اثارو د ترلاسه کولو پر مهال د فرهنګي میراثونو د ساتنې پر اهمیت له ټینګار سربېره زیاته کړه، چې تاریخي اثار د هېواد د کلتوري هویت څرګندونه کوي او د تاریخي آثارو ساتنه د ټولو ګډ مسوولیت دی.

نوموړي له ولسونو وغوښتل: «که تاریخي اثار ترلاسه کوئ، نو داطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته يې وسپارئ او د دغو ارزښتناکو میراثونو له قاچاق او له منځه وړلو څخه دې مخنیوی وکړئ».

هغه همداراز ټینګار کړی، چې په بادغیس کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د تاریخي اثارو د خوندي ساتنې لپاره چمتو دی.