• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کونړ کې له تېرې ورځې راهیسې د پاکستان په بریدونو کې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۳ نور ټپیان دي

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۰۲ GMT+۱

د طالبانو اړوندو رسنیو راپور ورکړی، چې له تېر مازېګر راهيسې پاکستاني ځواکونو د کونړ ولايت پر دانګام ولسوالۍ بريدونه پيل کړي چې ګڼې مرمۍ د ملکي خلکو پر کورونو لګېدلې دي. د راپور له مخې؛ په دغه بریدونو کې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۳ نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو ورځو راهیسې په پرله‌پسې ډول پاکستاني ځواکونو د کونړ په مرکز اسعداباد او یو شمېر نورو ولسوالیو بریدونو ته زور ورکړی، چې له کبله یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
تازه د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجارېک وايي، چې د ځایي روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې د پاکستان له لوري د کونړ ولایت پر اسعداباد د شویو بریدونو له امله لږترلږه اووه کسان وژل شوي او ۷۹نور چې ډېری یې ماشومان دي؛ ټپیان شوي دي.
دوجارېک د سې‌شنبې په ورځ (د غویي ۸مه) په یوې خبري ناسته کې خبرداری ورکړی، چې د جګړو دوام به زیانمنې ټولنې لا ډېرې له ګواښونو سره مخ کړي او د ملکي وګړو کړاوونه به لا پراخ کړي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې؛ د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستیو کړکېچونو له امله په افغانستان کې له ۱۰۰زرو ډېر کسان بې‌ځایه شوي دي.

ترویج لرونکی

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي
۱

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۲
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۳
روغتیا او ژوند

یونیسف: په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ ۸۷ سلنې ته رسېدلی

۴

ملګري متلونه: تر ۲۰۶۰کال پورې به د افغانستان نیمايي وګړي په ښارونو کې ژوند کوي

۵

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

•
•
•

نور کیسې

عبدالجبار نعیمي: ملګري‌ملتونه باید په خپلواکه توګه پر کونړ د پاکستان د بریدونو څېړنه وکړي

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۲۲ GMT+۱
عبدالجبار نعیمي: ملګري‌ملتونه باید په خپلواکه توګه پر کونړ د پاکستان د بریدونو څېړنه وکړي
100%

د جمهوري نظام پر مهال د کندوز پخواني والي عبدالجبار نعیمي ویلي، چې د کونړ پر مرکز اسعداباد، مرورې او سرکاڼو ولسوالیو د پاکستان د توغندیزو بریدونو په تړاو باید ملګري ملتونه بې‌ پرې څېړنې وکړي. هغه زیاته کړې چې دغو بریدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي دي.

نعیمي پر اېکس پاڼه یو پوسټ کې دا بریدونه قصدي بللي او ټینګار یې کړی چې «پر ښوونځیو او پوهنتونونو بریدونه جګړه نه ده؛ ښکاره جنګي جنایتونه دي». ده وویل چې بازارونه تړل شوي، د خلکو عادي ژوند ټکنۍ شوی او د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ګڼ افغانان قربانیان شوي دي.

د هغه په وینا، پاکستان په نږدې وختونو کې څو ځله له نړیوالو اصولو سرغړونه کړې او د بشري حقونو د نقض تکراري تګلاره یې خپله کړې ده.

هغه ادعا وکړه چې تر دې مخکې هم د پاکستاني بریدونو له امله د کونړ په بریکوټ کې ماشومان له خپلو ټولګیو شړل شوي وو او اوس په اسعداباد کې تعلیمي بنسټونه او استوګنځایونه په نښه کېږي. نعیمي وویل، چې دغه ډول بریدونه د افغانانو د زده‌کړو او د راتلونکې له هیلې د محرومولو هڅه ده او باید پر وړاندې یې جدي دریځ ونیول شي.

د نسکور شوي جمهوري نظام دې پخواني چارواکي له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې «ژر تر ژره د دغو بریدونو په اړه خپلواکه څېړنه وکړي، په واضحه توګه یې وغندي او د افغان ملکي وګړو د ساتنې لپاره بېړني ګامونه پورته کړي».

هغه له طالبانو څخه هم وغوښتل چې د نجونو د زده‌کړو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیزي، او ټینګار یې وکړ چې د بحران د ختمېدو یوازینی دوامدار قوت ملي یووالی، متقابل درناوی او اتحاد دی.

د استانبول غونډې په عمومي بنر کې د پاکستان له نقشې دوه برخې په بشپړ ډول لرې شوي

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۵۳ GMT+۱
د استانبول غونډې په عمومي بنر کې د پاکستان له نقشې دوه برخې په بشپړ ډول لرې شوي
100%

د ترکیې په استانبول ښار کې د بشري حقونو او ازادیو بنسټ په نوښت د طالب پلوه څېرو او پاکستان حکومت ته د نږدې استازو غیر رسمي خبرې روانې دي. خو د دغې غونډې عمومي بنر کې د پاکستان له نقشې دوه برخې په بشپړ ډول او د بلوچستان یوه برخه لرې کړای شوې دي.

د سرچینو په وینا، په دې غونډه کې له طالب پلوه کسانو سربېره، د پاکستان سناتور عبدالقدیر خان، د پاکستان پخوانۍ سناتوره ستاره ایاز، د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف دُرانی، په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر منصور احمد خان او پاکستانی خبریال حامد میر ګډون لري.

پاکستان پلاوی
100%
پاکستان پلاوی

د دغو پنځو پاکستانیانو په حضور کې د غونډې د عمومي ستېج تر شا بنر یا پردې کې د پاکستان له نقشې «ګلګېت بلتیستان» او له هند سره د لانجمنې سیمې «کشمیر» او همداراز د «بلوچستان» یوه برخه لرې کړاې شوې دي.

په لاندنیو نقشو کې په ښکاره توګه ښکاري چې د دغې غونډې نقشه له اصلي نقشې سره څومره توپیر لري او کومې سیمې یې لرې کړای شوې دي.

د پاکستان اصلي او استانبول غونډه کې کارول شوې نقشې
100%
د پاکستان اصلي او استانبول غونډه کې کارول شوې نقشې

د سرچینو په وینا، دغه غونډه د طالبانو او د پاکستان حکومت په تایید او د ترکیې په منځګړیتوب او ملاتړ جوړه شوې ده. د دې غونډې په اجنډا کې د تحریک طالبان پاکستان او داعش فعالیتونه، پر ډیورند کرښې نښتې او د پاکستان بریدونه، اقتصادي او د افغان کډوالو اړوند مسایل شامل دي.

دغه خبرې هم په داسې حال کې روانې دي، چې د طالبانو او د پاکستان د استازو تر منځ په دوحه، استانبول، ریاض او اورومچي کې څو پړاویزو خبرونو څه پایله نه‌ده ورکړې او د افغانستان پر ختیځو سیمو د پاکستان بریدونه دوام لري او له امله یې عام ولس ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده.

په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ غیررسمي خبرې اترې کیږي | افغانستان انټرنشنل پښتو

له دې سربېره داسې راپورونه هم شته، چې پاکستان د طالبانو له مخالفانو سره خپلې اړیکې پراخې کړي او ځينې طالب ضد جریانونه په پاکستان کې د یوه سیاسي دفتر پرانېستلو ته هم لېواله دي.

د افغانستان د پوهنتونونو استادان: پر پوهنتونونو برید «جنګي جنایت» دی

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۴۹ GMT+۱
د افغانستان د پوهنتونونو استادان: پر پوهنتونونو برید «جنګي جنایت» دی
100%

د افغانستان د پوهنتونونو استادانو په کونړ کې پر سید جمال‌الدین افغان پوهنتون د پاکستان بریدونه غندلي او ویلي یې دي، چې پوهنتونونه د علم او سولې مرکزونه دي، نه د جگړې ډگرونه. دغو استادانو د پوهنتونونو په نښه کول جنگی جنایت بللی دی.

د افغانستان د پوهنتونونو استادانو د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۹مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان وروستي بریدونه او په ځانګړې توګه د پوهنتونونو او روغتونونو په نښه کول «ښکاره وحشیانه ظلم» بللی او په ډاګه کړې یې ده، چې دا ډول کړنې نه يوازي د نړيوالو اصولو او بشري ارزښتونو خلاف دي، بلکې د اسلامي شريعت له صریحو لارښوونو سره هم په ټکر کې دي.

دوی په ډاګه کړې، پوهنتونونه د علم او سولې مرکزونه او د ټول بشریت د استادانو کورونه دی، نه دې جگړې ډگرونه او همداراز یې زیاته کړې: «موږ د افغانستان د پوهنتونونو استاذان د پاکستان د نظام مستبد رژیم له خوا پر کونړ ولایت په ځانګړي ډول پر ملکی وګړو او سید جمال‌الدین افغان پوهنتون توغندیز ناوړه او وحشیانه بریدونه په کلکو ټکو غندو».

دغو استادانو له نړیوالې ټولنې او ټولو اسلامي هېوادونو غوښتي، چې د دغه ډول تېريو د مخنیوي لپاره کلک او عملي ګامونه واخلي او د بې ګناه علمي شخصيتونو او خلکو ژوند، عزت او حقونو ساتنه یقیني کړي».

یادو استادانو په دې اعلامیه کې څرګنده کړې: «په پای کې وایو چې د پوهنتونونو په نښه کول یو جنګي جنایت دی او عاملین یې باید د جنګي جنایت کارو په توگه محکمې ته وړاندې شی او ټوله نړې دې، دې ته د جنګي جنایت په سترگه و گوري او له موږ سره دې همغږي شي».

د یادونې وړ ده، چې پاکستاني ځواکونو وړمه ورځ (دوشنبه د غويي ۷مه) د کونړ پر مرکز او ولسوالیو د درنو وسلو بریدونه وکړل او له امله یې ۷ تنه ملکیان وژل شوي او تر ۷۵ پورې نور ټپیان شوي دي. طالبانو ویلي، پاکستان په دې بریدونو سره په کونړ کې د سید‌جمال‌الدین افغاني پوهنتون په نښه کړی، خو پاکستان بیا ویلي، پوهنتون یې نه‌دی ویشتی.

د پاکستان بریدونه او مرګ‌ژوبله؛ ملګري ملتونه وایي ملکي وګړي زیانمن شوي

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۱۹ GMT+۱
د پاکستان بریدونه او مرګ‌ژوبله؛ ملګري ملتونه وایي ملکي وګړي زیانمن شوي
100%

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند اسټفان دوجاریک وايي، چې د ځایي روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې، د پاکستان له لوري د کنړ ولایت په اسعداباد کې د شویو بریدونو له امله لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي او ۷۹نور، چې ډېری یې ماشومان دي، ټپیان شوي دي.

دوجاریک د سه‌شنبې په ورځ (غویي ۸مه) په یوه خبري ناسته کې خبرداری ورکړی، چې د جګړو دوام به زیانمنې ټولنې لا ډېرې له ګواښونو سره مخ کړي او د ملکي وګړو کړاوونه به زیات کړي.

هغه زیاته کړه، چې دغو بریدونو د یوه پوهنتون د محصلینو د لیلیې یوه برخه، د تېلو یو مرکز او د معتادینو د درملنې یو مرکز هم زیانمن کړی دی.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستیو کړکېچونو له امله په افغانستان کې له سلو زرو ډېر کسان بې‌ځایه شوي دي.

د ملګري ملتونه ویاند له افغان طالبانو او پاکستان څخه غوښتي، چې د نړیوال بشردوستانه قوانینو درناوی وکړي او د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.

تر دې مخکې، د په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت هم پرته له دې چې پاکستان په ښکاره نوم واخلي، د دوشنبې ماښام په اسعداباد کې د بریدونو له امله د لسګونو کسانو د مرګ‌ژوبلې پخلی کړی و.

خو له بلې خوا، پاکستان د طالبانو هغه ادعاوې رد کړې دي چې ګواکې ملکي وګړي یې په نښه کړي دي، او دا یې «روښانه دروغ» بللي دي. اسلام‌اباد وايي، افغان طالبان د حقایقو په تحریفولو سره هڅه کوي د خلکو خواخوږي ترلاسه کړي او د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ پټ کړي.

ای‌اېچ‌اېچ: د استانبول په ناسته کې د افغانستان او پاکستان د شخړې پر حل خبرې روانې دي

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۱۸ GMT+۱
ای‌اېچ‌اېچ: د استانبول په ناسته کې د افغانستان او پاکستان د شخړې پر حل خبرې روانې دي
100%

د ترکیې د بشري حقونو او ازادیو بنسټ ویلي، چې د افغانستان او پاکستان استازو د استانبول په غیررسمي ۱،۵ لړۍ خبرو کې ګډون کړی او دا لړۍ د دوی په همغږۍ پیل شوې ده. د بنسټ په وینا، دې غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو پر حل او لارو چارو بحثونه کېږي.

یاد بنسټ څرګنده کړې، چې د دغه سازمان عمومي مشر وکیل بولنت ییلدرم د دې ناستې پرانیسته وکړه. د بنسټ په بیان کې ویل شوي، چې د جګړو، افتونو او بې‌وزلۍ ځپلو سیمو لپاره د مرستو تر څنګ، دغه بنسټ د بشري ډیپلوماسۍ په چوکاټ کې د شخړو په راکمولو کې منځګړیتوب هم کوي.

د بشري حقونو او ازادیو بنسټ په وینا، په دې بهیر کې د افغانستان او پاکستان تر منځ بنسټیزې مسئلې تر بحث لاندې راوستل شوې او د حل لارې یې وڅېړل شوې. بنسټ زیاته کړه، چې د تلپاتې سولې پر لور مهم ګامونه پورته شوي، خو د تفصیلي موافقو یا نیټو په اړه څه نه دي شریک شوي.

یاد بنسټ ټینګار وکړ، چې دغه خبرې اترې د «۱،۵ ټریک» په چوکاټ کې غیررسمي بڼه لري، خو د دواړو لوریو استازو مستقیمو ګډون ته لاره هواروي او د باور فضا پیاوړې کوي. ای‌اېچ‌اېچ زیاته کړې د دې بهیر دوام د شخړو د حل لپاره د راتلونکو عملي ګامونو په ټاکلو کې مرسته کولی شي.