• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بښنې نړۍوال سازمان د حنیف پښتین او نورالله ترین د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کړې

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۰۰ GMT+۱

د بښنې نړۍوال سازمان د پښتون ژغورنې غورځنګ د دوو مخکښو غړو حنیف پښتین او نورالله ترین جبري بې‌درکه کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د خیبر بښتونخوا له سر وزیر سهیل اپریدي یې غوښتي، چې حنیف پښتین او نورالله ترین سملاسي خوشې کړي.

یاد سازمان ويلي، دغه کسان تېرکال (د نومبر په ۱۲مه) هغه مهال د پولیسو له لوري ونیول شول چې په پېښور کې یې د ځایي حکومت له‌خوا په یوې بلل شوې جرګه کې تر ګډون ورورسته د خیبرپښتونخوا له اسمبلۍ ووتل.
دغه سازمان زیاته کړې، چې د یادې جرګې پرمهال حنیف پښتین او نورالله ترین ته د نظر وړاندې کولو اجازه هم ورنه کړل شوه. یاد سازمان پر اېکس پاڼه کاږلي، چې له حنیف پښتین او نورالله ترین سره نیول شوي پنځه نور فعالان د روان ۲۰۲۶کال (د جنورۍ په ۱۸مه) د پنجاب له اټک زندان څخه خوشې شوي؛ خو حنیف پښتین او نورالله ترین لاهم په جبري توګه بې‌درکه دي او تراوسه يې د اوسېدو ځای نه‌دی روښانه شوی او نه يې هم کورنیو ته په دې اړه معلومات ورکړل شوي.
د بښنې نړۍوال سازمان دغه کړنه د عادلانه محاکمې له حقونو ښکاره سرغړونه وبلله. یاد سازمان د خیبر پښتونخوا له سر وزیر سهیل اپریدي غوښتي، چې د حنیف پښتین او نورالله ترین د اوسېدو ځای په اړه معلومات سملاسي د دوی له کورنیو سره شریک کړي او دوی دې سملاسي خوشې کړي.

ډېر لیدل شوي

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه
۱

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه

۲

افغانه خبریاله:د طالبانو بیا واکمنۍ د افغان ښځو غږ کمزوری او لاسته راوړنې یې له منځه یووړې

۳
ځانګړی راپور

په ۲۰۰۱ کال کې له ماتې وروسته؛ پاکستان څنګه د طالبانو د بیا راټولېدو مرکز وګرځېد؟

۴

اوفا: د پخوانیو امنیتي ځواکونو ستونزمن وضعیت هغوی د وسله‌والو ډلو د جذب له ګواښ سره مخ کړي

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د پاکستان او طالبانو ستراتیژیکه ملګرتیا او پوځي تقابل