• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د فوټبال په ډګر کې نوې هیلې؛ د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبغاړې نړۍوالو سیالیو ته ستنېږي

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۵۲ GMT+۱

د فوټبال نړۍوال فدراسیون (فیفا) له‌خوا ​نړۍوالو سیالیو ته د افغان ښځینه‌و فوټبال لوبډلې د بېرته ستنېدو وروستۍ پرېکړې سره هم‌مهاله، ورزشي شخصیتونو او په دې برخه کې ګڼو فعالینو دغه اقدام د مقاومت او په نړۍواله کچه د افغان مېرمنو د غږونو منعکس کولو لپاره یو مهم ګام بللی دی.

د افغانستان د ښځینه‌و فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ لوبډلمشره او بنسټ اېښودونکې خالده پوپل ویلي، چې دغه لوبډله کولای شي په نړۍوال سټېج کې د هغو ښځو لپاره چې په کور دننه له پراخو محدودیتونو سره مخ دي؛ د «مبارزې او مقاومت» سمبول شي.
د افغانستان د ښځینه‌و فوټبال ملي لوبډلې په ۲۰۲۱کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې کومه رسمي نړۍواله لوبه نه‌ده کړې. د زده‌کړو، کار او ورزش په برخو کې پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه د دې لامل شوي، چې ګڼ شمېر ښځینه ورزشکاران یا جلاوطنه شي او یا خپل سپورتي فعالیتونه ودروي.
د اغلې پوپل په وینا؛ په ۲۰۲۱کال کې تر سیاسي بدلونونو وړاندې شاوخوا ۲۵ ښځینه لوبغاړو په رسمي ډول د افغانستان له ملي لوبډلې سره قراردادونه درلودل، چې ډېری یې اوس د اسټرالیا په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې ژوند کوي.
هغې ټینګار کړی: «زموږ لوبډله تل د ښځو د حقونو د فعالې او مدافع په توګه پېژندل شوې ده. اوس د فیفا له ملاتړ سره دغه فرصت برابر شوی، چې په بهر کې ځوان استعدادونه وده وکړي او په افغانستان کې ښځو ته د هیلو ډک پیغام ورسوي».
دغه لوبډله چې د «متحده افغان مېرمنو» په نوم فعالیت کوي، اوس‌مهال د لوبغاړو پر غوراوي بوخته ده او په دې برخه کې فیفا په انګلستان او اسټرالیا کې سیمه‌ییز انتخابي کمپونه ترسره کړي دي.
ټاکل شوې، چې یاده لوبډله به د جون په میاشت کې بېرته لوبو ته ستنه شي؛ خو د لوبې، سیالانو او ځای په اړه یې جزییات لا نه‌دي اعلان شوي. له دغه پرمختګ سره د افغانستان د ښځینه‌و فوټبال لوبډله به د برازیل په ۲۰۲۷کال کې د ښځو د نړۍوال جام په کوالیفای سیالیو کې ګډون ونه کړي؛ خو د ۲۰۲۸کال د لاس انجلس اولمپیک لوبو لپاره د کوالیفای سیالیو کې د ګډون چانس لري.
ورته مهال د سپورت او حقونو ټلوالې اجرایوي مشرې اندریا فلورنس د فیفا پرېکړه د سپورت څخه هاخوا وبلله او ویې ویل، چې دغه اقدام د بشري حقونو او جنسیتي برابریو په اړه یو مهم پیغام ورساوه. هغې ټینګار وکړ: «هیڅ حکومت باید دا واک ونه‌لري، چې ښځې له عامه ژوند څخه حذف کړي».

100%

ترویج لرونکی

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي
۱

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۲
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۳
روغتیا او ژوند

یونیسف: په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ ۸۷ سلنې ته رسېدلی

۴

ملګري متلونه: تر ۲۰۶۰کال پورې به د افغانستان نیمايي وګړي په ښارونو کې ژوند کوي

۵
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د روسیې د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې رد کړې

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۴۹ GMT+۱
طالبانو د روسیې د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې رد کړې
100%

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د روسیې د دفاع وزیر هغه څرګندونې چې ګواکې افغانستان لا هم د ترهګرۍ سرچینه ده، رد کړې او په دې تړاو یې اندېښنې «‌بې‌ځایه» وبللې. هغه یو ځل بیا ډاډ څرګند کړ، چې افغانستان د هېڅ بل هېواد لپاره ګواښ نه‌دی.

د روسیې دفاع وزیر اندري بلوسوف د تېرې سې‌شنبې په ورځ (د غويي ۷مه) د قرغېزستان په بشکېک کې د شانګهای د همکاریو سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې وضعيت لا هم بې‌ثباته دی او دا هېواد د ترهګريزو ګواښونو له مهمو «سرچينو» څخه پاتې دی.

بلوسوف ټينګار وکړ: «د افغانستان بې‌ثباته وضعيت لا هم د پولو پورې تړلو جرمونو او ترهګريزو ګواښونو اساسي سرچينه ده».

د روسيې دفاع وزير: افغانستان لا هم د ترهګرۍ سرچينه ده | افغانستان انټرنشنل پښتو

د نوموړي له دغو څرګندونو وروسته د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد غبرګون وښود او یادې څرګندونې یې رد کړې او په دې تړاو یې اندېښنې «بې‌ځایه» وبللې.

مجاهد د چهارشنبې په ورځ «د غويي ۹مه» د دغې ډلې تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون ته وویل: «تشویشونه بې‌ځایه دي. موږ په وار ډاډ ورکړی، چې افغان خاوره د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه‌دی او هېچا ته اجازه نه‌ورکول کېږي، چې افغان خاوره استفاده کړي».

ذبیح‌الله مجاهد همداراز څرګنده کړې، چې په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله نه‌شته او زیاته کړې یې ده: «خپل‌سرې او بهرنۍ ډلې په افغانستان کې نه‌شته. د افغانستان امنیتي ځواکونه پر ټول هېواد واکمن دي او هېڅ بهرنی ځواک نه‌شي کولی دلته فعالیت وکړي او یا فعال شي».

د شنونکو په باور، په نړۍ کې روسیه یوازنی هېواد دی، چې طالبان یې په رسمیت پېژندلي او د چارواکو دغه ډول څرګندونې یې کولی شي د رسمیت پېژندنې په تړاو د مسکو پرېکړه تر پوښتنې لاندې راولي.

د یادونې وړ ده، چې مسکو د داعش خراسان ډلې او د منځنۍ اسيا لکه د ازبکستان اسلامي غورځنګ، د تاجکستان انصارالله او نورو اسلامپالو ډلو د موجودیت او فعالیتونو په تړاو اندېښنه لري.

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د کتابونو دوه ورځنی نندارتون پرانېستل شو

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۱۵ GMT+۱
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د کتابونو دوه ورځنی نندارتون پرانېستل شو
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د هلمند د مرکز لښکرګاه اړوند فرهنګي پارک کې د کتابونو دوه ورځنی نندارتون پرانېستل شو. دغه نندارتون په داسې حال کې جوړ شوی، چې په دې ورستیو کلونو کې په هېواد کې د مطالعې کلتور پیکه شوی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د چهارشنبې په ورځ د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره وايي، دغه نندارتون د مطالعې فرهنګ ودې په موخه جوړ شوی، چې په‌کې د دیني او عصري علومو سلګونه بېلابېل کتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي.

د دغه نندارتونو د پرانېستې په مراسمو کې د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو مسوولینو د مطالعې د ارزښت په اړه خبرې کړي او زیاته کړې یې ده، چې مطالعه د پرمختللو ټولنو د پرمختګ یو له اساسي لاملونو څخه ده او د انسان د ذهني پیاوړتیا او علمي ظرفیت لوړولو په برخه کې مهم رول لري.

دوی همداراز له ځوانانو وغوښتل چې د ورځنیو چارو په لړ کې مطالعې ته ځانګړی وخت ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کلونو کې په هېواد کې د کتاب لوستنې کلتور پیکه شوی او ډېری فرهنګپال یې لامل د سواد کمښت، اقتصادي ستونزې او په ځانګړې توګه په ټولنیزو شبکو کې د ډېرو ځوانانو بوختیا په ګوته کوي.

په بادغیس د اسلامي دورې ۸ تاریخي اثار د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته وسپارل شول

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۳۸ GMT+۱
په بادغیس د اسلامي دورې ۸ تاریخي اثار د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته وسپارل شول
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په بادغیس کې د دغې ډلې د ولایت مقام د اسلامي دورې اړوند ۸ تاریخي اثار د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته وسپارل. دغه وزارت د یادو تاریخي اثارو د ترلاسه کېدو د څرنګوالي په تړاو څه نه‌دي ویلي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۹مه) په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې د تاریخي اثارو د ترلاسه کولو د څرنګوالي په تړاو له معلوماتو ورکړې پرته ویلي، په بادغیس کې د دغې ډلې د ولایت مقام د اسلامي دورې اړوند ۸ تاریخي اثار د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته د خوندي ساتلو په موخه سپارلي دي.

د بادغیس ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رييس د یادو اثارو د ترلاسه کولو پر مهال د فرهنګي میراثونو د ساتنې پر اهمیت له ټینګار سربېره زیاته کړه، چې تاریخي اثار د هېواد د کلتوري هویت څرګندونه کوي او د تاریخي آثارو ساتنه د ټولو ګډ مسوولیت دی.

نوموړي له ولسونو وغوښتل: «که تاریخي اثار ترلاسه کوئ، نو داطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته يې وسپارئ او د دغو ارزښتناکو میراثونو له قاچاق او له منځه وړلو څخه دې مخنیوی وکړئ».

هغه همداراز ټینګار کړی، چې په بادغیس کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د تاریخي اثارو د خوندي ساتنې لپاره چمتو دی.

د داعش ډلې افغان غړی شریف الله د کابل پر هوایي ډګر د برید قضیه کې مجرم وپېژندل شو

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۲۶ GMT+۱
د داعش ډلې افغان غړی شریف الله د کابل پر هوایي ډګر د برید قضیه کې مجرم وپېژندل شو
100%

د امريکا د ويرجينيا ايالت په يوې فدرالي محکمه کې منصفه پلاوي شريف‌الله چې د داعش ډلې غړی بلل کېږي، د کابل د هوايي ډګر د خونړي بريد په قضيه کې مجرم وپېژانده. هغه د شلو کلونو اعظمي بند له سزا سره مخ دی او تور پرې لګېدلی و چې په دغه بريد کې يې «لوژېستيکي مرسته» کړې ده.

د راپورونو له مخې، نوموړي د خپلې يوې اوونۍ محاکمې پر مهال پر ځان لګېدلي تورونه نه دي منلي.

دغه ځانمرګی بريد د ۱۴۰۰ کال د وږي په څلورمه، هغه مهال چې طالبان بيا پر کابل واکمن شول او امريکايي ځواکونه له افغانستانه وتل، د کابل هوايي ډګر د «ابي‌ګېټ» دروازې ته څېرمه ترسره شو.

په هغه وخت کې امريکايي ځواکونه د افغانستان څخه د خلکو د ايستلو په عملياتو بوخت وو. په دې بريد کې شاوخوا ۱۶۰ افغانان او ۱۳ امريکايي سرتېري ووژل شول.

د منصفه پلاوي غړو ونه شو کولای پرېکړه وکړي چې ايا د دغو کسانو وژل کېدل د شريف‌الله د مستقيمې دسيسې او همکارۍ پايله وه که نه. که دوی دې پايلې ته رسېدلي وای، کېدای شوای هغه د عمري بند له سزا سره مخ شوی وای.

تمه ده چې د هغه وروستۍ سزا به په راتلونکو اوونيو کې اعلان شي.

د شريف‌الله مدافع وکيلې لارن روزن په محکمه کې وويل چې څارنوالانو د هغه پر ضد د باور وړ کومه ثابته ثبوت نه دی وړاندې کړی، پرته له هغو خبرو چې خپله شريف‌الله د اف‌بي‌آي د څو ساعته پلټنو پر مهال کړې دي.

هغې زياته کړه چې ښايي شريف‌الله داسې خبرې کړې وي چې فکر يې کاوه پلټونکي يې اورېدل غواړي، ځکه هغه وېره درلوده چې مخکې له دې چې امريکا ته ولېږدول شي، په پاکستان کې د پلټنو پر مهال له شکنجې سره مخ شي.

شريف‌الله د پاکستان د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوی و، او دا کار د پاکستان د پوځ د قومندان او لومړي وزير له ټرمپ سره د اړيکو د تودېدو پيل وګرځېد.

د امريکا د عدليې وزارت څارنوالانو ويلي چې شريف‌الله د ابي‌ګېټ بريد په پلان جوړونه کې مهم رول درلود او د داعش خراسان په څو نورو بريدونو کې هم ښکېل و. هغوی په ځانګړي ډول د ۱۴۰۳ کال هغه بريد ته اشاره وکړه چې په مسکو کې په يوه کنسرت تالار کې شوی و او شاوخوا ۱۴۰ کسان پکې وژل شوي وو.

د امريکا د مرکزي قومندانۍ (سنټکام) څېړنو ښودلې وه چې د ابي‌ګېټ بريد ترسره کوونکی عبدالرحمان لوګری و، چې د داعش غړی و او طالبان يې له يوه زندان څخه خوشې کړی و. د اېف‌بي‌ای د معلوماتو له مخې، شريف‌الله له دغه بريدګر سره په زندان کې پېژندګلوي کړې وه.

د قضیې څارنوال دا هم وويل چې شريف‌الله يوه خبريال ته ويلي و چې غوښتل يې «صليبي» امريکايان د خپل هېواد پر ضد د يرغل له امله ووژني.

اتریش د افغان کډوالو د ایستلو لپاره له ازبکستان سره نوې هوکړه کوي

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۲۳ GMT+۱
اتریش د افغان کډوالو د ایستلو لپاره له ازبکستان سره نوې هوکړه کوي
100%

د اتریش حکومت هڅه کوي، چې د افغان پناه‌غوښتونکو د ایستلو لپاره له ازبکستان سره د نوې هوکړې له لارې یو نوی لېږدیز میکانیزم جوړ کړي.

د اتریشي رسنیو په وینا، پلان شوې چې دا هوکړه د غویي په ۱۷مه د اتریش د کورنیو او بهرنیو چارو وزیرانو د ازبکستان د سفر پر مهال لاسلیک شي. د دې تګلارې له مخې به افغان پناه‌غوښتونکي لومړی ازبکستان ته انتقالېږي او وروسته به له هغه ځایه افغانستان ته استول کېږي.

اتریشي ورځپاڼې «دی پرس» لیکلي، چې دا طرحه د کډوالو د ایستلو لپاره د «منځګړي هېواد» د کارولو یوه نوې بڼه ګڼل کېږي، څو د مستقیمو ستنولو حقوقي او سیاسي محدودیتونه کم کړي.

د اتریش حکومت د دې طرحې ملاتړ د خپلو سختو کډوالۍ پالیسیو یوه برخه بولي، چې له مخې یې غواړي د پناه‌غوښتونکو د شمېر کمولو لپاره لا اغېزمن اقدامات وکړي.

د اتریش د کورنیو چارو وزیر، ګرهاډ کارنر ویلي،چې دا ګام به د اخراج پروسه لا منظمه او پراخه کړي، او د هغه په وینا هېواد یې غواړي د پناه‌غوښتنې په برخه کې سخت دریځ وساتي.

خو د بشري حقونو د بنسټونو له نظره، دا ډول تګلارې د کډوالو د خوندیتوب په اړه نوي خطرونه رامنځته کولی شي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې افغانستان ته د ستنېدو له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

اتریش له تېر کال راهیسې د یو شمېر افغان وګړو د ایستلو لړۍ پیل کړې، چې دا بهیر په اروپا کې د کډوالۍ د سیاستونو د سختېدو یوه برخه بلل کېږي.