سهیل اپریدی: د افغانستان اوږدې جګړې د خیبرپښتونخوا یو نسل له زدهکړو بېبرخې کړی

د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي په پېښور کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې د افغانستان اوږدې جګړې له زدهکړو د یوه نسل بېبرخې کېدو په ګډون پښتونخوا ته درانه هر اړخیز زیانونه اړولي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې له ډیورنډ کرښې سره د پښتونخوا د نږدې والي او ژورو اقتصادي او ټولنیزو اړیکو له امله د افغانستان بېثباتي پر خیبر پښتونخوا نېغ په نېغه اغېز کوي. د سهیل اپریدی په وینا؛ له افغانستان سره د خیبر پښتونخوا ایالت کلنی سوداګریز حجم چې تر ۱۰ مېلیارده پاکستاني کلدارو اوښتی و، په دې ورورستو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترينګلتيا له امله صفر ته راټیټ شوی دی.
سهیل اپریدي زیاته کړې ده، چې د ترهګرۍ ضد جګړې نه یوازې د دغه ایالت اقتصاد زیانمن کړی؛ بلکې پوره یو ځوان نسل یې له زدهکړو بېبرخې کړی او له دې امله د خيبر پښتونخوا ایالت د پاکستان د نورو ایالتونو پرتله شاته پاتې شوی.
د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهېل اپریدي تېره ورځ هم ویلي و، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ شخړو سوداګري سخته اغېزمنه کړې ده. نوموړي د اروپايي ټولنې له استازي سره په خبرو کې ویلي و، چې له افغانستان سره د روانو ستونزو د حل یوازینۍ اغېزناکه لار خبرې اترې دي او پوځي لارې ستونزې نهشي حل کولی.
