جین له امریکا سره په اړیکو کې تر ټولو ستر ګواښ د تایوان مساله وبلله

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وایي، د تایوان مساله د چین او امریکا ترمنځ په اړیکو کې «تر ټولو لوی ګواښ» ګڼل کېږي او واشنګټن باید په دې اړه خپلې ژمنې عملي کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وایي، د تایوان مساله د چین او امریکا ترمنځ په اړیکو کې «تر ټولو لوی ګواښ» ګڼل کېږي او واشنګټن باید په دې اړه خپلې ژمنې عملي کړي.
نوموړي دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره په ټیلیفوني خبرو کې وکړې او ټینګار یې وکړ چې دواړه هېوادونه باید د لوړې کچې مهمو اړیکو او لیدنو لپاره چمتووالی ونیسي.
وانګ يي ویلي، د تایوان موضوع د چین له اساسي ملي ګټو سره تړاو لري او امریکا باید داسې پرېکړې وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو لپاره نوې فضا رامنځته شي او د نړیوالې سولې د ټینګښت سبب وګرځي.
دا خبرې داسې مهال کېږي چې تمه ده د مې میاشتې په نیمایي کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین د ولسمشر شي جين پینګ ترمنځ په بیجینګ کې سرمشریزه غونډه وشي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو اړیکې د دواړو مشرانو تر ستراتیژیکې مشرۍ لاندې په عمومي ډول باثباته پاتې شوې دي، خو ټینګار یې کړی چې دا ثبات باید وساتل شي، همکاري پراخه شي او اختلافات په سمه توګه مدیریت شي.
د یادو ټیلیفوني خبرو پر مهال دواړو لوریو د منځني ختیځ پر وضعیت هم خبرې کړې دي، خو نور جزییات نه دي ورکړل شوي.