امریکا د هرمز تنګي لپاره د نوې سمندري ټلوالې جوړولو هڅه کوي

د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې؛ امریکا هڅه کوي چې د سمندري تګراتګ له خنډونو وروسته د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د تېرېدو ډاډ ترلاسه کولو لپاره یوه نوې نړۍواله ټلواله جوړه کړي. دغه نوښت په سیمه کې د زیاتېدونکي تاوتریخوالي او د نړۍوالې انرژۍ امنیت په اړه د اندېښنو په لړ کې راځي.
د راپور له مخې؛ وړاندیز شوی پلان چې «د سمندري تګراتګ د ازادۍ جوړښت» نومېږي، د معلوماتو شریکولو، ډیپلوماټیکې همغږۍ او د بندیزونو په پلي کولو کې به پر مرستو تمرکز وکړي. دغه نوښت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د داخلي پیغام له لارې په ټوله نړۍ کې د امریکا سفارتونو ته استول شوی.
په پیغام کې ټینګار شوی، چې د هېوادونو ګډون به «د سمندري تګراتګ د ازادۍ بېرته راګرځولو او د نړۍوال اقتصاد د ساتنې لپاره ګډه وړتیا پیاوړې کړي او همغږی شوی نړۍوال اقدام د هرمز تنګي له لارې د سمندري تګراتګ د خنډونو پر وړاندې د ایران د پام وړ لګښتونو لپاره اړین دی.
د وال سټریټ ژورنال د لیکنې له مخې؛ له امریکایي ډیپلوماتانو غوښتل شوي، چې له خپلو بهرنیو سیالانو سره د دغه پلان سره د یوځای کېدو په اړه خبرې وکړي او دا روښانه کړي چې ایا هېوادونه لېواله دي چې په ټلواله کې د «ډیپلوماتیک او یا پوځي شریکانو» په توګه حضور ولري.
دغه ماموریت به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او سېنټکام لهخوا په ګډه اداره شي. راپور زیاتوي، چې دغه نوې ټلواله د شته جوړښتونو د ځای پرځای کولو لپاره نهده.
د وال سټریټ ژورنال په وینا؛ دغه نوښت د هرمز تنګي ناورین ته د څو اړخیز غبرګون رامنځته کولو او د نړۍوالې سوداګرۍ ازاد بهیر ډاډمنولو لپاره د واشنګټن هڅې منعکس کوي؛ هغه لاره چې کولای شي د کړکېچونو کمولو یا برعکس، په سیمه کې د جیوپولیتیک سیالۍ په شدت کې مهم رول ولوبوي.
