د لنډي کوتل مرستیال کمېشنر انعام وزیر ویلي، چې د ثبت بهیر چټک شوی او د نادرا مرکزونه له ۶څخه ۲۲ ته لوړ شوي دي. هغه وویل: «اوس هره ورځ له ۴ زرو څخه زیات افغان کډوال ثبت او د تورخم له لارې افغانستان ته لېږل کېږي.»
خو نوموړي دا هم ومنله چې د ستنېدنې بهیر په بشپړ ډول د طالبانو د حکومت پر تګلارې پورې تړلی دی. د هغه په وینا: «موږ کولای شو تر دې هم ډېر کډوال واستوو، خو افغان لوری وایي چې د زیات شمېر کډوالو منل ورته ستونزمن دي.»
هڅه مو وکړه چې په تورخم کې د کډوالو د ستونزو او د پاکستاني لوري د اعاوو په تړاو طالب استازو سره هم خبرې وکړو، خو د څو ځله هڅو وروسته هم بریالي نه شو چې د افغان کډوالو په تړاو د طالبانو نظر واخلو.
د پاکستان له خاورې د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر، چې په وروستیو کلونو کې یې چټکتیا موندلې، د سیمې له مهمو بشري او سیاسي موضوعاتو څخه ګڼل کېږي. دا بهیر په ځانګړي ډول د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې هغه مهال جدي شو، کله چې د پاکستان حکومت د «بې اسناده بهرنیانو» پر وړاندې د اقداماتو لړۍ پیل کړه او زرګونه افغان کډوال یې یا په خپله خوښه ستنېدو ته اړ کړل او یا یې د جبري ایستنې له خطر سره مخ کړل.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري او د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له پاکستانه د بېرته ستنو شویو افغانانو شمېر تر یو میلیون اوړي. دا لړۍ د ۲۰۲۶ په لومړیو میاشتو کې هم روانه ده، چې په اوونیز ډول زرګونه کسان افغانستان ته اوړي، په دې کې یوه د پام وړ برخه هغه کسان دي چې په جبري ډول ایستل شوي دي.
پاکستاني چارواکي دا اقدامات د امنیتي، اقتصادي او اداري دلایلو له مخې توجیه کوي او وایي چې بې اسناده بهرنیان باید خپل هېوادونو ته ستانه شي. خو په مقابل کې، د طالبانو حکومت دا بهیر «جبري ستنول» بولي او ټینګار کوي چې د کډوالو ستنېدنه باید داوطلبانه، خوندي او باعزته وي.
بل پلو، د بشري حقونو ادارې او نړیوال بنسټونه خبرداری ورکوي چې د دومره لوی شمېر کډوالو ناڅاپي ستنېدنه، په داسې حال کې چې افغانستان له اقتصادي ستونزو، بېکارۍ او محدودو اسانتیاوو سره مخ دی، کولی شي بشري وضعیت نور هم پېچلی کړي. د دغو اندېښنو تر څنګ، راپورونه ښيي چې ډېری ستانه شوي کسان د سرپناه، کار او لومړنیو خدماتو له جدي ننګونو سره مخ دي.
په ټوله کې، له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو روان بهیر نه یوازې یوه بشري موضوع ده، بلکې د سیمې پر سیاسي اړیکو، اقتصادي وضعیت او د افغانستان پر داخلي ثبات هم ژور اغېز لرلی شي.