د خیبر پښتونخوا په نوشهره کې د افغان کډوالو درې پنډغالي په بشپړ ډول تړل شوي

د خیبر پښتونخوا ایالت د نوشهره ولسوالۍ ځايي چارواکو لهخوا د افغان کډوالو درې پنډغالي په بشپړ ډول تړل شوي دي. د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې؛ په دغه پنډغالو کې ۴۲زره افغان کډوال مېشت وو، چې له دې ډلې ۴۰زره یې افغانستان ته ستانه شوي او پاتې ۲زره کډوال د ستنېدو په حال کې دي.
