• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شاپور حسین‌زوی: په کابل کې زما لورګانې تښتول شوي او طالبان یې د موندلو لپاره اقدام نه کوي

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۱۲ GMT+۱

د جمهوري نظام پر مهال د ولسي جرګې پخوانی غړی شاپور حسین‌زوی په یوه ویډیوي پېغام کې ویلي، چې کابل کې یې لورګانې تښتول شوي او طالبان یې په موندلو کې پاتې راغلي‌ دي. هغه زیاته کړې: «د خلکو عزت باندې تاسې لوبې کوئ، دا نظام داسې دی چې د عزت خلک بې عزته کړي».

د نوموړي په وینا، اولادونه یې د کابل پنځمې حوزې اړوند سیمې څخه تښتول شوي دي او طالبانو تر اوسه پورې د موندلو لپاره یې اقدام نه دی کړی. هغه په کابل کې د طالبانو له قوماندانۍ څخه غوښتنه کړې چې په دغه قضیه کې جدي اقدامات وکړي.

تر دې وړاندې په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي وو، چې د ولسي جرګې پر دې غړي خپلې مېرمنې عریضه کړې او له همدې امله زنداني شوی هم دی. تېره اونۍ بیا شاپور حسین‌زوی پر خپله فېسبوک پاڼه ویډیو خپره کړه او دا یې تایید کړه چې زنداني شوی و، خو ادعا یې وکړه چې د هغه د بندي کېدو په تړاو دروغ ویل شوي.

د حسین‌زوی په وینا، د طالبانو له لوري یې زنداني کېدل یوه دسیسه وه، خو دا یې نه وه روښانه کړې چې کوم ډول دسیسه او په دې تړاو یې نور جزییات هم نه وو ورکړي.

شاپور حسین‌زوی په بیا بیا ځل نیوکه کړې، طالبانو ته ښه مالومه ده چې لوڼې یې تښتول شوي، خو بیا هم لازم اقدام نه کوي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په خوست کې د ۷۰ تولیدي فابریکو ودانیزې جارې چټکې شوې دي

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۲ GMT+۱
طالبان: په خوست کې د ۷۰ تولیدي فابریکو ودانیزې جارې چټکې شوې دي
100%

خوست کې د طالبانو ولایتي رسنیز دفتر ویلي، د باغ سموات صنعتي پارک کې د صنعتي ودې او پراختیا په موخه د شاوخوا ۷۰ فابریکو د جوړېدو چارې په چټکۍ روانې دي. د معلوماتو له مخې، دغه پارک چې پر شاوخوا ۴۰۰جریبه ځمکه جوړېږي، په کې به نږدې ۲۰۰ لویې او وړې تولیدي فابریکې فعالیتونه ترسره کړي.

د یاد دفتر په وینا، دا مهال د شاوخوا اویا بېلابېلو تولیدي فابریکو ساختماني کارونه روان دي او ټاکل شوې، چې د پاتې نورو فابریکو د جوړولو چارې هم په نږدې راتلونکي کې پیل شي. د طالبانو خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی د سوداګرو او صنعتکارانو د ملاتړ په برخه کې خپلې ژمنې تکراروي او د اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکوي.

د طالب چارواکو په خبره، د صنعتي پارک د چارو د لا چټکتیا، شفافیت او معیاري تطبیق لپاره به اړینې اسانتیاوې برابرې شي. همدارنګه ټینګار شوی چې له صنعتکارانو سره هر اړخیزه همکاري به دوام ومومي، څو پروژه په ټاکلي وخت او لوړ کیفیت سره بشپړه شي.

خوست کې د‌ طالبانو ولایتي رسنیز دفتر په بیان کې راغلي، چې یاده پروژه به د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د کورنیو تولیداتو په زیاتوالي او د سیمه‌ییز اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي. د یاد پارک له فعالېدو سره د خوست په کچه د تولید کچه لوړېدونکې بلل شوې او د صنایعو د بنسټیز بدلون لپاره پرې حساب شوی دی.

په بدخشان کې په دوو ټرافیکي پېښو کې ۶ کسان مړه او ۲۵ نور ټپيان شوي دي

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۳۳ GMT+۱
په بدخشان کې په دوو ټرافیکي پېښو کې ۶ کسان مړه او ۲۵ نور ټپيان شوي دي
100%

د بدخشان په مرکز او د کشم- فیض‌اباد د لویې لارې په اوږدو کې د دوو ټرافیکي پېښو له امله ۶ کسان مړه او ۲۵ نور ټپیان شوي دي. د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، دغه پېښې نن مازدیګر (پنجشنبه د غويي ۱۰مه) رامنځته شوي او په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د امینه قومندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار وايي، لومړۍ پېښه نن مازدیګر د کشم- فیض‌اباد تر منځ د لویې لارې اړوند په زمان‌اباد اتن جلو سیمه کې د یوه لنډکروزر او یوه باروړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې د دوو ښځو او یوه ماشوم په ګډون ۵ کسان مړه او د یوې ښځې او ۴ ماشومانو په ګډون ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین بیا وايي، تر دغې پېښې مخکې د دغه ولایت په مرکز کې د یوې بلې ټرافیکي پېښې له امله ۱ کس مړ او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

ویل کېږي د پېښې ټپیان د درملنې په موخه روغتونونو ته لېږدول شوي، خو د پېښې رامنځته کېدو د څرنګوالي په تړاو لا تراوسه څه نه‌دي ویل شوي، مګر د دغه ډول پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل کېږي.

طالبان: د هېواد په څو ولایتونو کې مو د غلاوو او وسلو د لېږد په تور ۱۷ کسان نیولي

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۳۲ GMT+۱
طالبان: د هېواد په څو ولایتونو کې مو د غلاوو او وسلو د لېږد په تور ۱۷ کسان نیولي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې پولیسو یې څلورو ولایتونو کې د جلا عملیاتو په لړ کې ۱۷ کسان نیولي دي. دغه وزارت ویلي، نیول شوي کسان د غلا، د وسلو ناقانونه لېږد او د عامه نظم د ګډوډولو په تور نیول شوي.

د خبرپاڼې له مخې، په جوزجان کې درې تنه د غلا او څلور تنه د عامه نظم د ګډوډولو په تړاو نیول شوي دي. همدارنګه، په ننګرهار کې څلور تنه د غلا په تور، په سرپل ولایت کې په سانچارک ولسوالۍ کې څلور تنه د غلا په تړاو، او په فاریاب کې دوه تنه د وسلو د ناقانونه لېږد په تور نیول شوي دي.

یاد وزارت ویلي، چې یاد کسان د «د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو» لخوا د بېلابېلو جلا عملیاتو په ترڅ کې ونیول شول. سرچینې د نیولو د دقیقو سیمو، د عملیاتو د نېټې او د ضبط شوو توکو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د دغو قضیو اسناد عدلي او قضايي ارګانونو ته د تعقیب قانوني کړنلارو لپاره لېږدول شوي دي. دې وزارت د ورته عملیاتو د دوام خبره کړې، خو د قضیو د احتمالي محکمې پایلو په اړه یې څه نه دي ویلي.

د اسلامي هېوادونو د کنفرانس استازي د افغانستان پر بانکونو د بندیزونو کمولو غوښتنه کړې

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۴۶ GMT+۱
د اسلامي هېوادونو د کنفرانس استازي د افغانستان پر بانکونو د بندیزونو کمولو غوښتنه کړې
100%

د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي په استانبول کې د افغانستان د همغږۍ ډلې په دوه ورځنۍ ناسته کې پر نړیواله ټولنه غږ کړی، چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ثبات لپاره بیړني او عملي ګامونه پورته کړي.

طارق علي بخیت د افغانستان د همغږۍ ډلې په غونډه کې د خوراکي خوندیتوب او روغتیا په برخو کې د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې، چې پر بانکونو لګول شوي محدودیتونه دې په همغږې توګه کم شي.

همدارنګه نوموړي د کورنیو د ملاتړ او د اقتصادي ځوړتیا د مخنیوي لپاره د بدیلو معیشتونو لپاره د زمینې پر برابرولو هم ټینګار کړی دی.

د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي د یاد سازمان پر ژمنتیا ټینګار کړی او وايي، چې د افغانستان د ثبات او رغونې او د بنسټونو پیاوړتیا لپاره به له ټولو لوریو سره رغنده خبرو او نږدې همکارۍ ته دوام ورکړي.

د افغانستان د همغږۍ ډلې ناسته د ترکیې په استانبول کې پیل شوې وه او نن پای ته ورسېده.

ایران له افغانستان سره په دریو سرحدي سیمو کې د بازارونو فعالولو ته چمتووالی ښودلی

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۳۹ GMT+۱
ایران له افغانستان سره په دریو سرحدي سیمو کې د بازارونو فعالولو ته چمتووالی ښودلی
100%

د ایران د سیستان او بلوچستان چارواکي وايي، چې په نیمروز کې یې د طالبانو له مسوولانو سره یو ۲۳ ټکی هوکړه لیک لاسلیک کړی، چې د دریو سیمه ییزو بازارونو فعالولو او د وړې سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره د عملي هوکړو پرمخ وړل پکې شامل دي.

مجیب حسني د پنجشنبې په ورځ د ایران دولتي اژانس ته وویل، چې ایران د شاه ګل، میلک او ګمشاد په سیمو کې د محلي بازارونو د جوړولو لپاره بشپړ چمتووالی لري، خو طالبانو لا تر اوسه د عملي کار د پیل لپاره چمتووالی نه دی اعلان کړی.

د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د اقتصادي چارو مرستیال ټینګار وکړ چې د ایران له اړخه اړینې زیربناوې برابرې دي او د دې سیمه ییزو بازارونو عملي کېدل د مقابل لوري په پرېکړې پورې تړلي دي.

د نوموړي په وینا، اوس مهال د سوداګرۍ یوه برخه د رسمي لارو له لارې روانه ده او د څارویو واردات د تبادلې له مهمو توکو څخه دي، په ځانګړي ډول د لوی اختر په رانږدې کېدو سره د څارویو د وارداتو ظرفیت زیات شوی دی.

حسني څرګنده کړه چې د دې هوکړې له پایلو څخه یوه داده، چې د دوو سرحدي بازارونو د نښلولو لپاره یوه موقتي خاورینه لاره جوړه شوه، چې په لنډ وخت کې عملي شوه.

د هغه په وینا، ایران د دویم سرحدي پُل د جوړولو لپاره بشپړ چمتووالی لري او د اړتیا وړ وسایل هم په سیمه کې ځای پر ځای شوي دي، خو د پروژې دوام له طالبانو سره همغږۍ ته اړتیا لري.

هغه همدارنګه د زیربنایي پروژو یادونه وکړه او ویې ویل چې د لویې لارې د دوهم لین بشپړول او د رېل پټلۍ پراختیا هم په پلان کې دي، خو دا پروژې وخت ته اړتیا لري.

حسني زیاته کړه چې د چابهار په ازاد زون کې د افغان سوداګرو د حضور او د سوداګریزو ګودامونو د جوړولو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرېږي او د ځمکو د وېش بهیر هم پیل شوی دی.