روسیې په مالي کې د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو پریکړه کړې

کرملین ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د وسلهوالو پرضد جګړه کې د مرستې لپاره یې په مالي کې د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو پریکړه کړې ده.

کرملین ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د وسلهوالو پرضد جګړه کې د مرستې لپاره یې په مالي کې د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو پریکړه کړې ده.
د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، چې په مالي کې د روسیې حضور د دغه هېواد د اوسني حکومت په غوښتنه دی او مسکو د ترهګرۍ او افراطیت پر وړاندې مبارزه کې د مالي له نظامي حکومت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
نوموړي دا څرګندونې د وسلهوالو د هغې غوښتنې په ځواب کې کړې، چې مسکو دې له مالي څخه خپل ځواکونه وباسي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په القاعده پورې تړلې ډلې د مالي په مرکز کې د یوې لويي نظامي اډې او ځینو سیمو د نیولو ادعا وکړه او همدارنګه د یادو وسلهوالو په بریدونو کې د مالي دفاع وزیر سادیو کامارا هم ووژل شو.

په داسې حال کې، چې امریکايي پوځي چارواکي ټرمپ ته پر ایران د احتمالي برید په اړه نن معلومات ور کوي، تهران خبرداری ورکړی، چې که امریکا بیا پر دوی بریدونه پیل کړي، نو د متحده ایالتونو پر اهدافو به «سخت او دردناک پرله پسې بریدونه» وکړي.
د امریکا د پوځ لوړپوړي مشران او د مرکزي قوماندانۍ مشر به د پنجشنبې په ورځ ټرمپ ته د ایران پر ضد د احتمالي پوځي ګامونو په اړه معلومات ورکړي.
د امریکا د دفاع وزیراو د ګډو ځواکونو د لویو درستیزانو د کمېټې مشر هم په دې غونډه کې ګډون کوي.
دا بریدونه د دې لپاره دي چې ایران خبرو ته مجبور شي.
د ایران د سپاه پاسداران یو لوړ پوړي چارواکي ویلي چې که امریکا برید وکړي، نو ایران به «د امریکا پر پوځي مرکزونو سخت او اوږدمهالي بریدونه» وکړي.
هغه زیاته کړې چې د امریکا نظامي اډې به هم تر هدف لاندې راشي.
د ایران نوي مشر مجتبی خامنهیي ته منسوب پیغام کې ویل شوي، چې د خلیج او د هرمز تنګي لپاره یو نوی پړاو پیل شوی او د دغې حساسې سمندري لارې نوی مدیریت به په سیمه کې ارامي او اقتصادي ګټې راوړي.
نوموړي د پنجشنبې په ورځ په یوه خپاره شوي لیکلي پیغام کې ویلي، چې دا بدلونونه له امریکا او اسراییل سره د ایران له جګړې وروسته راځي.
خامنهيي ټینګار کړی چې تهران به د خلیج سیمه خوندي کړي او هغه څه به پای ته ورسوي چې ده د «اوبو له لارې د دښمن ناوړه ګټه اخیستنه» بللې ده.
هغه زیاته کړې چې د هرمز تنګي د مدیریت نوې تګلاره به نه یوازې ارامي راولي، بلکې د خلیج هېوادونو لپاره به اقتصادي فرصتونه هم ډېر کړي.
نوموړي د ایران د اټومي او توغندیزو پروګرامونو د ساتنې پر دوام ټینګار کړی دی.
په دې پیغام کې ویل شوي چې ۹۰ میلیونه هېوادوال به د ایران ټول ظرفیتونه وساتي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د روسیې د دفاع وزیر هغه څرګندونې چې ګواکې افغانستان لا هم د ترهګرۍ سرچینه ده، رد کړې او په دې تړاو یې اندېښنې «بېځایه» وبللې. هغه یو ځل بیا ډاډ څرګند کړ، چې افغانستان د هېڅ بل هېواد لپاره ګواښ نهدی.
د روسیې دفاع وزیر اندري بلوسوف د تېرې سېشنبې په ورځ (د غويي ۷مه) د قرغېزستان په بشکېک کې د شانګهای د همکاریو سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې وضعيت لا هم بېثباته دی او دا هېواد د ترهګريزو ګواښونو له مهمو «سرچينو» څخه پاتې دی.
بلوسوف ټينګار وکړ: «د افغانستان بېثباته وضعيت لا هم د پولو پورې تړلو جرمونو او ترهګريزو ګواښونو اساسي سرچينه ده».
د روسيې دفاع وزير: افغانستان لا هم د ترهګرۍ سرچينه ده | افغانستان انټرنشنل پښتو
د نوموړي له دغو څرګندونو وروسته د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد غبرګون وښود او یادې څرګندونې یې رد کړې او په دې تړاو یې اندېښنې «بېځایه» وبللې.
مجاهد د چهارشنبې په ورځ «د غويي ۹مه» د دغې ډلې تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون ته وویل: «تشویشونه بېځایه دي. موږ په وار ډاډ ورکړی، چې افغان خاوره د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نهدی او هېچا ته اجازه نهورکول کېږي، چې افغان خاوره استفاده کړي».
ذبیحالله مجاهد همداراز څرګنده کړې، چې په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله نهشته او زیاته کړې یې ده: «خپلسرې او بهرنۍ ډلې په افغانستان کې نهشته. د افغانستان امنیتي ځواکونه پر ټول هېواد واکمن دي او هېڅ بهرنی ځواک نهشي کولی دلته فعالیت وکړي او یا فعال شي».
د شنونکو په باور، په نړۍ کې روسیه یوازنی هېواد دی، چې طالبان یې په رسمیت پېژندلي او د چارواکو دغه ډول څرګندونې یې کولی شي د رسمیت پېژندنې په تړاو د مسکو پرېکړه تر پوښتنې لاندې راولي.
د یادونې وړ ده، چې مسکو د داعش خراسان ډلې او د منځنۍ اسيا لکه د ازبکستان اسلامي غورځنګ، د تاجکستان انصارالله او نورو اسلامپالو ډلو د موجودیت او فعالیتونو په تړاو اندېښنه لري.
د ایران اسلامي شورا مجلس رییس، محمد باقر قالیباف د امریکا پر سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د نفتو د بیو وروستی لوړوالی د «محاصرې نظریې» او ناسمو سپارښتنو پایله ده.
قالیباف پر ایکس خواله رسنۍ کې په خپاره شوي پیغام کې ویلي، چې سره له دې چې څو ورځې تېرې شوې، خو هغه سناریوګانې چې د جدي ګډوډۍ ادعا یې کېده، تر اوسه نه دي عملي شوې.
هغه زیاته کړې: «تر درې ورځو وروسته هم هېڅ د نفتو څاه نه ده چاودېدلې» او دا وضعیت ښايي همداسې دوام ومومي.
د ایران د پارلمان رییس هغه وړاندیزونه چې د فشارونو د زیاتولو لپاره وړاندې شوي، «بېارزښته» بللي او ټینګار یې کړی چې دغه ډول سیاستونه د بازارونو د بېثباتۍ لامل ګرځي.
د هغه په وینا، د امریکا په حکومت کې ځینې کسان د «محاصرې نظریه» خپروي، چې له امله یې د نفتو بیې له ۱۲۰ډالرو پورته شوې او ښايي تر ۱۴۰ډالرو پورې هم لوړې شي.
قالیباف ټینګار کړی، چې اصلي ستونزه یوازې دا نظریه نه ده، بلکې هغه لیدلوری دی چې د دغو سیاستونو تر شا ولاړ دی.
د امريکا د ويرجينيا ايالت په يوې فدرالي محکمه کې منصفه پلاوي شريفالله چې د داعش ډلې غړی بلل کېږي، د کابل د هوايي ډګر د خونړي بريد په قضيه کې مجرم وپېژانده. هغه د شلو کلونو اعظمي بند له سزا سره مخ دی او تور پرې لګېدلی و چې په دغه بريد کې يې «لوژېستيکي مرسته» کړې ده.
د راپورونو له مخې، نوموړي د خپلې يوې اوونۍ محاکمې پر مهال پر ځان لګېدلي تورونه نه دي منلي.
دغه ځانمرګی بريد د ۱۴۰۰ کال د وږي په څلورمه، هغه مهال چې طالبان بيا پر کابل واکمن شول او امريکايي ځواکونه له افغانستانه وتل، د کابل هوايي ډګر د «ابيګېټ» دروازې ته څېرمه ترسره شو.
په هغه وخت کې امريکايي ځواکونه د افغانستان څخه د خلکو د ايستلو په عملياتو بوخت وو. په دې بريد کې شاوخوا ۱۶۰ افغانان او ۱۳ امريکايي سرتېري ووژل شول.
د منصفه پلاوي غړو ونه شو کولای پرېکړه وکړي چې ايا د دغو کسانو وژل کېدل د شريفالله د مستقيمې دسيسې او همکارۍ پايله وه که نه. که دوی دې پايلې ته رسېدلي وای، کېدای شوای هغه د عمري بند له سزا سره مخ شوی وای.
تمه ده چې د هغه وروستۍ سزا به په راتلونکو اوونيو کې اعلان شي.
د شريفالله مدافع وکيلې لارن روزن په محکمه کې وويل چې څارنوالانو د هغه پر ضد د باور وړ کومه ثابته ثبوت نه دی وړاندې کړی، پرته له هغو خبرو چې خپله شريفالله د افبيآي د څو ساعته پلټنو پر مهال کړې دي.
هغې زياته کړه چې ښايي شريفالله داسې خبرې کړې وي چې فکر يې کاوه پلټونکي يې اورېدل غواړي، ځکه هغه وېره درلوده چې مخکې له دې چې امريکا ته ولېږدول شي، په پاکستان کې د پلټنو پر مهال له شکنجې سره مخ شي.
شريفالله د پاکستان د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوی و، او دا کار د پاکستان د پوځ د قومندان او لومړي وزير له ټرمپ سره د اړيکو د تودېدو پيل وګرځېد.
د امريکا د عدليې وزارت څارنوالانو ويلي چې شريفالله د ابيګېټ بريد په پلان جوړونه کې مهم رول درلود او د داعش خراسان په څو نورو بريدونو کې هم ښکېل و. هغوی په ځانګړي ډول د ۱۴۰۳ کال هغه بريد ته اشاره وکړه چې په مسکو کې په يوه کنسرت تالار کې شوی و او شاوخوا ۱۴۰ کسان پکې وژل شوي وو.
د امريکا د مرکزي قومندانۍ (سنټکام) څېړنو ښودلې وه چې د ابيګېټ بريد ترسره کوونکی عبدالرحمان لوګری و، چې د داعش غړی و او طالبان يې له يوه زندان څخه خوشې کړی و. د اېفبيای د معلوماتو له مخې، شريفالله له دغه بريدګر سره په زندان کې پېژندګلوي کړې وه.
د قضیې څارنوال دا هم وويل چې شريفالله يوه خبريال ته ويلي و چې غوښتل يې «صليبي» امريکايان د خپل هېواد پر ضد د يرغل له امله ووژني.