طالب امنیتي مسوول: «پوستو ته غیرمسوول کسان مه پرېږدئ چې يوه پېښه رامنځ ته نهشي»

د طالبانو یو امنیتي مسوول خپلو سرتېرو ته په دغه غږیز پيغام کې وایي، ولسوالۍ، قوماندانۍ او پوستو ته نامسووله کسان مه پرېږدئ چې کومه پېښه رامنځ ته نهشي. نوموړي ویلي، چې د کابل په میربچه کوټ ولسوالۍ کې یو کس په یوه پوسته کې طالبانو ته زهرجن خواړه ورکړي دي.
