• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فریډم نېټ ورک: په پاکستان کې د بیان ازادي له ګواښ سره مخ ده

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۳۶ GMT+۱

په پاکستان کې د بیان ازادۍ او د خبریالانو خوندیتوب بنسټ «فریډم نېټ ورک» په خپل کلني راپور کې ويلي، چې په پاکستان کې د ۲۰۲۵کال له اپرېل څخه د ۲۰۲۶کال تر مارچ میاشتې پورې د بیان ازادۍ فضا د بېلابېلو قانوني، تنظیمي او اقتصادي فشارونو له امله خورا محدوده شوې ده.

د راپور له مخې؛ په پاکستان کې د سایبري جرمونو د مخنیوي قانون «پیکا» د ۲۰۲۵کال تر ټولو اغېزمنه وسيله ګرځیدلې، چې د ۲۰۲۵کال په موده کې د مشروع څرګندونو د جرم ګرځولو، د مخالفتونو خاموشه کولو او د خبریالانو، وکیلانو او سیاسي شنونکو د وېرولو لپاره کارول شوې ده.
په دې اړه د فریډم نېټ ورک مشر اقبال خټک ويلي، د پیکا قانون له امله داسې فضا رامنځته شوې چې خبریالان د ځان سانسورولو ته اړ شوي او روان وضعیت د پاکستان د رسنیو ازادي له جدي ګواښ سره مخ کړې ده.
په راپور کې راغلي، چې لسګونه خبریالان د «پیکا» تر پوښښ لاندې له حقوقي قضیو سره مخ شوي او ترڅنګ يې د بدنامۍ دعوې او انټرنېټي بندیزونو د خپلواکه خبريالۍ ساحه لا تنګه کړې ده.

د راپور د معلوماتو له مخې؛ د‌ خبریالانو په خوندیتوب کې لږترلږه ۱۲۹ تایید شوې سرغړونې ثبت شوې، چې دوه وژنې، د وژنې پنځه ګواښونه، ۵۸ حقوقي قضیې، ۱۶ فزیکي بریدونه، ۱۱ د زیان ګواښونه او د تښتونې او جبري ورکېدو دوه پېښې هم په‌کې شاملې دي.
پنجاب او خیبر پښتونخوا تر ټولو خطرناک ایالتونه بلل شوي او په سند او بلوچستان کې هدفي وژنې لا پراخې شوې دي. په دغه پېښو کې د دولتي ادارو ونډه تر ۶۰ سلنې زیاته اټکل شوې او نادولتي وسله‌والې او جرمي ډلې هم په ګواښونو او تاوتریخوالي کې ښکېلې دي.

ډېر لیدل شوي

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه
۱

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه

۲

افغانه خبریاله:د طالبانو بیا واکمنۍ د افغان ښځو غږ کمزوری او لاسته راوړنې یې له منځه یووړې

۳
ځانګړی راپور

په ۲۰۰۱ کال کې له ماتې وروسته؛ پاکستان څنګه د طالبانو د بیا راټولېدو مرکز وګرځېد؟

۴

اوفا: د پخوانیو امنیتي ځواکونو ستونزمن وضعیت هغوی د وسله‌والو ډلو د جذب له ګواښ سره مخ کړي

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د پاکستان او طالبانو ستراتیژیکه ملګرتیا او پوځي تقابل