• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران او طالبانو هر ساعت د اسلام کلا بندر له لارې د ۱۰۰ موټرو پر تګ راتګ هوکړه کړې

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۴۹ GMT+۱

په هرات کې د طالبانو د اسلام‌ کلا او د ایران د دوغارون بندرونو اقتصادي مدیرانو د ایران په تایباد کې سره لیدلي او د سرحدي ستونزو په اړه غږېدلي دي. دواړو خواوو په صفري نقطو کې د خنډونو پر لرې کولو او هر ساعت د ۱۰۰ موټرو پر تګ او راتګ هوکړه کړې.

د ایران د تایباد ولسوال حسین جمشیدی د پنجشنبې په ورځ، د غويي پر ۱۰مه وویل، چې د ایران د خراسان رضوي د والي او د طالبانو د هرات د والي ترمنځ د وروستۍ لیدنې د پرېکړو تعقیب د دې څو ساعته ناستې هدف و.

هغه زیاته کړه چې د دواړو خواوو لومړیتوب د اسلام کلا او دوغارون ترمنځ په ورځني ډول د دوه زرو باروړونکو موټرو دی.

د نوموړي په وینا،دواړو هېوادونو له صفري نقطو څخه د فلزي او کانکریټي خنډونو(کانکسونو) پر انتقال پرېکړه کړې ده.

هغه ویلي، په دې ناسته کې ټینګار شوی چې په هر ساعت کې باید د ایران او افغانستان ترمنځ د اسلام کلا پر لار ۱۰۰ بار وړونکي وسایط تګ راتګ وکړي.

د تایباد ولسوال وویل چې د څو ورځو لپاره په سرحد کې د نړیوالو بار وړونکو وسایطو تم کېدل تل د دواړو هېوادونو د چلوونکو او سوداګرو د شکایت لامل ګرځېدلي دي. هغه زیاته کړه چې له دې وروسته به هغه ایراني وسایط چې اسلام‌کلا ته ځي، د بار تر تخلیې او قانوني مراحلو تر بشپړېدو وروسته بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.

د هغه په وینا، د دې ناستې یوه مهمه غوښتنه له موټر چلوونکو څخه د اخیستل کېدونکو لګښتونو روښانه کول وو، څو دا چارې د قانون په چوکاټ کې وشي او له سرغړوونکو سره قانوني چلند وشي.

جمشیدی څرګنده کړه چې د اسلام‌کلا او دوغارون په اقتصادي برخو کې د ټولو اړوندو ادارو همکاري او همغږي د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې مهم رول لري.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

ملا برادر او د برېتانیا استازی د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا غږېدلي

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۲۸ GMT+۱
ملا برادر او د برېتانیا استازی د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا غږېدلي
100%

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي سره د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د همغږۍ او ګډو همکاریو پر پیاوړتیا او د بریتانیا د مرستو پر دوام غږېدلي دي.

طالبانو د پنجشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یادې لیدنې پرمهال ملا عبدالغني برادر د افغانستان اقتصادي وضعیت د پخوا په پرتله ښه بللی او وايي، چې د سیمې او ګاوندیو هېوادونو سره یې اقتصادي همکارۍ پراخې شوې دي.

طالبانو ویلي، چې د برېتانیا ځانګړي استازي د پاکستان په وروستیو بریدونو کې د مرګ ژوبلې په اړه خواخوږي څرګنده کړې او په ورته مهال یې د برېتانیا حکومت له‌خوا له افغانانو سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.

د برېتانیا ځانګړی استازی له تېرو څو ورځو راهیسې په کابل کې دی او د طالبانو له نورو لوړ پوړو چارواکو سره یې هم لیدنې کړې دي.

طالبانو د ایران پر پوله د امنیتي پوستو پر ژر جوړېدو ټینګار کړی

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۰۳ GMT+۱
طالبانو د ایران پر پوله د امنیتي پوستو پر ژر جوړېدو ټینګار کړی
100%

د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو قوماندان عبدالقیوم روحاني له ایران سره پر پوله د سرحدي امنیتي پوستو او سړکونو پر ژر جوړېدو ټینګار کړی. نوموړي د یادې ډلې له سرحدي قطعاتو څخه غوښتنه کړې، چې خپلمنځي همغږي پراخه کړي.

عبدالقیوم روحاني د پنجشنبې په ورځ د فراه او هرات پر پوله د سرحدي پوستو او سړکونو د جوړېدو له چارو لیدنه او د خپلو سرحدي پوله ساتو سره خبرې کړې دي. نوموړي د یادو چارو پر چټکتیا، د طالبانو د امنیتي تدابیرو پر پیاوړتیا او د سرحدي قطعاتو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار کړی.

د افغانستان او ایران ترمنځ پوله شاوخوا ۹۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د هرات، فراه او نیمروز ولایتونو له لارې تېرېږي. په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د یادې پولې په ځینو برخو کې وخت ناوخت د شخړو او نښتو خبرونه هم ورکړل شوي دي.

ایران د افغان کډوالو د لوی شمېر کوربه دی، چې دغه موضوع هم وخت ناوخت د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او ټولنیزې ستونزې راولاړې کړې دي. سربېره پر دې د نشه‌يي توکو قاچاق او ناقانونه تګ‌راتګ هم د پولې د امنیت له مهمو ننګونو څخه دي.

په دې وروستیو کې دواړو خواوو څو ځله ټینګار او ژمنې کړې، چې د خبرو او همغږۍ له لارې به ستونزې حل کړي.

له پاکستان او ایران نه نږدې ۵زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۴۳ GMT+۱
له پاکستان او ایران نه نږدې ۵زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د چهارشنبې په ورځ له ایران او پاکستان نه ۹۰۲ کډوالې کورنۍ چې ټولیز شمېر یې ۴زره او ۷۸۲ کېږي؛ په جبري توګه افغانستان ته ستنې شوې دي.

یاد کمېسیون ویلي، چې دغه کورنۍ د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د نیمروز د ورېښمو پله، د هلمند د بهرامچې او د هرات د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

دغه کمېسیون زیاته کړې، چې له دې ډلې د تورخم له لارې ۷۲۹، د سپین بولدک له لارې ۶۰، د ورېښمو پله له لارې ۸۵، د بهرامچې له لارې ۳ او د اسلام‌کلا له لارې ۲۵ کورنې افغانستان ته ستنې شوې دي.

طالبانو ویلي، په همدې ورځ یې ۶۱۴ کورنۍ چې ټولټال ۳زره او ۴۳۰ کسان کېږي؛ خپلو مېنو ته لېږدولې دي. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، له ۲۰۲۳کال راهیسې څه باندې ۲،۱ مېليونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
یوشمېر افغان کډوال بیا نیوکه کوي، چې د بېرته ستنېدو پرمهال له ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي. د یادو کډوالو په خبره؛ د دوی د ثبت لړۍ ټکنۍ ده او په دې برخه کې ګومارل شوي پاکستاني کارکوونکي خورا کم دي.

ملا یعقوب د «دفاعي او امنیتي» وضعیت په اړه ناسته وکړه

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۳۳ GMT+۱
ملا یعقوب د «دفاعي او امنیتي» وضعیت په اړه ناسته وکړه
100%

د طالبانو د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسیون ناسته د طالبانو د دفاع وزیر او د دغه کمېسیون د رییس ملا یعقوب په مشرۍ ترسره شوه. د طالبانو اړوندو رسنیو د راپور له مخې؛ په یاده غونډه کې د «دفاعي او امنیتي وضعیت» ارزونه وشوه.

په دغه غونډه کې د بېلابېلو ولایتونو راپورونه هم د کمېسیون له غړو او ملا یعقوب سره شریک شول. د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې تر ارزونو وروسته پرېکړه وشوه؛ ترڅو «شته ستونزو» ته پر وخت او اغېزمنه توګه رسېدنه وشي.

خو طالبانو د دغه خبرو اترو او امنیتي ستونزو جزییات نه‌دي خپاره کړي. په ورته وخت کې دغه غونډه داسې مهال شوې، چې په تېرو څو ورځو کې د افغانستان پر بېلابېلو سیمو د پاکستان بریدونه دوام لري.

تازه ځایي سیمه‌ييزو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته خبر ورکړی، چې پاکستاني پوځیانو د ننګرهار پر ګوشتې ولسوالۍ توغندیز بریدونه پيل کړي. سرچینو ویلي، دغه بریدونه نن سهار پيل شوي چې له امله یې خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ هم پاکستاني ځواکونو د کونړ په بېلابېلو سیمو کې د ولایت د مرکز په ګډون مرګوني بریدونه وکړل.

تېره میاشت؛ د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۸۷۳زره مټریک ټنه ډېر انتقالات شوي

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۵۰ GMT+۱
تېره میاشت؛ د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۸۷۳زره مټریک ټنه ډېر انتقالات شوي
100%

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی،‌ په تېرې وري میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۷۳زره او ۹۸۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. د دغه وزارت په وینا؛ یاد انتقالات د حیرتان، اقينې، تورغونډۍ او خواف-هرات بندرنونو له لارې شوي دي.

د دغه وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، له دې ډلې د حیرتان بندر له لارې ۵۷۷زره او ۹۸۹ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۸۲زره او ۹۵۲ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۰۱زره او ۱۹۲ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۱۱زره او ۸۴۸ ټنه انتقالات شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په ټولیز ډول په دغه انتقالاتو کې واردات او صادرات دواړه شامل وو. خبرپاڼه زیاتوي، د یادو انتقالاتو یوه برخه صادرات جوړوي چې یوازې تېره میاشت ۹زره او ۲۷۵ ټنه صادرات شوي دي. د صادراتو ډېره برخه وچه مېوه او د انارو جوس جوړوي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د لا زیاتو انتقالاتو لپاره به مناسب شرایط برابر کړي او سوداګرو ته به نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت تر دې وړاندې خبر ورکړی و،‌ چې د تېرې کب میاشتې په لړ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹زره او ۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.