• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

صحرا کریمي: طالبان یوازې ښوونځي نه بلکې د افغان ښځو غږ او فکر هم خاموشوي

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۰۱:۴۷ GMT+۱

د جمهوریت پر مهال د افغان فلم پخوانۍ مشرې صحرا کریمي ویلي چې طالبانو نه یوازې د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه تړلي، بلکې د افغان ښځو د حضور، فکر او بیان د محدودولو هڅه هم کوي، خو په وینا یې افغان ښځو تسلیمي نه دي منلي.

صحرا کریمي دغه څرګندونې د «د افغانستان د ښځو د ملاتړ نړیوال ایتلاف» په ناسته کې کړې دي او ټینګار یې کړی چې په تېرو نږدې پنځو کلونو کې د د طالبانو حکومت سیاستونه د افغان ښځو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو لامل شوي دي.

نوموړې ویلي: «په تېرو څلورو کلونو او اتو میاشتو کې طالبانو، چې د ښځو او نجونو پر ضد یوه ډېره وحشیانه ډله ده، نه یوازې ښوونځي تړلي او نه یوازې یې د افغانستان د نجونو او ښځو لپاره پوهنتونونه بند کړي دي، بلکې هڅه کوي د ښځو غږ خاموش کړي، د هغوی حضور محدود کړي او د ښځو فکر او اند بند کړي.»

کریمي زیاته کړې چې د دغو سختو محدودیتونو سربېره، افغان ښځو مقاومت کړی او له مبارزې یې لاس نه دی اخیستی. هغې ویلي: «خو د افغانستان ښځې ندي تسلیم شوي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته په افغانستان کې د ښځو د تعلیم، کار او ټولنیز حضور په اړه پراخ محدودیتونه نافذ شوي، چې په کور دننه او نړیواله کچه یې جدي غبرګونونه راپارولي دي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

احمد ضیا مسعود: فدرالیزم هغه وخت بریالی کیدای شي چې د مرکز او سیمو ترمنځ ویش تنظیم شي

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۵۳ GMT+۱
احمد ضیا مسعود: فدرالیزم هغه وخت بریالی کیدای شي چې د مرکز او سیمو ترمنځ ویش تنظیم شي
100%

د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام‌ پر مهال د ولسمشر مرستیال احمد ضیا مسعود په خپلې تازه مقاله کې ليکلي، چې فدرالېزم د حکومتولۍ «وروستی جوړښت» نه دی، بلکې يوازې هغه مهال په ماناداره ډول ارزول کېدای شي چې د دولت جوړونې يو تدريجي بهير پوره شوی وي.

هغه ټينګار کړی، چې په فدرالي نظام کې د سياسي او اداري واک يوه برخه سيمه‌ييزو واحدونو ته سپارل کېږي او خلک خپل اجرايوي او سياسي مشران په مستقيم ډول ټاکي، خو مرکزي حکومت بيا هم د بهرنۍ تګلارې، ملي دفاع، عمومي امنيت او لويو اقتصادي پاليسيو مسؤليت پر غاړه لري.

هغه د فدرالېزم د ګټو په بيان کې ليکلي، چې د سيمه‌ييزو ادارو نږدېوالی د خلکو له ټولنيزو او اقتصادي واقعيتونو سره، د پرېکړو بهير چټکوي، بيروکراسي کموي او د خلکو ګډون زياتوي. خو د هغه په اند، فدرالېزم هغه وخت بريالی کېدای شي چې د مرکز او سيمو ترمنځ دندو وېش په سمه توګه تنظيم شي، څو هم د هېواد يووالی وساتل شي او هم د سيمو تنوع او خوځښت ته لاره هواره شي. مسعود زياته کړې چې د فدرالېزم موخه د ځانګړو هويتونو پياوړتيا نه، بلکې د عادلانه سيمه‌ييز پرمختګ لپاره يو پرمختيايي چوکاټ رامنځته کول دي.

هغه د تمرکزکمولو او فدرالېزم ترمنځ توپير هم روښانه کړی او ويلي يې دي چې تمرکزکمونه د اداري او مالي واک لېږد دی، پرته له دې چې د حکومت جوړښت بدل شي؛ خو فدرالېزم بيا د اساسي قانون له مخې د واک وېش دی چې د مرکز او فدرالي واحدونو ترمنځ تنظيمېږي.

د هغه په وينا، په افغانستان کې د کمزورو بنسټونو، قومي تنوع او د ناپايدارو حکومتونو د تجربې له امله، د فدرالېزم بحث زياتره سياسي او هويتي بڼه خپله کړې او که بنسټيز شرطونه برابر نه شي، ښايي د بېلتون لامل شي. هغه زياته کړه چې افغانستان اوس د دولت جوړونې په لومړني پړاو کې دی، نه د فدرالي جوړښت د طرحې په مرحله کې.

مسعود د نورو هېوادونو د بېلګو په يادولو سره ليکلي چې په برازيل کې فدرالېزم د تدريجي مالي تمرکزکمولو او قوي ادارو له جوړېدو وروسته رامنځته شو، خو په عراق کې له ۲۰۰۳ وروسته، د ملي هويت کمزورۍ او د تېلو پر سرچينو سيالۍ، فدرالېزم د دوامدارو کړکېچونو د مديريت وسيله وګرځوله.

هغه ايتوپيا هم د قومي فدرالېزم بېلګه وبلله چې د ګډ ملي هويت او قوي بنسټونو د نشتوالي له امله يې کورنۍ شخړې زياتې کړې دي. د همدې پر بنسټ، هغه د افغانستان لپاره ځينې ضروري شرطونه ياد کړي، لکه د ملي دولت پياوړتيا، غيرقوميز پوځ، خپلواکه قضايي قوه، مسلکي اداره، د عامه خدمتونو لپاره اداري تمرکزکمونه، مالي او مالياتي اصلاحات، لږ تر لږه ګډ ملي هويت، غيرقوميز ملي رسنۍ او دوامداره ديموکراتيک بنسټونه.

هغه د بدلون لپاره څلور پړاوه تګلاره هم وړانديز کړې ده: «لومړی، لنډمهاله اداري تمرکزکمونه د خدمتونو د ښه کېدو لپاره، پرته له دې چې د واک جوړښت بدل شي؛ دوهم، منځمهاله مالي او اداري تمرکزکمونه د ولايتونو د وړتيا او د بودجې د روڼتيا د زياتېدو لپاره؛ درېيم، د ملي بنسټونو پياوړتيا د يو اغېزمن مرکزي حکومت د ټينګښت لپاره؛ او په پای کې، که شرطونه برابر شي، د يو محدود فدرالېزم ارزونه د يو ثابت اساسي قانون په چوکاټ کې».

د هغه په وينا، د هېوادونو تجربې ښيي چې د فدرالېزم بريا يا ناکامي تر ډېره د ملي بنسټونو په ځواک پورې تړلې ده، نه يوازې د حقوقي جوړښت په طرحه، نو له همدې امله د افغانستان لپاره اوسنی لومړيتوب بايد د ملي دولت پياوړتيا وي.

د طالبانو د سترې محکمې اداري مرستیال: که محاکم پر فساد اخته شول بیا ټول نظام فاسديږي

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۵۰ GMT+۱
د طالبانو د سترې محکمې اداري مرستیال: که محاکم پر فساد اخته شول بیا ټول نظام فاسديږي
100%

د طالبانو د سترې محکمې اداري مرستیال د کونړ لپاره د دغې ډلې د محاکمو مسوولینو ته په وینا کې وویل، که محاکم پر فساد اخته شول، نو بیا ټول نظام ورسره فاسدیږي. د طالبانو پر محاکمو تور دی، چې د خلکو قضایاوې ډېرې ځنډوي او دا په خپله فساد ته د زمینې برابرول دي.

د طالبانو د سترې محکمې اداري مرستیال سخا‌الله سعید د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۱۰مه) د کونړ ولایت لپاره د طالبانو د محاکمو مسوولینو ته د وینا په ترڅ کې وویل، محاکم د یوه نظام د «زړه» حیثیت لري او په باور یې که زړه سالم وي، نو ورسره ټول بدن سالم وي.

د سعید په باور، که محاکم فعال وي او پرېکړې هم پر حق او عدالت وکړي، نو په ولس او «منطقه» کې به امنیت وي او زیاتوي، که محاکم پر فساد اخته شول، نو ورسره ټول نظام فاسدیږي.

هغه وویل: «که چېرې خدای مه‌کړه په محاکمو کې فساد راغی، نو بیا دا ټول نظام ورسره فاسدیږي».

د نوموړي په وینا، ټول نظام محاکمو ته ګوري، چې څنګه او پر کوم اساس پرېکړې کوي او په باور یې که محاکم اصلاح وي، نو ټوله «معاشره» به ورسره اصلاح وي.

هغه زیاته کړه: «محاکم او قضاوت کول نه یوازې په یوې ټولنه کې د امنیت سبب کېږي، بلکې دا د الله امر دی».

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو پر محاکمو دا تور دی، چې د خلکو قضایاوې ډېرې ځنډوي او د هغوی په باور دا په خپله فساد ته د زمینې برابرول دي.

د افغانستان د خطرونو اوونیزه وړاندوینه؛ د سېلابونو او تودوخې د لوړېدو خبرداری ورکړ شوی

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۴۶ GMT+۱
د افغانستان د خطرونو اوونیزه وړاندوینه؛ د سېلابونو او تودوخې د لوړېدو خبرداری ورکړ شوی
100%

د طالبانو تر واک لاندې د پېښو سره د مبارزې او امادګۍ ادارې د نړیوالو باوري بنسټونو د ارزونو پر بنسټ خبرداری ورکړی، چې د هېواد په شمال‌ختیځ، ختیځ او مرکزي ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو ګواښونه شته، په داسې حال کې چې په ځینو سیمو کې وچکالي او لوړې تودوخې هم دوام لري.

دغه ادارې پر ایکس خواله رسنۍ کې ویلي، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د غویي له ۱۰مې تر ۱۶مې نېټې پورې د هېواد د هوا پېژندنې وضعیت د وچکالۍ، ورښتونو او تودوخې له پلوه بېلابېل بدلونونه ښيي.

د راپور له مخې، په تېرو ۳۰ ورځو کې د هېواد په پراخو سیمو کې د بارانونو په کچه کې مثبت انحراف ثبت شوی، او په ځینو مواردو کې د باران اندازه له ۱۰۰ ملي‌متره هم لوړه شوې ده. خو د واورې د اوبو معادل ارزښتونه لا هم د اوسط په پرتله ټیټ پاتې دي، که څه هم د مارچ میاشتې په پرتله ښه والی پکې راغلی دی.

یاده اداره زیاتوي، چې د غیر عادي وچکالۍ وضعیت لا هم د هېواد په شمال‌ختیځ، په ځانګړي ډول د بدخشان ولایت په ځینو برخو کې موجود دی.

په ورته وخت کې، د ورښتونو په برخه کې وړاندوینه شوې چې په شمال‌ختیځو سیمو کې به د ۱۰ تر ۵۰ ملي‌متره پورې، او په مرکزي او ختیځو سیمو کې د ۵ تر ۲۵ ملي‌متره پورې باران وشي، چې ځینې ځایونه به له اوسط څخه لوړ وي. د همدې وضعیت له امله، په شمال‌ختیځ، ختیځ او مرکزي افغانستان کې د سېلابونو د رامنځته کېدو خطر هم شته.

د راپور له مخې، په سویل‌ختیځو او سویلي سیمو کې د سیندونو د اوبو جریان هم له منځني تر لوړ کچې پورې اټکل شوی دی.

د تودوخې په اړه دغه اداره وایي، چې د هېواد په ډېرو سیمو کې به اعظمي تودوخه له اوسط سره نږدې وي، خو په فراه ولایت، نیمروز ولایت او هلمند ولایت کې به تودوخه له ۳۵ درجې سانتي‌ګراد څخه لوړه شي. همدارنګه د شمالي ټیټو سیمو په ځینو برخو کې هم ورته لوړه تودوخه اټکل شوې ده.

ریچارډ لېنډسي: له طالبانو مې وغوښتل چې نجونو او ښځو ته د زده‌کړو او کار اجازه ورکړي

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۲۹ GMT+۱
ریچارډ لېنډسي: له طالبانو مې وغوښتل چې نجونو او ښځو ته د زده‌کړو او کار اجازه ورکړي
100%

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي کابل ته د خپل ۳ ورځني سفر له پایته رسېدو وروسته ویلي، چې په کابل کې یې له بېلابېلو طالب چارواکو سره په کتنو کې له هغوی غوښتي، چې نجونو او ښځو ته د زده‌کړو او کار د دوام اجازه ورکړي.

ریچارډ لېنډسي چې د تېرې سې‌شنبې په ورځ کابل ته تللی وو او د پنجشنبې په ورځ ناوخته بېرته برېتانیا ته له ستنېدو سره سم، په خپله اېکس‌پاڼه په کابل کې له طالب چارواکو سره خپلې لیدنې مهمې وبللې.

لېنډسي ویلي، په یادو کتنو کې یې له بېلابېلو طالب چارواکو غوښتي چې نجونو او ښځو ته د زده‌کړو او کار د دوام اجازه ورکړي.

هغه زیاته کړې: «ما له پاکستان سره د کړکېچ پر کمولو، ښوونځیو ته د نجونو پر بېرته ګرځېدو او ښځو ته د کار کولو د اجازې ورکولو غوښتنه وکړه».

نوموړی زیاتوي، چې په دې سفر کې یې د ځايي رسنیو له استازو او د برېتانیا له‌خوا د تمویلیدونکو مدني ټولنو «حیاتي چارې» هم له نږدې ارزولي دي.

په کندهار کې زرګونو راستنو شویو کورنیو ته د سعودي له‌خوا خوراکي مرستې ویشل شوي

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۰۸ GMT+۱
په کندهار کې زرګونو راستنو شویو کورنیو ته د سعودي له‌خوا خوراکي مرستې ویشل شوي
100%

په کابل کې د د سعودي عربستان سفارت اعلان کړی، چې د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز د کندهار ولایت له راستنېدونکو او بې‌ځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

دغه سفارت د خپل ایکس له لارې ویلي، چې د د ملک سلمان د بشري مرستو او مرستندوی مرکز له لوري، د «التوحید» بنسټ په همکارۍ، د کندهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې (۱۱۳۰) خوراکي بستې وېشل شوې دي.

د سفارت په وینا، دا مرستې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۲۸ او ۲۹ نېټو کې ترسره شوې او د هغو کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې چې یا له هېواده راستنې شوې دي او یا هم د کډوالۍ له امله زیانمنې شوې دي.

د معلوماتو له مخې، دغه اقدام په افغانستان کې د ۲۰۲۵–۲۰۲۶ کلونو لپاره د خوړو د خوندیتوب او بیړنیو حالاتو د پروګرام برخه ده، چې هدف یې له زیانمنو کورنیو سره مرسته او د هغوی د ژوند لومړنیو اړتیاوو پوره کول دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستانه، د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو له زیاتېدو سره، په بېلابېلو ولایتونو کې د بشري مرستو اړتیاوې هم ډېرې شوې دي.