• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پښتونخوا کې پر ملکي وګړو د ډرون بریدونو زیاتوالی؛ سهیل اپریدي د قبایلي مشرانو جرګه راوبلله

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۰۵:۰۸ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي صوبايي اسمبلۍ کې د وینا پرمهال ویلي، د راتلونکې شنبې ورځ به د ډرون بریدونو پر ضد یوه جرګه راوبلل شي چې په‌کې به د قبایلي مشرانو او سیاسي ګوندونو استازو په ګډون د راتلونکو ګامونو په اړه پرېکړه وشي.

هغه ویلي، حکومت به د داسې یو قانون جوړېدو هڅه وکړي چې د ډرون بریدونو پرمهال ملکي تلفاتو ته جرمي بڼه ورکړي. نوموړي د صوبايي اسمبلۍ په غونډه کې ویلي، که څه هم د ډرون بریدونو په اړه ځینې ادارې ځانونه د اساسي قانون له لارې خوندي کړي؛ خو د «ملکي زیانونو» پر ضد د قانون جوړېدل هم اړینه جاره ده.

د خیبر پښتونخوا سر وزیر دا هم ویلي، چې هر ځل د ډرون برید پر وړاندې د اعتراض په صورت کې ورته یوازې د خواشینۍ پیغام رسېږي. د هغه په وینا؛ پوښتنه دا ده چې ولې دغه بریدونه پر مهمو پوځي هدفونو نه؛ بلکې پر عامو خلکو ترسره کېږي.

په همدې حال کې د اسمبلۍ غړو ویلي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ کړکېچ هم پر ډورنډ کرښې پرتو سیمو مستقیم اغېز لري او ټینګار یې کړی چې د ستونزې د حل لپاره باید خبرې اترې وشي.

دغه څرګندونې وروسته له هغې شوې، چې وروستیو بریدونو د خیبر پښتونخوا اوسېدونکو سخته غوسه راپارولې وه. په خیبر پښتونخوا کې په وروستي ډرون برید کې یوه ماشومه ووژل شوه او د یوې کورنۍ څو غړي ټپیان شول چې له همدې امله خلکو په پېښور کې لاریونونه وکړل.

چارواکو او ځایي مشرانو هم ویلي، چې قبایلي سیمې له یوې خوا د ترهګرۍ او له بلې خوا د ډرون بریدونو د ملکي تلفاتو «بیه» پرې کوي او په خبره یې دغه وضعیت نور د زغملو نه‌دی. د حکومت ځینو چارواکو هم ویلي، که اړتیا وي لاریونونه به هم تنظیم کړي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان پوځ په پښتونخوا کې د ۱۳ وسله‌والو د وژل کېدو ادعا کړې

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۳۹ GMT+۱
د پاکستان پوځ په پښتونخوا کې د ۱۳ وسله‌والو د وژل کېدو ادعا کړې
100%

د پاکستان پوځ اعلان کړی چې په تېرو دوو ورځو کې يې ۱۳ وسله‌وال، چې غوښتل يې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د خېبرپښتونخوا ایالت ته واوړي د اوښتو پر مهال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د مهمندو ایجنسۍ په سيمه کې د دې هېواد ځواکونو له يوې وسله‌والې ډلې سره نښته وکړه او اته کسان يې ووژل.

د خبرپاڼې له مخې، په بله نښته کې چې د شمالي وزيرستان په سيمه کې شوې، پنځه نور وسله‌وال چې غوښتل يې له افغانستانه واوړي، د ډزو په تبادله کې وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په دې اعلاميه کې طالبان د سرحدونو په کنټرول کې په «بشپړه ناکامۍ» تورن کړي دي. په خبرپاڼه کې راغلي: «دغه نښتې يو ځل بيا د پاکستان دا دريځ تاييدوي چې طالبان د پولې په اغېزمن مديريت کې په بشپړه توګه پاتې راغلي دي».

پاکستاني پوځ له طالبانو غوښتي چې خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي او پرېنږدي چې وسله‌وال د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې ترهګريز بریدونه ترسره کړي. همدارنګه له هغوی غوښتنه شوې چې د افغانستان وګړو د ترهګريزو بريدونو لپاره پاکستان ته د ننوتو مخه ونيسي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي هم د خپل هېواد د امنيتي ځواکونو ستاينه کړې چې د وسله‌والو د اوښتو مخه يې نيولې او دغه کسان يې له هند سره تړلي بللي دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په وروستيو اوونيو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سرحدي کړکېچ زيات شوی او د ګډې پولې په اوږدو کې پرله‌پسې نښتې روانې دي.

پاکستاني پوځ د هغه څه په ځواب کې چې «د وسله‌والو نفوذ» يې بولي، د افغانستان د ختيځ ځينې سيمې، لکه د کونړ ولايت، د توپچي بريدونو هدف ګرځولي چې د راپورونو له مخې لسګونه ملکيان پکې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

طالبانو هم په غبرګون کې جنوبي وزيرستان کې د‌ پاکستاني پوځ ځينې پوستې په نښه کړې دي، چې له امله يې يو شمېر پاکستاني وګړي ټپيان شوي دي.

د ایستنې فشار او جګړه؛ افغان کډوال په تورخم کې د نامعلوم برخلیک سره مخ دي

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۲۹ GMT+۱
د ایستنې فشار او جګړه؛ افغان کډوال په تورخم کې د نامعلوم برخلیک سره مخ دي
100%

تورخم کې سلګونه افغان کډوال چې ډېری یې دویم او درېیم نسل دی، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تازه نښتو له امله د ورځو راهیسې بند پاتې دي، په داسې حال کې چې اسلام‌اباد د افغانانو د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، صالحه بي‌بي، چې ۴۰ کلنه ده، له هغو سلګونو افغان کډوالو څخه یوه ده چې د پنجشنبې په ورځ د تورخم پر پوله ولاړه وه، څو افغانستان ته ستنه شي، هغه هېواد ته چې خپله یې هېڅکله نه دی لیدلی.

نوموړې وویل: «موږ هېڅکله تصور نه کاوه چې یوه ورځ به موږ ته د وتلو ویل کېږي.» هغې زیاته کړه: «موږ له ماتو زړونو سره بېرته روان یو.»

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې ټول افغانان، پرته له هغو چې قانوني وېزې لري، له خپلې خاورې وباسي. د راپور له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر دې دمه له درې میلیونو افغانانو څخه څه باندې دوه میلیونه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. ډېری دغه کسان هغه کورنۍ دي چې په ۱۹۸۰مو کلونو کې د جګړو له امله پاکستان ته کډه شوې وې.

راپور زیاتوي چې افغان کډوال د څو ورځو راهیسې د پاکستاني چارواکو له‌خوا د تېرېدو اجازې ته انتظار باسي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو نښتو له امله دا بهیر ځنډېدلی دی. پاکستان ویلي، چې د سویلي وزیرستان په سیمه کې د افغانستان له لوري د هاوان مرمیو د لګېدو له امله ښځې او ماشومان هم ټپیان شوي دي.

صالحه بي‌بي د خپلو ماشومانو د راتلونکې په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي: «هغه څه چې ما ته تر ټولو ډېر درد راکوي، په افغانستان کې زما د ماشومانو لپاره د زده‌کړو د فرصتونو نشتوالی دی.» هغې زیاته کړه چې پنځه زامن او دوه لوڼې لري او د هغوی خوندیتوب او تعلیم ورته لویه اندېښنه ده.

په ورته وخت کې، ۲۴ کلن برهان خان، چې له خپلې کورنۍ سره د پولې په دروازه کې ولاړ دی، وویل: «موږ له ۱۲ ورځو راهیسې دلته انتظار باسو.» هغه زیاتوي چې ځینې نور کډوال لا تر دې هم ډېر وخت هلته پاتې دي.

برهان خان وایي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړې به د کډوالو وضعیت نور هم خراب کړي. د هغه په وینا: «ښځې او ماشومان نږدې دوه اوونۍ کېږي چې په موټرو کې ناست دي.»

د راپور له مخې، د تورخم پر لاره دواړو غاړو ته د لاریو اوږده کتارونه ولاړ دي چې کډوال او د هغوی سامانونه پکې بار دي.

دا په داسې حال کې ده چې د د طالبانو حکومت تر واکمنېدو وروسته په ۲۰۲۱ کال کې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان کال تر ټولو سختې نښتې ثبت شوې دي. اسلام‌اباد تور لګوي چې کابل د وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي، خو کابل دا ادعاوې ردوي او وایي چې دا د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر: پوځي لارې چارې د افغانستان او پاکستان ستونزې نه شي اوارولی

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۴۵ GMT+۱
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر: پوځي لارې چارې د افغانستان او پاکستان ستونزې نه شي اوارولی
100%

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهېل اپریدي ویلي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ شخړو سوداګري سخته اغېزمنه کړې ده. نوموړي د اروپايي ټولنې له استازي سره په خبرو کې وویل، چې له افغانستان سره د روانو ستونزو د حل یوازینۍ اغیزناکه لار خبرې دي او پوځي لارې ستونزې نه شي حل کولی.

اپریدي د چارشنبې په ورځ په پېښور کې د اروپايي ټولنې له سفیر رېمونډاس کاروبلیس سره په خبرو کې وویل چې له افغانستان سره د روانو ستونزو د حل یوازینۍ اغیزناکه لاره خبرې او مذاکرات دي او پوځي لارې چارې نه شي کولای دا ستونزې حل کړي.

د هغه په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د زرګونو کلونو تاریخي او فرهنګي اړیکې شته او شخړې باید د تفاهم له لارې حل شي.

د معلوماتو له مخې، د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزې لارې شاوخوا اووه میاشتې تړلې پاتې شوې دي، چې له امله یې د دواړو هېوادونو ګڼ سوداګر او له دغه سکتور سره تړلي زرګونه کسان له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر زیاته کړه چې عمران خان تل دا دریځ درلود چې جګړه او پوځي عملیات ستونزې نه شي حل کولای او ټینګار یې کړی چې د افغانستان اړوند مسایل باید د دوه‌اړخیزو خبرو له لارې حل شي.

د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې مسوولانو ویلي چې د تېر کال په لومړیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري تر یو میلیارد ډالرو رسېدلې وه، خو اوسني کړکېچونه او د ترانزیټ لارو دوامداره بندښت د دې لامل شوي چې دا کچه ښکته شي او سوداګر له درنو زیانونو سره مخ شي.

د سهيل اپريدي په مشرۍ ګډې قبايلي، حکومتي او اپوزيسيون جرګې د ډرون بريدونو کلک مخالفت وکړ

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۵۷ GMT+۱
د سهيل اپريدي په مشرۍ ګډې قبايلي، حکومتي او اپوزيسيون جرګې د ډرون بريدونو کلک مخالفت وکړ
100%

د خيبرپښتونخوا اعلی وزير سهیل اپريدي په مشرۍ د قبايلي ولسواليو حکومتي او اپوزيسيون پارلماني غړو ګډې جرګې په دې صوبه کې د ډرون بریدونو په کلکه مخالفت وکړ.

په دې ګډه جرګه کې چې د سې‌شنبې په شپه (د غويي ۸مه) د سهیل اپریدي په کور کې جوړه شوې وه، په دې صوبه کې د ډرون بریدونو او ترهګرۍ پرضد موافقه وشوه او په قبايلي ولسواليو کې امنيت ټينګول او د خلکو ساتنه لومړیتوب وګرځول شو.

د جرګې په اعلاميه کې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د ايالتي اسمبلۍ د ځانګړې غونډې د جوړېدو پرېکړه وشوه او وويل شول، چې په همدې تړاو به د جمعې په ورځ د کابينې ځانګړې غونډه راوبلل شي او همداراز د شنبې په ورځ به بيا لويه قبايلي جرګه جوړه شي.

په اوسنۍ ګډه جرګه کې ګډونوال پرېکړه وکړه، چې تر دې وروسته په دې صوبه کې ترهګري او ډرون بریدونه چې غوڅ اکثریت قربانیان یې عام خلک دي، د منلو وړ نه‌دي.

د جرګې ګډونوالو همداراز د «تېروتنې» په نوم د ملکي وګړو وژنه په کلکه رد کړه او له نوې تېکنالوژۍ سره سره په تکراري ډول «تېروتنې» یې نظامي «ناکامي» وبلله.

سهیل اپریدي په دې جرګه کې وويل: «صوبه نوره د ناامنۍ جوګه نه‌ده او پرېکړه کوونکي به پوهېږي چې د ولس وينه ارزانه نه‌ده».

په دې جرګه کې ټولو سياسي ګوندونو په همدې تړاو له سياسي اړيکو پرته په ګډه د تګلارې پر جوړولو سلا وکړه.

نثارباز خان: د پاکستان او افغانستان ترمنځ جګړه کې د ډېورند دواړو خواوو ته عام خلک هدف ګرځي

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۳۴ GMT+۱
نثارباز خان: د پاکستان او افغانستان ترمنځ جګړه کې د ډېورند دواړو خواوو ته عام خلک هدف ګرځي
100%

د عوامي نشنل ګوند د ايالتي پارلمان غړی نثارباز خان وايي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ په نا اعلان شوې جګړه کې د ډېورند دواړو خواوو ته عام ولس په نښه کېږي. هغه خبرداری ورکړ، چې نور باید عام ولس د «نامعلومې جګړې» بیه پرې نه‌کړي او واضح تګلاره رامنځته شي.

نثارباز خان د سې‌شنبې په ورځ (د غويي ۸مه) د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې وويل، چې په خيبرپښتونخوا کې له تېرو شلو تر ۲۵ کلونو راهیسې ترهګري خپل «اوج» ته رسېدلې، خو تر اوسه ورته اغېزناکه حل‌لاره نه‌ده موندل شوې.

د هغه په وینا، له تېرې یوې میاشتې راهیسې په پښتونخوا کې د ترهګرۍ نوې څپه پیل شوې او نږدې هره ورځ په‌کې پېښې رامنځته کیږي، خو نه صوبایي او نه مرکزي حکومت ورته جدي پام کړی دی.

هغه وویل، د تېرې دوشنبې په ورځ له باجوړ څخه تر وزیرستان پورې ګڼ بریدونه شوي او زیاتوي: «د پاکستان او افغانستان تر منځ نا اعلان شوې جګړه روانه ده، چې موخې او اهداف یې لا تر اوسه روښانه نه‌دي»، خو په باور یې د ډیورند کرښې دواړو خواوو کې عام خلک سخت اغېزمن شوي او د «دواړو خواوو خلک یو دي».

نوموړي د خیبرپښتونخوا له اعلی وزیر څخه وغوښتل، چې دا موضوع له مرکزي حکومت سره په جدي ډول شریکه او په تړاو یې باید جدي او اغېزناک اقدامات وشي او همداراز د روانې نامعلومې جګړې بیه نور باید عام ولس پرې نه‌کړي او واضح تګلاره او حساب ورکونه رامنځته شي.