د پنجاب په چنیوټ ولسوالۍ کې د یوه کور چت پرېوتو له امله د یوې کورنۍ څلور غړي مړه شوي

د پاکستان د پنجاب ایالت په چنیوټ ولسوالۍ کې د یوه کور چت پرېوتو له امله د یوې کورنۍ څلور غړي مړه او یوه مېرمنه سخته ټپي شوې ده. ځایي چارواکي وایي، چې ټپي شوې مېرمنه یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولې ده.
د ځایي چارواکو په وینا؛ دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د دغه کورنۍ غړي په خپل نوي جوړېدونکي کور کې ویده وو او یوناڅاپه چت پرې راپرېوت.
