• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د عمران خان وکیل محکمې ته ویلي چې د نوموړي سترګې ۸۵سلنه لید له لاسه ورکړی

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۰۶:۳۴ GMT+۱

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان وکیل سلمان صفدر ویلي، چې د نوموړي سترګې په زندان کې ۸۵سلنه لید له لاسه ورکړی. هغه د اسلام‌اباد سترې محکمې ته ویلي، چې عمران‌خان او بشرا بي‌بي په زندان کې له جدي روغتیايي ستونزو سره مخ دي.

نوموړي محکمې ته ویلي، چې د دواړو د ښي سترګې حالت د یوه انتان له امله خراب شوی او جراحي عملیاتو ته اړتیا لري؛ خو په زندان کې د درملنې اسانتیاوې نه‌شته. د هغه په وینا؛ عمران خان په وروستۍ لیدنه کې ورته ویلي، د سترګې شاوخوا ۸۵ سلنه لید یې له‌منځه تللی او یوازې ۱۵ سلنه پاتې دی چې ډاکترانو دغه زیان نه رغېدونکی بللی دی.

ښاغلي صفدر زیاته کړې، چې عمران خان تر ۲۲ ساعتونو او بشرا بي‌بي تر ۲۴ ساعتونو پورې په انفرادي خونو کې ساتل کېږي. د هغه په خبره؛ دغه کار د محکمې د پرېکړې خلاف دی او که دوام وکړي؛ نو شکنجه بلل کېدای شي.

د عمران خان وکیل ویلي، چې د بشرا بي‌بي د ضمانت غوښتنه له یو کال راهیسې ځنډېدلې او دغه وضعیت د ښځو پر وړاندې د عدالت د نه پلي کېدو بېلګه ښيي. په همدې حال کې د اسلام‌اباد سترې محکمې قاضي له وکیلانو غوښتي، چې د یادې قضیې لپاره په راتلونکو لسو ورځو کې خپل چمتووالی بشپړ کړي.
عمران خان له ۲۰۲۳کال راهیسې په زندان کې دی او د فساد په تور په ۱۴کاله بند محکوم شوی؛ خو نوموړی دغه تورونه سیاسي بولي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۳

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

•
•
•

نور کیسې

د مرستندویې بېړۍ درول؛ ممداني یې غیرقانوني بولي خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت یې بې‌ګټې

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۰۰:۴۹ GMT+۱
د مرستندویې بېړۍ درول؛ ممداني یې غیرقانوني بولي خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت یې بې‌ګټې
100%

په نړیوالو اوبو کې د غزې په لور د روانې مرستندویې بېړۍ درولو او د سپرو کسانو د نیولو پر سر متضاد دریځونه راڅرګند شوي. د نیویارک ښاروال زهران ممداني دا اقدام د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بولي، خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت دغه کاروان «د حماس ملاتړی او بې‌ګټې سیاسي حرکت» ګڼي.

ممداني په خپل ایکس پیغام کې ویلي چې اسراییلي ځواکونو د یونان ساحل ته نږدې په نړیوالو اوبو کې د غزې پر لور روانه د بشري مرستو بېړۍ درولې او له ۱۷۵څخه زیات کسان یې نیولي، چې په کې یو شمېر د نیویارک اوسېدونکي هم شامل دي.

هغه ټینګار کړی: «دا د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده. نیول شوي کسان باید ژر تر ژره خوشې شي.» نوموړي زیاته کړې چې ټیم یې له ایالتي او فدرالي ادارو سره په اړیکه کې دی څو د نیول شویو کسانو د وضعیت په اړه معلومات ترلاسه کړي.

بل لور ته، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په جلا اعلامیه کې دغه کاروان غندلی او ویلي یې دي چې دا یو «د حماس پلوي نوښت» دی. د دې وزارت ویاند تامس ټامي پیګوټ ویلي: «دا یو بې‌اساسه او ضد هڅه ده» چې د ډونالډ ټرمپ د سولې پلان کمزوری کړي.

په اعلامیه کې راغلي، چې یاد کاروان د «د بهر مېشتو فلسطینیانو ولسي کنفرانس» له‌خوا تنظیم شوی، چې د امریکا د خزانې وزارت له‌خوا د بندیزونو په لېست کې شامل دی او د حماس په ګټه د فعالیتونو له امله د ترهګر سازمان په توګه پېژندل شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې متحد هېوادونه باید د دې کاروان پر بېړیو بندیزونه ولګوي، د بندرونو، تم کېدو او سون‌توکو برابرولو اجازه ورنه کړي او خپلو وګړو ته خبرداری ورکړي چې له دې نوښت سره له هر ډول ګډون ډډه وکړي.

واشنګټن همداراز ادعا کړې، چې دغه کاروان د بشري مرستو له رسمي میکانېزمونو بهر عمل کوي او ښايي مرستې د ملکي وګړو پر ځای نورو لوریو ته ولاړې شي. اعلامیه زیاتوي چې امریکا به د دې کاروان د ملاتړو پر وړاندې د اقدام لپاره له شته وسایلو کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د غزې جګړه او بشري وضعیت د نړیوالو اندېښنو په سر کې ځای لري او ورته پېښې په پرله‌پسې ډول د سیاسي او حقوقي ناندریو سبب ګرځي.

واشنګټن پوسټ: د ایران پر وړاندې د ټرمپ بریا یوازې په پوځي اقدام ممکنه ده

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۰۰:۳۲ GMT+۱
واشنګټن پوسټ: د ایران پر وړاندې د ټرمپ بریا یوازې په پوځي اقدام ممکنه ده
100%

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه څېړنیزه مقاله کې راغلي، چې پر ایران اقتصادي محاصره په یوازې ځان نشي کولای دغه هېواد د هوکړې منلو ته اړ کړي، او د جګړې د پای ته رسولو لپاره امریکا ښايي نظامي اقدام ته مخه کړي

د دې ورځپاڼې شنونکي مارک تیسن لیکلي، چې ډونالډ ټرمپ کولای شي د پراخو نظامي عملیاتو په بیا پیل سره، نږدې په دوو اونیو کې «قاطع بریا» ترلاسه کړي.

د هغه په وینا، هغه اوربند چې ټاکل شوې وه دوه اوونۍ دوام وکړي، اوس درېیمې اوونۍ ته داخل شوی، خو ایران لا هم د جګړې د پای ته رسولو او د خپل اټومي پروګرام د محدودولو لپاره هوکړې ته چمتو نه دی.

تیسن لیکلي، چې دغه اوربند، سره له دې چې له نیوکو سره مخ شوی، خو دوه مهمې پایلې یې لرلې: لومړی، د هُرمز تنګي له لارې د سمندري محاصرې د پلي کولو زمینه برابره شوې، چې پر ایران یې د پام وړ اقتصادي فشار راوستی؛ او دویم، امریکا ته یې فرصت ورکړی چې خپل نظامي توان بېرته ورغوي.

هغه د متقاعد جنرال جک کین له قوله لیکلي، چې د سنتکام د اوریز ځواک کچه اوس د جګړې له پیل سره پرتله دوه برابره شوې ده.

انتونیو ګوترېش: نړۍ د اقتصادي سقوط له «سیوري» سره مخ ده

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۱۳ GMT+۱
انتونیو ګوترېش: نړۍ د اقتصادي سقوط له «سیوري» سره مخ ده
100%

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریش خبرداری ورکړی، چې د هرمز تنګي په سیمه کې د تګ راتګ او کښتۍ چلونې د ازادۍ محدودیتونه نه یوازې د انرژۍ او سوداګرۍ نړیوال جریان ګډوډوي، بلکې د نړۍ اقتصاد د سخت رکود او بې‌ثباتۍ له ګواښ سره مخ کوي.

انتونیو ګوتریش په خپل ایکس پیغام کې ویلي، چې د هرمز تنګي په سیمه کې د کښتیو د تګ راتګ د حقونو او ازادیو محدودول د انرژۍ، ترانسپورت، تولید او د خوړو بازارونه اغېزمن کړي او په ټوله نړۍ کې اقتصادي فشارونه زیات کړي دي.

هغه ویلي: «ټول بشریت د دې وضعیت قیمت پرې کوي.»

ګوټریش په خپل پیغام کې درې ممکنه سناریوګانې وړاندې کړې دي: په لومړي سناریو کې لیکي، که محدودیتونه سمدستي لرې شي، نو نړیواله اقتصادي وده به له ۳،۴ سلنې څخه ۳،۱ سلنې ته راښکته شي، انفلاسیون به له ۳،۸ سلنې څخه ۴،۴ سلنې ته لوړ شي، او د اکمالاتي زنځیرونو بیا رغونه به میاشتې وخت ونیسي.

په دویم سناریو کې راغلي، که ګډوډي تر نیم کال پورې دوام وکړي، نو نړیواله وده به ۲،۵ سلنې ته راښکته شي، انفلاسیون به ۵،۴ سلنې ته ورسېږي، ۳۲ میلیونه کسان به بې‌وزلۍ ته وغورځېږي، د سرې مواد به کم شي، د فصلونو حاصلات به راکم شي او ۴۵ میلیونه نور کسان به له سختې لوږې سره مخ شي.

ګوتریش په درېیم سناریو کې لیکلي، که بحران د کال تر پایه دوام وکړي، نو انفلاسیون به له ۶ سلنې اوړي، اقتصادي وده به ۲ سلنې ته راټیټه شي او نړیوال اقتصاد به د شدید رکود له خطر سره مخ شي، چې تر ټولو زیات اغېز به پر زیان‌منونکو هېوادونو او خلکو پرېوځي.

ګوټریش خبرداری ورکړی چې نړۍ د یو احتمالي نړیوال اقتصادي رکود له سیوري سره مخ ده، چې نه یوازې اقتصاد بلکې ټولنیز ثبات او سیاسي وضعیت هم په جدي ډول اغېزمنولای شي.

ډونالډ ټرمپ: د ايران پر وړاندې د اقدام لپاره د هېڅ هېواد مرستې ته اړتيا نه لرو

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۵۳ GMT+۱
ډونالډ ټرمپ: د ايران پر وړاندې د اقدام لپاره د هېڅ هېواد مرستې ته اړتيا نه لرو
100%

د امريکا ولسمشر ويلي، ايران بايد هېڅ‌کله اټومي وسلو ته لاسرسی پيدا نه کړي او امريکا د هر ډول احتمالي اقدام لپاره د نورو هېوادونو مرستې ته اړتيا نه لري. ټرمپ وويل، چې له لومړۍ ورځې راهيسې د ايران کار «پای ته رسېدلی و» او که اړتيا پېښه شي، امريکا بشپړ چمتووالی لري چې اقدام وکړي.

ډونالډ ټرمپ د ځينو اروپايي هېوادونو په اړه نيوکه وکړه او ويې ويل: «ايټاليا له موږ سره هېڅ مرسته نه ده کړې او هسپانيا خو بېخي کمزورې وه».

هغه زياته کړه، چې امريکا د اوکراين په مسئله کې له دغو هېوادونو سره مرسته کړې، په داسې حال کې چې د ده په وينا، اوکراين له امريکا سره مستقيم تړاو نه لري. د امريکا ولسمشر پر جرمني هم نيوکه وکړه او ويې ويل چې دغه هېواد د کډوالۍ، انرژۍ او اوکراين له ستونزو سره مخ دی.

هغه زياته کړه، چې د جرمني يوه چارواکي د ايران په اړه د امريکا پر تګلارې نيوکه کړې، خو کله چې ترې وپوښتل شول چې ايا ايران بايد اټومي وسلې ولري که نه، نو منفي ځواب يې ورکړ.

ټرمپ ټينګار وکړ: «د نړۍ لپاره، زموږ د هېواد لپاره، او بېشکه د اسرایيل، منځني ختيځ او اروپا لپاره دا د منلو وړ نه ده چې ايران اټومي وسلې ولري». د امریکا ولسمشر وويل چې د امريکا پوځ د ايران حکومت ډېر کمزوری کړی دی.

د امريکا ولسمشر دا ادعا هم وکړه چې ايران په تېرو دوو مياشتو کې ۴۲ زره کسان وژلي دي، چې ډېری يې اعتراض کوونکي وو. د هغه په خبره، يو نامتو پهلوان او د هغه ملګري هم د اعتراض له امله اعدام شوي دي.

هغه د ايران د چارواکو په اړه وويل: «دا يو سخت او تاوتريخوالی لرونکی ډله ده، خو موږ هغوی ډېر کمزوري کړي دي او اقتصاد يې په ډېر خراب حالت کې دی. بايد وګورو چې تر کومه وخته دوام کولی شي».

ټرمپ زياته کړه: «موږ کولای شو د تهران له پاسه مستقيم الوتنه وکړو بې له دې چې پر موږ ډزې وشي، ځکه هغوی هوايي دفاع نه لري. هغوی هېڅ نه لري او هڅه کوي پوه شي چې څه روان دي».

د امریکا ولسمشر زیاتوي چې دی به خبرې اترې وکړي، خو ايران د کمزورۍ له دريځه دې خبرو ته اړ شوی، نه د ځواک له موقعيت څخه. ټرمپ په پای کې وويل: «موږ کولای شو هغه هېواد له منځه يوسو».

د پاکستان پوځ په پښتونخوا کې د ۱۳ وسله‌والو د وژل کېدو ادعا کړې

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۳۹ GMT+۱
د پاکستان پوځ په پښتونخوا کې د ۱۳ وسله‌والو د وژل کېدو ادعا کړې
100%

د پاکستان پوځ اعلان کړی چې په تېرو دوو ورځو کې يې ۱۳ وسله‌وال، چې غوښتل يې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د خېبرپښتونخوا ایالت ته واوړي د اوښتو پر مهال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د مهمندو ایجنسۍ په سيمه کې د دې هېواد ځواکونو له يوې وسله‌والې ډلې سره نښته وکړه او اته کسان يې ووژل.

د خبرپاڼې له مخې، په بله نښته کې چې د شمالي وزيرستان په سيمه کې شوې، پنځه نور وسله‌وال چې غوښتل يې له افغانستانه واوړي، د ډزو په تبادله کې وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په دې اعلاميه کې طالبان د سرحدونو په کنټرول کې په «بشپړه ناکامۍ» تورن کړي دي. په خبرپاڼه کې راغلي: «دغه نښتې يو ځل بيا د پاکستان دا دريځ تاييدوي چې طالبان د پولې په اغېزمن مديريت کې په بشپړه توګه پاتې راغلي دي».

پاکستاني پوځ له طالبانو غوښتي چې خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي او پرېنږدي چې وسله‌وال د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې ترهګريز بریدونه ترسره کړي. همدارنګه له هغوی غوښتنه شوې چې د افغانستان وګړو د ترهګريزو بريدونو لپاره پاکستان ته د ننوتو مخه ونيسي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي هم د خپل هېواد د امنيتي ځواکونو ستاينه کړې چې د وسله‌والو د اوښتو مخه يې نيولې او دغه کسان يې له هند سره تړلي بللي دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په وروستيو اوونيو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سرحدي کړکېچ زيات شوی او د ګډې پولې په اوږدو کې پرله‌پسې نښتې روانې دي.

پاکستاني پوځ د هغه څه په ځواب کې چې «د وسله‌والو نفوذ» يې بولي، د افغانستان د ختيځ ځينې سيمې، لکه د کونړ ولايت، د توپچي بريدونو هدف ګرځولي چې د راپورونو له مخې لسګونه ملکيان پکې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

طالبانو هم په غبرګون کې جنوبي وزيرستان کې د‌ پاکستاني پوځ ځينې پوستې په نښه کړې دي، چې له امله يې يو شمېر پاکستاني وګړي ټپيان شوي دي.