هغه وایي، چې اوس افغانستان ته د جبري ستنېدو له ګواښ سره مخ ده. نوموړې افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د ښځو د حقونو او مدني اعتراضونو د پوښښ په برخه کې د خپلو رسنیزو فعالیتونو له امله اړه شوه افغانستان پرېږدي. هغه اوس په پاکستان کې ژوند کوي او د خپل ځان او کورنۍ لپاره د ناخوندي او بېثباته وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي.
د هغې په وینا؛ لومړنی جدي ګواښ هغه مهال پیل شو، چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانېستلو په ملاتړ د یوې اعتراضي غونډې د خبري پوښښ لپاره ورغلې وه. په دغه پېښه کې طالبانو پر لاریونوالو برید وکړ او خبریالان او لاریونوال تېښتې ته اړ شول.
هغې همداراز د بلې پېښې یادونه کړې، چې د کاج ښوونیز مرکز د برید د قربانیانو لپاره د یوې عدالت غوښتنې غونډې راپور جوړولو پرمهال رامنځته شوې وه. د هغې په وینا؛ طالبانو پر دغه غونډه هم برید وکړ او یوشمېر ګډونوال یې ونیول. هغه زیاتوي، چې یوه نیول شوې نجلۍ په زندان کې مړه شوه او بلې تر خوشې کېدو وروسته د رواني فشارونو له امله ځان وژنه وکړه.
نبيزاده وايي، د دغه راپورونو له خپرېدو وروسته د طالبانو لهخوا ونیول شوه او څو ساعته تر پوښتنو ګروېږنو، ګواښونو، رواني فشار لاندې وساتل شوه. د هغې په وینا؛ وروسته په لنډمهالي او مشروط ډول خوشې شوه.
یاسمین زیاتوي، له خوشې کېدو وروسته او د ځینو نړۍوالو بنسټونو او د بشري حقونو د فعالانو په سلا اړه شوه چې بلخ ولایت پرېږدي. هغه وايي، د بلخ څخه تر پنجشېر او بیا کابل پورې د تېښتې سفر یې شپږ ورځې وخت ونیوه او په دې موده کې یې تل ځان پټ ساته او د طالبانو له څار یې ځان ژغوره.
یاسمین نبيزاده بالاخره په ۲۰۲۳کال کې له خپلو درېیو کوچنیو ماشومانو سره د ځمکې له لارې پاکستان ته ولاړه؛ خو اوس هم له یوې نوې ستونزې سره مخ ده. د هغې په وینا؛ له دوو کلونو زیات وخت کېږي، چې له ناروښانه برخلیک سره مخ ده.
نبيزاده ټینګار کوي، که بېرته افغانستان ته ستنه شي؛ نو د خپلې کاري مخینې له امله به له نیول کېدو، شکنجې او حتی له مرګ سره مخ شي. نوموړې شکایت کوي، چې د کډوالۍ له پیل راهیسې تراوسه یې د هېڅ کورني یا نړۍوال بنسټ لهخوا هېڅ ډول مرسته نهده ترلاسه کړې او په دې موده کې یې له ډېرو محدودو امکاناتو سره ژوند ته دوام ورکړی دی.
د یاسمین نبيزاده کیسه د هغو لسګونه افغان ښځینه خبریالانو د وضعیت انځور وړاندې کوي، چې تر وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته د هېواد دننه د امنیتي ګواښونو او په جلاوطنۍ کې د ناروښانه برخلیک سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې او نړۍوالو سازمانونو په وار، وار خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته د افغان خبریالانو او نورو فعالانو اېستل دوی د غچ اخیستنې، خپلسرې نیونې او د نورو جدي زیانونو په ګډون له احتمالي ګواښونو سره مخ کوي.