• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شاه محمود میاخېل: له پاکستان سره غیر رسمي غونډې د افغانستان دریځ کمزوری کوي

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۰۱:۴۱ GMT+۱

د جمهوریت پر مهال د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ په اړه ویلي، چې له اسلام‌اباد سره غیر رسمي ناستې او «ټرک ټو» غونډې د افغانستان دریځ زیانمنوي او د پاکستان د دریځ د پیاوړتیا سبب ګرځي.

میاخېل په خپل ایکس پیغام کې ویلي، کله چې د دوو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې او یا د جګړې حالت ته نږدې شي، مستقیمې او غیر رسمي خبرې باید وځنډول شي او یوازې رسمي ډیپلوماټیک چینلونه د اړیکو لپاره وکارول شي.

هغه ټینګار کړی، چې په داسې شرایطو کې د درېیم هېواد په کوربتوب غیر رسمي غونډې، که څه هم د «ټرک ټو» یا نیمه رسمي بڼه ولري، د «سیاسي سوء استفادې» لامل ګرځي. د نوموړي په وینا، د ترکیې په کوربتوب د ورته غونډو جوړېدل «هیڅ سیاسي جواز نه لري.»

میاخېل پوښتنه راپورته کړې چې ایا افغانستان او پاکستان عملاً د جګړې په حالت کې دي که نه، او زیاته کړې چې که پاکستان د افغانستان پر حریم بریدونه کوي او ملکي تاسیسات په نښه کوي، نو له دغه هېواد سره مستقیمې او غیر رسمي ناستې «د افغانستان د دریځ د کمزوري کولو» معنا لري.

هغه ویلي: «د پاکستان سره مستقیم ټرک ټو او یا ورته مجلسونه د افغانستان موقف کمزوری کوي او د پاکستان د ناروا اقداماتو د تأیید پیغام ورکوي.»

میاخېل همداراز د ترکیې په کوربتوب غونډه غندلې او ویلي یې دي چې د دې ډول غونډو انځورونه خپرول د دې لپاره کېږي چې پاکستان نړۍ ته وښيي چې ګواکې د افغانستان دننه هم د حکومت له دریځ سره مخالفت شته.

هغه ټینګار کړی چې په اوسنیو حساسو شرایطو کې باید یوازې د درېیمګړي هېواد له لارې رسمي خبرې وشي او غیر رسمي غونډې نه یوازې ستونزه نه حلوي، بلکې «پر ټپ مالګه دوړوي.»

نوموړي د افغانستان له اوسنیو چارواکو وغوښتل چې له نړیوالو تجربو زده کړه وکړي او داسې ګامونه وانخلي چې د هېواد حیثیت ته زیان ورسوي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۳

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي په ننګرهار کې یې ۱۹ کسان د نشه‌يي توکو د کاروبار په تړاو نیولي

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۰۰:۴۰ GMT+۱
طالبان وايي په ننګرهار کې یې ۱۹ کسان د نشه‌يي توکو د کاروبار په تړاو نیولي
100%

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، په تېره یوه اونۍ کې یې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۹ کسان د نشه‌يي توکو د قاچاق، پېر او پلور په تور نیولي دي. یاده قومندانۍ زیاتوي، له دغو کسانو یوه اندازه نشه‌يي توکي هم ترلاسه شوي دي.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند سید طیب حماد وايي، دغه کسان له مرکز جلال‌اباد ښار سربېره له ۲۲ ګونو ولسوالیو نیول شوي دي.

د نوموړي په وینا، له یادو کسانو یوه اندازه نشه‌يي توکي او ۱۳ موټر هم ترلاسه شوي دي.

د یوه بل خبر له‌مخې، د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۱۰مه) د دغه ولایت په مرکز کې دوه کسان د یوې رېکشا د غلا په تړاو نیول شوي دي. د سرچینې په وینا، یادو کسانو له کابل څخه تر جلال‌اباد پورې یاده رېکشا کرایه کړې وه، خو د جلال‌اباد ښار په بهرباد سیمه کې د رېکشا چلوونکی ښکته او رېکشا یې ترې وړې وه، چې بالاخره ونیول شول.

100%

ویل کېږي یاده رېکشا به تر پوښتنو او ګروېږنو وروسته خپل اصلي مالک ته وسپارل شي.

صحرا کریمي: طالبان یوازې ښوونځي نه بلکې د افغان ښځو غږ او فکر هم خاموشوي

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۱۹ GMT+۱
صحرا کریمي: طالبان یوازې ښوونځي نه بلکې د افغان ښځو غږ او فکر هم خاموشوي
100%

د جمهوریت پر مهال د افغان فلم پخوانۍ مشرې صحرا کریمي ویلي چې طالبانو نه یوازې د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه تړلي، بلکې د افغان ښځو د حضور، فکر او بیان د محدودولو هڅه هم کوي، خو په وینا یې افغان ښځو تسلیمي نه دي منلي.

صحرا کریمي دغه څرګندونې د «د افغانستان د ښځو د ملاتړ نړیوال ایتلاف» په ناسته کې کړې دي او ټینګار یې کړی چې په تېرو نږدې پنځو کلونو کې د د طالبانو حکومت سیاستونه د افغان ښځو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو لامل شوي دي.

نوموړې ویلي: «په تېرو څلورو کلونو او اتو میاشتو کې طالبانو، چې د ښځو او نجونو پر ضد یوه ډېره وحشیانه ډله ده، نه یوازې ښوونځي تړلي او نه یوازې یې د افغانستان د نجونو او ښځو لپاره پوهنتونونه بند کړي دي، بلکې هڅه کوي د ښځو غږ خاموش کړي، د هغوی حضور محدود کړي او د ښځو فکر او اند بند کړي.»

کریمي زیاته کړې چې د دغو سختو محدودیتونو سربېره، افغان ښځو مقاومت کړی او له مبارزې یې لاس نه دی اخیستی. هغې ویلي: «خو د افغانستان ښځې ندي تسلیم شوي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته په افغانستان کې د ښځو د تعلیم، کار او ټولنیز حضور په اړه پراخ محدودیتونه نافذ شوي، چې په کور دننه او نړیواله کچه یې جدي غبرګونونه راپارولي دي.

احمد ضیا مسعود: فدرالیزم هغه وخت بریالی کیدای شي چې د مرکز او سیمو ترمنځ ویش تنظیم شي

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۵۳ GMT+۱
احمد ضیا مسعود: فدرالیزم هغه وخت بریالی کیدای شي چې د مرکز او سیمو ترمنځ ویش تنظیم شي
100%

د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام‌ پر مهال د ولسمشر مرستیال احمد ضیا مسعود په خپلې تازه مقاله کې ليکلي، چې فدرالېزم د حکومتولۍ «وروستی جوړښت» نه دی، بلکې يوازې هغه مهال په ماناداره ډول ارزول کېدای شي چې د دولت جوړونې يو تدريجي بهير پوره شوی وي.

هغه ټينګار کړی، چې په فدرالي نظام کې د سياسي او اداري واک يوه برخه سيمه‌ييزو واحدونو ته سپارل کېږي او خلک خپل اجرايوي او سياسي مشران په مستقيم ډول ټاکي، خو مرکزي حکومت بيا هم د بهرنۍ تګلارې، ملي دفاع، عمومي امنيت او لويو اقتصادي پاليسيو مسؤليت پر غاړه لري.

هغه د فدرالېزم د ګټو په بيان کې ليکلي، چې د سيمه‌ييزو ادارو نږدېوالی د خلکو له ټولنيزو او اقتصادي واقعيتونو سره، د پرېکړو بهير چټکوي، بيروکراسي کموي او د خلکو ګډون زياتوي. خو د هغه په اند، فدرالېزم هغه وخت بريالی کېدای شي چې د مرکز او سيمو ترمنځ دندو وېش په سمه توګه تنظيم شي، څو هم د هېواد يووالی وساتل شي او هم د سيمو تنوع او خوځښت ته لاره هواره شي. مسعود زياته کړې چې د فدرالېزم موخه د ځانګړو هويتونو پياوړتيا نه، بلکې د عادلانه سيمه‌ييز پرمختګ لپاره يو پرمختيايي چوکاټ رامنځته کول دي.

هغه د تمرکزکمولو او فدرالېزم ترمنځ توپير هم روښانه کړی او ويلي يې دي چې تمرکزکمونه د اداري او مالي واک لېږد دی، پرته له دې چې د حکومت جوړښت بدل شي؛ خو فدرالېزم بيا د اساسي قانون له مخې د واک وېش دی چې د مرکز او فدرالي واحدونو ترمنځ تنظيمېږي.

د هغه په وينا، په افغانستان کې د کمزورو بنسټونو، قومي تنوع او د ناپايدارو حکومتونو د تجربې له امله، د فدرالېزم بحث زياتره سياسي او هويتي بڼه خپله کړې او که بنسټيز شرطونه برابر نه شي، ښايي د بېلتون لامل شي. هغه زياته کړه چې افغانستان اوس د دولت جوړونې په لومړني پړاو کې دی، نه د فدرالي جوړښت د طرحې په مرحله کې.

مسعود د نورو هېوادونو د بېلګو په يادولو سره ليکلي چې په برازيل کې فدرالېزم د تدريجي مالي تمرکزکمولو او قوي ادارو له جوړېدو وروسته رامنځته شو، خو په عراق کې له ۲۰۰۳ وروسته، د ملي هويت کمزورۍ او د تېلو پر سرچينو سيالۍ، فدرالېزم د دوامدارو کړکېچونو د مديريت وسيله وګرځوله.

هغه ايتوپيا هم د قومي فدرالېزم بېلګه وبلله چې د ګډ ملي هويت او قوي بنسټونو د نشتوالي له امله يې کورنۍ شخړې زياتې کړې دي. د همدې پر بنسټ، هغه د افغانستان لپاره ځينې ضروري شرطونه ياد کړي، لکه د ملي دولت پياوړتيا، غيرقوميز پوځ، خپلواکه قضايي قوه، مسلکي اداره، د عامه خدمتونو لپاره اداري تمرکزکمونه، مالي او مالياتي اصلاحات، لږ تر لږه ګډ ملي هويت، غيرقوميز ملي رسنۍ او دوامداره ديموکراتيک بنسټونه.

هغه د بدلون لپاره څلور پړاوه تګلاره هم وړانديز کړې ده: «لومړی، لنډمهاله اداري تمرکزکمونه د خدمتونو د ښه کېدو لپاره، پرته له دې چې د واک جوړښت بدل شي؛ دوهم، منځمهاله مالي او اداري تمرکزکمونه د ولايتونو د وړتيا او د بودجې د روڼتيا د زياتېدو لپاره؛ درېيم، د ملي بنسټونو پياوړتيا د يو اغېزمن مرکزي حکومت د ټينګښت لپاره؛ او په پای کې، که شرطونه برابر شي، د يو محدود فدرالېزم ارزونه د يو ثابت اساسي قانون په چوکاټ کې».

د هغه په وينا، د هېوادونو تجربې ښيي چې د فدرالېزم بريا يا ناکامي تر ډېره د ملي بنسټونو په ځواک پورې تړلې ده، نه يوازې د حقوقي جوړښت په طرحه، نو له همدې امله د افغانستان لپاره اوسنی لومړيتوب بايد د ملي دولت پياوړتيا وي.

د طالبانو د سترې محکمې اداري مرستیال: که محاکم پر فساد اخته شول بیا ټول نظام فاسديږي

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۵۰ GMT+۱
د طالبانو د سترې محکمې اداري مرستیال: که محاکم پر فساد اخته شول بیا ټول نظام فاسديږي
100%

د طالبانو د سترې محکمې اداري مرستیال د کونړ لپاره د دغې ډلې د محاکمو مسوولینو ته په وینا کې وویل، که محاکم پر فساد اخته شول، نو بیا ټول نظام ورسره فاسدیږي. د طالبانو پر محاکمو تور دی، چې د خلکو قضایاوې ډېرې ځنډوي او دا په خپله فساد ته د زمینې برابرول دي.

د طالبانو د سترې محکمې اداري مرستیال سخا‌الله سعید د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۱۰مه) د کونړ ولایت لپاره د طالبانو د محاکمو مسوولینو ته د وینا په ترڅ کې وویل، محاکم د یوه نظام د «زړه» حیثیت لري او په باور یې که زړه سالم وي، نو ورسره ټول بدن سالم وي.

د سعید په باور، که محاکم فعال وي او پرېکړې هم پر حق او عدالت وکړي، نو په ولس او «منطقه» کې به امنیت وي او زیاتوي، که محاکم پر فساد اخته شول، نو ورسره ټول نظام فاسدیږي.

هغه وویل: «که چېرې خدای مه‌کړه په محاکمو کې فساد راغی، نو بیا دا ټول نظام ورسره فاسدیږي».

د نوموړي په وینا، ټول نظام محاکمو ته ګوري، چې څنګه او پر کوم اساس پرېکړې کوي او په باور یې که محاکم اصلاح وي، نو ټوله «معاشره» به ورسره اصلاح وي.

هغه زیاته کړه: «محاکم او قضاوت کول نه یوازې په یوې ټولنه کې د امنیت سبب کېږي، بلکې دا د الله امر دی».

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو پر محاکمو دا تور دی، چې د خلکو قضایاوې ډېرې ځنډوي او د هغوی په باور دا په خپله فساد ته د زمینې برابرول دي.

د افغانستان د خطرونو اوونیزه وړاندوینه؛ د سېلابونو او تودوخې د لوړېدو خبرداری ورکړ شوی

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۴۶ GMT+۱
د افغانستان د خطرونو اوونیزه وړاندوینه؛ د سېلابونو او تودوخې د لوړېدو خبرداری ورکړ شوی
100%

د طالبانو تر واک لاندې د پېښو سره د مبارزې او امادګۍ ادارې د نړیوالو باوري بنسټونو د ارزونو پر بنسټ خبرداری ورکړی، چې د هېواد په شمال‌ختیځ، ختیځ او مرکزي ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو ګواښونه شته، په داسې حال کې چې په ځینو سیمو کې وچکالي او لوړې تودوخې هم دوام لري.

دغه ادارې پر ایکس خواله رسنۍ کې ویلي، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د غویي له ۱۰مې تر ۱۶مې نېټې پورې د هېواد د هوا پېژندنې وضعیت د وچکالۍ، ورښتونو او تودوخې له پلوه بېلابېل بدلونونه ښيي.

د راپور له مخې، په تېرو ۳۰ ورځو کې د هېواد په پراخو سیمو کې د بارانونو په کچه کې مثبت انحراف ثبت شوی، او په ځینو مواردو کې د باران اندازه له ۱۰۰ ملي‌متره هم لوړه شوې ده. خو د واورې د اوبو معادل ارزښتونه لا هم د اوسط په پرتله ټیټ پاتې دي، که څه هم د مارچ میاشتې په پرتله ښه والی پکې راغلی دی.

یاده اداره زیاتوي، چې د غیر عادي وچکالۍ وضعیت لا هم د هېواد په شمال‌ختیځ، په ځانګړي ډول د بدخشان ولایت په ځینو برخو کې موجود دی.

په ورته وخت کې، د ورښتونو په برخه کې وړاندوینه شوې چې په شمال‌ختیځو سیمو کې به د ۱۰ تر ۵۰ ملي‌متره پورې، او په مرکزي او ختیځو سیمو کې د ۵ تر ۲۵ ملي‌متره پورې باران وشي، چې ځینې ځایونه به له اوسط څخه لوړ وي. د همدې وضعیت له امله، په شمال‌ختیځ، ختیځ او مرکزي افغانستان کې د سېلابونو د رامنځته کېدو خطر هم شته.

د راپور له مخې، په سویل‌ختیځو او سویلي سیمو کې د سیندونو د اوبو جریان هم له منځني تر لوړ کچې پورې اټکل شوی دی.

د تودوخې په اړه دغه اداره وایي، چې د هېواد په ډېرو سیمو کې به اعظمي تودوخه له اوسط سره نږدې وي، خو په فراه ولایت، نیمروز ولایت او هلمند ولایت کې به تودوخه له ۳۵ درجې سانتي‌ګراد څخه لوړه شي. همدارنګه د شمالي ټیټو سیمو په ځینو برخو کې هم ورته لوړه تودوخه اټکل شوې ده.