ځايي سرچینو نن یکشنبه، د غويي پر ۱۳مه وویل، چې د افغانستان د جنوب لویدیزو ولایتونو هلمند، فراه، ارزګان او کندهار په یو شمېر سیمو کې تاریاک دننه په کورونو او کلاوو کې کرل شوي دي.
د سرچینو په وینا، له دې وړاندې د طالبانو د تارياکو د مخنيوي ډلې کسان د خلکو کورونو، مېلمستونونو او باغونو ته په زور ننوتل او په يو شمېر سيمو کې یې له خلکو سره شخړې هم شوې وې.
ځايي اوسېدونکي وايي، چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله له حکم وروسته په کورونو او باغونو کې دننه د کوکنارو اړولو لړۍ درېدلې ده.
د روان کال په وري میاشت کې د طالبانو د کندهار امربالمعروف ریاست یو مکتوب افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی و، چې له محتسبانو نه پکې د ملاهبت الله د یو فرمان پر بنسټ، د کندهار په غورک ولسوالۍ کې د کوکنارو اړولو په موخه کورونو او باغچو ته د نه ننوتلو، غوښتنه شوې وه.
په هلمند کې ځايي سرچینیې وايي، چې د طالبانو امنیتي مسوولانو د ولسواليو او دښتي سيمې د ټولو امنيتي پوستو کسان له يوې ولسوالی څخه بلې او له يوې سيمې، بلې سيمي ته تبديل کړي او په دې سره له سيمو نه د بلدو طالبانو په ایستلو، بزګرو ته د تارياکو د کرلو زمينه برابره شوې ده.
په جنوب ختیزو ولایتونو کې د کوکنارو کاروباریان وايي، چې د کندهار، ارزګان، فراه او هلمند په سیمه ییزو اونیزو بازارونو کي هم تازه ترلاسه شوي تارياک لیدل کيږي او ګڼو بزګرو، په ځانګړي ډول، په دښتي سيمو کي د (ثوري) تارياکو کښتونه يا کرلي او يا يې هم په کر لګيا دي.
سرچینې وايي، چې له همدې امله په یادو ولایتونو کې د تاریاکو بيې هم شاوخوا شل سلنه راټيټې شوې دي.
په جنوب لويديزو ولایتونو کي کوکنار په دريو فصلونو کي کرل کېږي، چې لومړی او اصلي فصل يې په ژمي کې، دویم فصل يې په غويي مياشت کې او درېيم فصل يې په مني کې کرل کیږي خو (ثوري) او (د مني) کښتونه ډېری په دښتو کې کرل کيږي او تر ټولو ښه حاصل هم همدا سيمې ورکوي.
ځايي سرچینې وايي، چې د جنوب لويديزو ولایتونو د اوارو دښتو خلک، چې ډېری د طالبانو پلويان دي، د تارياکو له کښت پرته له نورو کښتونو هیڅ ګټه نه شي ترلاسه کولای خو د تارياکو د کښتونو له بندښت را وروسته دا خلک له طالبانو سره ښکر په ښکر شول او د طالبانو پلویانو دا دلیل وړاندې کاوه، چې دوی د دې ډلې لپاره ډېره قرباني ورکړې، نو بايد د تارياکو مخنيوی ونه شي.
د طالبانو ځینې باخبره سرچینې وايي، چې امریکا طالبانو ته له کوکنارو او نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې خپلې مرستې ځنډولې دي.
خو ددغو سیمو ځینې برګران نیوکه کوي، چې دوی هېڅکله په مستقیم یا غیر مستقيم ډول، له دغو مرستو نه دي برخمن شوي او حتا له پخواني حالت څخه هم ډېر بزګر له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د ملاهبت الله اخوندزاده په امر په ټول هېواد کې د نشهيي توکو کښت منع اعلان کړی دی.