• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په تېره یوه میاشت کې ۶۶۹ تنه د غلا، جنايي جرمونو او نشه‌يي توکو د پلور په تور نیول شوي

عبدالله همیم
عبدالله همیم

خبریال

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۱۴:۰۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۱۵:۲۶ GMT+۱

د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي د وسله‌والو غلاوو او جنايي پېښو له زیاتوالي شکایت کوي او وایي، غله او د عامه نظم ګډوډوونکي د طالبانو یونیفورم کاروي. طالبانو په تېرو ۳۳ ورځو کې د غلا او نشه‌يي توکو په تړاو د ۶۶۹ کسانو د نیولو خبر ورکړی، چې په اوسط ډول هره ورځ شاوخوا ۲۰ تنه کېږي.

د هېواد د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو په خپلو سیمو کې د وسله‌والو غلاوو، د عامه نظم ګډوډولو او د نشه‌يي توکو د پلور د زیاتوالي په اړه اندېښنې شریکې کړې دي.

یو شمېر کسانو له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې د دوی په سیمو کې ورځ تربلې وسله‌والې غلاوي، باج اخېستنه او د نشه‌يي توکو پیر او پلور مخ په زیاتېدو دی.

د رحیم الله په نوم د کابل ښار یو اوسېدونکی وایي:«د شپې شاوخوا ۱۰ بجې وي، له کار څخه پر موټرسایکل کورته تلم، کور ته په نږدې کوڅه کې دوو کسانو ودرولم، فکر مې کاوه، چې د ګزمې طالبان دي، خو هغوی وسله راته ونیوله او ویل یې موټر سایکل پریږده او موبایل دې هم موږ ته راکړه».

نوموړی وايي، چې له پیښې وروسته یې د طالبانو اړوندې حوزې ته شکایت وکړ، خو تر اوسه یې هېڅ درک نه دی معلوم شوی.

د طالبانو د المپیک ملي کمېټې او سپورټ پخوانی رییس نظر محمد مطمین د یکشنبې په ورځ وویل، چې په یوه اونۍ کې د کابل په دارالامان سیمه کې یوازې په یوه کوڅه کې له درې کورونو غلاوې شوې دي.

یو شمېر کسان وايي، چې غله د طالبانو په څېر وسله او یونیفورم کاروي او دا د طالبانو او غلو ترمنځ تشخیص ستونزمنوي.

د کابل یو تن بل اوسېدونکي د نوم نه اخېستلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل:« اوس چې موږ طالبان پر چیک پوانیټ دروي، نو له سلام کلام وروسته وايي، چې جیب خرچه راکړه. له دې څخه معلومیږي، چې د هغوی معاش کم دی».

خو یو شمېر نور کسان په افغانستان کې د بیکارۍ کچې لوړېدل د غلا او جنايي پېښو د زیاتېدو لامل ګڼي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د رسمي خبرپاڼو له‌مخې، د وري میاشتې له ۱۱ مې نیټې څخه د غويي تر ۱۳ مې نیټې د ۳۳ ورځو په ترڅ کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وسله‌والو غلاوو، جنايي جرمونو، عامه نظم ګډوډي، د نشه‌يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ۶۶۹ کسان نیول شوي دي.

طالبانو له یادو کسانو سره، په زیاته اندازه، نشه‌يي توکي، وسلې او غلا شوي وسایل هم نیولي دي.

طالبانو په خپلو خبرپاڼو کې هم دا منلې، چې یو شمېر غله یې د دوی د یونیفورم، وسلې او موټر څخه په استفاده هم نیولي دي.

د شنونکو په باور، دا شمېر، چې په اوسط ډول هره ورځ شاوخوا ۲۰ نیونې کیږي، یا د جرمونو د زیاتوالي انعکاس کېدای شي او یا هم د امنیتي عملیاتو د پراخېدو نښه ده.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو مشر مولوي هبت الله د روان ۱۴۰۵ مالي کال بودجه تایید کړې ده

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۱۳:۵۰ GMT+۱
د طالبانو مشر مولوي هبت الله د روان ۱۴۰۵ مالي کال بودجه تایید کړې ده
100%

د طالبانو په مالیې وزارت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې مولوي هـبت الله اخوندزاده د روان ۱۴۰۵ مالي کال بودجه تایید کړې ده. د سرچینو په وینا، نن له کندهار څخه د بودجې جزئیات د طالبانو مالیې وزارت ته سپارل شوي دي او ډېر ژر به په رسمي ټول د بودیجې اعلان وشي.

د طالبانو باخبره سرچینو نن یکشنبه، د غويي پر ۱۲ مه وویل، چې د روان کال د بودجې د ځنډېدو له امله د ځینو وزارتونو معاشونه هم ځنډېدلي دي.

د معلوماتو له مخې، د طالبانو مشر د روان کال په مالي بودجه کې د معاشاتو په برخه کې ځینې تغییرات منلي او د ځینو ادارو د کارکوونکو معاشونه هم یوه کچه لوړ شوي دي.

د بودجې جزئیات تراوسه لا نه دي په ډاګه شوي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر د طالبانو له استازو سره پټه همکاري ډېره کړې

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۱۳:۲۴ GMT+۱
د جرمني د کورنیو چارو وزیر د طالبانو له استازو سره پټه همکاري ډېره کړې
100%

د جرمني د کورنیو چارو وزیر دوبرېنډټ په وروستیو میاشتو کې د طالبانو له ډيپلوماتانو سره پټه همکاري پام وړ زیاته کړې ده. د دې همکارۍ هدف له جرمني څخه افغانستان ته د کډوالو د اخراج شمېر ډېرول بلل کېږي.

د جرمني د زیډ ډي اېف او ټاګیس شاو د رپوټ له مخې، د فدرالي حکومت او ایالتونو په همغږۍ ګڼ شمېر افغان وګړي هغو طالبانو ته ور وپېژندل شوي چې تېر کال جرمني ته استول شوي وو. هدف دا و چې هغوی د اخراج لپاره اړین اسناد صادر کړي.

دا پروسه په تېرو میاشتو کې څو ځله په بن ښار کې د جرمني د مهاجرت او کډوالۍ فدرالي دفتر په څانګه او د برلین په هوايي ډګر کې ترسره شوې ده. د جرمني د کورنیو چارو وزارت دا ډول اقدامات د «فدرالي پولیسو عملیات» بللي او ویلي یې دي چې یوازې فضا یې د کډوالو ادارې برابره کړې وه، خو د بهرنیو چارو وزارت په دې پروسه کې ښکېل نه و.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په اپرېل کې یوه داسې غونډه هم مستنده شوې چې له بېلابېلو ایالتونو نه پکې د پولیسو موټر لیدل شوي او افغان کډوال یې راوستي وو. وروسته د طالبانو د کونسلګرۍ یو موټر له ځایه وتلی و او د طالبانو یو استازی لیدل شوی چې له امنیتي کارکوونکو سره یې په خندا خبرې کولې.

ویل کېږي چې دغه استازی د طالبانو د کونسلګرۍ مامور «سعید» دی، چې په ۲۰۲۵ کال کې له یوه بل غړي سره جرمني ته استول شوی و. د راپورونو له مخې، دغو کسانو په عمل کې د برلین د افغان سفارت او د بن کونسلګرۍ چارې تر ډېره تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.

د جرمني بهرنیو چارو وزارت وایي چې دا بدلون ورته په رسمي ډول نه دی اعلان شوی او دوی لا هم پخواني ډیپلوماتان رسمي استازي ګڼي.

په ورته وخت کې، د جرمني فدرالي او ایالتي ادارې د کډوالو د اخراج پروسه تر ډېره په پټه پرمخ وړي او د رسنیو پوښتنو ته ډېر محدود معلومات ورکوي.

د چارواکو په وینا، هدف دا دی چې افغانستان ته د نورو کسانو د اخراج لپاره ډله‌ییزه پروسه چمتو شي او لومړیتوب پکې مجرمین دي، خو ځینې نور مجرد نارینه هم په پام کې نیول شوي دي.

د معلوماتو له مخې، د۲۰۲۵کال له جولای راهیسې لږ تر لږه ۱۳۸ کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.

وروستۍ الوتنه د همدې اونۍ په پیل کې له لایپزیګ څخه کابل ته وه، چې ۲۵ کسان پکې لېږدول شوي وو.

د ځینو وکیلانو په وینا، دا پروسه تر سخت فشار لاندې ترسره کېږي او د دفاع امکانات محدود دي.

د هامبورګ ښار وکیل جولیوس بوخولټ د څو افغان کډوالو استازیتوب کوي چې له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي.

د هغه په وینا، دا ډول دوسیې تر سخت فشار لاندې تنظیمېږي او احضار لیکونه ډېر لنډ وخت مخکې ورکول کېږي.

هغه وایي چې تر اوسه یې داسې حالت نه و لیدلی او دې کار له خپلو موکلینو سره دده اړیکه هم ستونزمنه کړې، ځکه هغوی په توقیف کې دي.

بوخولټ دا هم وایي چې له افغانستان نه راغلي کډوال د طالبانو استازو ته ورپېژندل کېږي، چې دا کار له حقوقي پلوه ډېر جنجالي دی. د هغه په وینا: «دا داسې یو حکومت دی چې په رسمیت نه دی پېژندل شوی، هېڅ باور پرې نشته، خو بیا هم د خلکو هویت تاییدوي».

د جرمني د پارلمان د کیڼ اړخې ګوند غړې کلارا بونګر له طالبانو سره همکاري تر پوښتنې لاندې راوستي او وايي، «له یوې خوا طالبان دي چې هره ورځ له بشري حقونو سرغړونه کوي، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې سختې ځپي او له بلې خوا د جرمني حکومت له همدې ترهګرې ډلې سره د اخراج لپاره معاملې کوي».

نوموړې وایي چې دا ډول اقدامات کولی شي طالبانو ته غیر مستقیم مشروعیت ور کړي.

طالبانو څه باندې ۹۰۰ کتابونه د خپلو اصولو او معیار «خلاف» بللي دي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۱۱:۲۱ GMT+۱
طالبانو څه باندې ۹۰۰ کتابونه د خپلو اصولو او معیار «خلاف» بللي دي
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د یادې دلې د کتاب ارزونې کمېسیون د زرګونه واردو شويو او لسګونه لیکل شویو کتابونه ارزونه کړې ده. یاد کمیسیون په همدې موده کې څه باندې ۹۰۰ کتابونه د خپلو اصولو او معیار خلاف بللي دي.

د طالبانو یاد وزارت د یکشنبې په ورځ ویلي، چې د کتاب اروزنې کمېسیون په تېر کال کې د ۱۵،۵۲۵ ټوکو صادر او واردو شویو کتابونو د ارزونې ترڅنګ د ۳۷۰ بېلابېلو لیکل شویو کتابونو ارزونه کړې ده.

د یاد وزارت په خبر پاڼه کې راغلي، چې طالبانو په همدې موده کې له خصوصي کتاب پلورنځیو څخه د خپلو اصولو او معیارونو خلاف ۹۲۹ ټوکه کتابونه هم راټول کړي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت دا نه ده روښانه کړې، چې دوی د کومې محتوا لرونکي کتابونه د خپلو اصولو او معیار خلاف بللي، خو وړاندې تردې هم طالبانو په کابل او ولایتونو کې ګڼ کتابونه له کتاب پلورنځیو راټول کړي او بندیز یې پرې لګولی دی.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته پر کتابونو، فرهنګي فعالیتونو او د چاپ او پلور پر بهیر پراخ بندیزونه او سانسور پلي کړي او ګڼ کتابونه یې په بېلابېلو نومونو له کتابتونونو راټول کړي او د ځینو پر خرڅلاو او واردولو یې بندیز لګولی دی.

د طالبانو د «کتاب ارزونې کمیسیون» د کتابونو ارزونه کوي او هغه اثار ردوي چې د دوی له فکري لیدلوري سره برابر نه وي.

راپورونه ښيي چې طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې دولتي او خصوصي کتابتونونه پلټلي او د ګڼو کتابونو، خپرونو او ادبي او هنري اثارو خرڅلاو او وېش یې بند کړی دی.

په کابل کې کتاب پلورونکي وايي، چې د طالبانو د کتاب ارزونې کمیسیون یوازې د هغو کتابونو د خپراوي اجازه ورکوي، چې ددوی له تګلارو سره برابر وي.

د کابل ښار یوه خپرندوی افغانستان انټرنشنل ته له نومښودنې پرته وویل، چې په تېر کال کې یې د طالبانو اطلاعاتو او کولتور وزارت ته د څو کتابونو نوملړ ورکړی، خو ډېری کتابونه له «اسلامي او ملي ارزښتونو» سره د ټکر په نامه له نوملړه اېستل شوي او د چاپ اجازه یې نه ده ورکړې.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت د ۱۴۰۴ کال په وږي میاشت کې دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته لارښودونه واستول، چې د درسي توکو د کارونې او محتوا په اړه پکې یادونه شوې وه. په لارښودونو کې پر ۱۸ مضامینو او شاوخوا ۷۰۰ کتابونو او درسي سرچینو بندیز ولګېد او استادان د ځینو هغو کتابونو له تدریس نه منع شول، چې له ایران نه وارد شوي وو.

دغه راز د طالبانو ادارې د ښځو پر کتابونو بندیز ولګاوه او ددې ډلې د لوړو زده کړو وزارت پوهنتونونو ته سپارښتنه وکړه، چې د تېر جمهوري نظام یو شمېر درسي کتابونه له «شریعت سره د ټکر له امله» باید نور تدریس نه شي.

د طالبانو د کتاب ارزونې کمیسیون په تېرو څلورو کلونو کې د افغان لیکوالو په سلګونو عنوانه کتابونه له «اسلامي او ملي ارزښتونو سره د ټکر» په پلمه له کتابتونونو ټول کړل او پر چاپ، خپراوي او خرڅلاو یې بندیز ولګاوه.

د کتاب پلورنځیو مسوولان وايي، چې دوی ته د سلګونو کتابونو نوملړ سپارل شوی، چې له چاپ او خپراوي او په کتابتونونو کې له کېښودو او خرڅلاو به یې ډډه کوي. په دغو کتابونو کې ډېر داسې کتابونه هم شامل دي، چې سیاسي او مذهبي رنګ نه لري.

سرچینې: طالبانو د کندهار دریو سرحدي ولسوالیو ته خپل سلګونه جنګیالي استولي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۱۰:۵۶ GMT+۱
•
عبدالله همیم
سرچینې: طالبانو د کندهار دریو سرحدي ولسوالیو ته خپل سلګونه جنګیالي استولي
100%

په کندهار کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو تازه د کندهار له قول اردو څخه سلګونه طالب جنګیالي او نظامي وسایط د دغه ولایت په سپین بولدک، ښورابک او ریګستان ولسوالیو کې ځای پر ځای کړي دي.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، طالبانو په تېرو دریو ورځو کې د کندهار له قول اردو څخه سلګونه طالب جنګالي او نظامي وسایط په دغه ولایت کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه سرحدي ولسوالیو کې ځای پر ځای کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې سرحدي ولسوالیو ته د اضافي جنګیالیو استولو پریکړه پر سپین بولدک او کونړ د پاکستان له بریدونو وروسته شوې ده.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، طالبان یاد جنګیالي په سپین بولدک، ریګستان او ښورابک ولسوالیو کې دیورنډ کرښې ته نږدې په تازه جوړو شویو امنیتي پوستو کې ځای پر ځای کوي.

دا اضافي طالب جنګیالي د هغو زرګونو طالب جنګیالیو له ډلې دي، چې طالبانو په وري میاشت کې له سوېل او سوېل لویدیزو ولایتونو څخه کندهار ته ورغوښتي وو.

په وري میاشت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي و، چې په کندهار کې د سوېل او سوېل لوېدیزو ولایتونو طالب جنګیالیو د ځای پر ځای کولو پرېکړه له اختر وړاندې پر کندهار د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته شوې وه.

سرچینو ویلي، چې له هرات، فراه، نمیروز او ارزګان ولایتونو یو شمېر طالبان کندهار ته رسېدلي او د کندهار په قول اردو کې ځای پر ځای شوي دي.

له یادو څلورو ولایتونو څخه ۱۰۰۰ـ ۱۰۰۰ تنه طالبان کندهار ته ور غوښتل شوي دي.

د سرچینو په وینا، یاد طالبان د کندهار د امنیت لپاره دغه ولایت ته ورغوښتل شوي دي، خو ډېره برخه به یې ډیورند کرښې ته څېرمه ولسوالیو کې ځای پرځای شي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ له تېرې فبروري میاشتې راهیسې اړیکې ترینګلې دي او په ترکیه، قطر او ارومچي کې له خبرو اترو او ناستو سره سره، لاهم پاکستاني ځواکونه د افغانستان پر مختلفو سیمو د درندو وسلو بریدونه کوي.

پاکستان افغان طالبان د ټي ټي پي په همکارۍ تورنوي، خو افغان طالبان وايي، چې پاکستاني وسله وال د اسلام اباد کورنۍ مساله ده او دوی د پاکستان جګړه افغانستان ته نه شي راوړلی.

ځايي سرچینې: د هېواد په جنوب لویدیزو ولایتونو کې په کلاوو کې دننه تاریاک کرل شوي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۱۰:۴۱ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
ځايي سرچینې: د هېواد په جنوب لویدیزو ولایتونو کې په کلاوو کې دننه تاریاک کرل شوي
100%

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو په جنوب لویدیزو ولایتونو کې په غير مستقيم ډول خلکو ته ويلي چې تارياک له سترګو پناه او په کلاوو کې دننه کرلی شي. له دې وړاندې طالبانو په کندهار کې محتسبانو ته ویلي و، چې د تاریاکو په اړولو پسې دې کورونو ته نه ننوځي.

ځايي سرچینو نن یکشنبه، د غويي پر ۱۳مه وویل، چې د افغانستان د جنوب لویدیزو ولایتونو هلمند، فراه، ارزګان او کندهار په یو شمېر سیمو کې تاریاک دننه په کورونو او کلاوو کې کرل شوي دي.

د سرچینو په وینا، له دې وړاندې د طالبانو د تارياکو د مخنيوي ډلې کسان د خلکو کورونو، مېلمستونونو او باغونو ته په زور ننوتل او په يو شمېر سيمو کې یې له خلکو سره شخړې هم شوې وې.

ځايي اوسېدونکي وايي، چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله له حکم وروسته په کورونو او باغونو کې دننه د کوکنارو اړولو لړۍ درېدلې ده.

د روان کال په وري میاشت کې د طالبانو د کندهار امربالمعروف ریاست یو مکتوب افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی و، چې له محتسبانو نه پکې د ملاهبت الله د یو فرمان پر بنسټ، د کندهار په غورک ولسوالۍ کې د کوکنارو اړولو په موخه کورونو او باغچو ته د نه ننوتلو، غوښتنه شوې وه.

په هلمند کې ځايي سرچینیې وايي، چې د طالبانو امنیتي مسوولانو د ولسواليو او دښتي سيمې د ټولو امنيتي پوستو کسان له يوې ولسوالی څخه بلې او له يوې سيمې، بلې سيمي ته تبديل کړي او په دې سره له سيمو نه د بلدو طالبانو په ایستلو، بزګرو ته د تارياکو د کرلو زمينه برابره شوې ده.

په جنوب ختیزو ولایتونو کې د کوکنارو کاروباریان وايي، چې د کندهار، ارزګان، فراه او هلمند په سیمه ییزو اونیزو بازارونو کي هم تازه ترلاسه شوي تارياک لیدل کيږي او ګڼو بزګرو، په ځانګړي ډول، په دښتي سيمو کي د (ثوري) تارياکو کښتونه يا کرلي او يا يې هم په کر لګيا دي.

سرچینې وايي، چې له همدې امله په یادو ولایتونو کې د تاریاکو بيې هم شاوخوا شل سلنه راټيټې شوې دي.

په جنوب لويديزو ولایتونو کي کوکنار په دريو فصلونو کي کرل کېږي، چې لومړی او اصلي فصل يې په ژمي کې، دویم فصل يې په غويي مياشت کې او درېيم فصل يې په مني کې کرل کیږي خو (ثوري) او (د مني) کښتونه ډېری په دښتو کې کرل کيږي او تر ټولو ښه حاصل هم همدا سيمې ورکوي.

ځايي سرچینې وايي، چې د جنوب لويديزو ولایتونو د اوارو دښتو خلک، چې ډېری د طالبانو پلويان دي، د تارياکو له کښت پرته له نورو کښتونو هیڅ ګټه نه شي ترلاسه کولای خو د تارياکو د کښتونو له بندښت را وروسته دا خلک له طالبانو سره ښکر په ښکر شول او د طالبانو پلویانو دا دلیل وړاندې کاوه، چې دوی د دې ډلې لپاره ډېره قرباني ورکړې، نو بايد د تارياکو مخنيوی ونه شي.

د طالبانو ځینې باخبره سرچینې وايي، چې امریکا طالبانو ته له کوکنارو او نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې خپلې مرستې ځنډولې دي.

خو ددغو سیمو ځینې برګران نیوکه کوي، چې دوی هېڅکله په مستقیم یا غیر مستقيم ډول، له دغو مرستو نه دي برخمن شوي او حتا له پخواني حالت څخه هم ډېر بزګر له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د ملاهبت الله اخوندزاده په امر په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو کښت منع اعلان کړی دی.