• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: طالبانو د کندهار دریو سرحدي ولسوالیو ته خپل سلګونه جنګیالي استولي

عبدالله همیم
عبدالله همیم

خبریال

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۱۰:۵۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۱۳:۳۱ GMT+۱

په کندهار کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو تازه د کندهار له قول اردو څخه سلګونه طالب جنګیالي او نظامي وسایط د دغه ولایت په سپین بولدک، ښورابک او ریګستان ولسوالیو کې ځای پر ځای کړي دي.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، طالبانو په تېرو دریو ورځو کې د کندهار له قول اردو څخه سلګونه طالب جنګالي او نظامي وسایط په دغه ولایت کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه سرحدي ولسوالیو کې ځای پر ځای کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې سرحدي ولسوالیو ته د اضافي جنګیالیو استولو پریکړه پر سپین بولدک او کونړ د پاکستان له بریدونو وروسته شوې ده.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، طالبان یاد جنګیالي په سپین بولدک، ریګستان او ښورابک ولسوالیو کې دیورنډ کرښې ته نږدې په تازه جوړو شویو امنیتي پوستو کې ځای پر ځای کوي.

دا اضافي طالب جنګیالي د هغو زرګونو طالب جنګیالیو له ډلې دي، چې طالبانو په وري میاشت کې له سوېل او سوېل لویدیزو ولایتونو څخه کندهار ته ورغوښتي وو.

په وري میاشت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي و، چې په کندهار کې د سوېل او سوېل لوېدیزو ولایتونو طالب جنګیالیو د ځای پر ځای کولو پرېکړه له اختر وړاندې پر کندهار د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته شوې وه.

سرچینو ویلي، چې له هرات، فراه، نمیروز او ارزګان ولایتونو یو شمېر طالبان کندهار ته رسېدلي او د کندهار په قول اردو کې ځای پر ځای شوي دي.

له یادو څلورو ولایتونو څخه ۱۰۰۰ـ ۱۰۰۰ تنه طالبان کندهار ته ور غوښتل شوي دي.

د سرچینو په وینا، یاد طالبان د کندهار د امنیت لپاره دغه ولایت ته ورغوښتل شوي دي، خو ډېره برخه به یې ډیورند کرښې ته څېرمه ولسوالیو کې ځای پرځای شي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ له تېرې فبروري میاشتې راهیسې اړیکې ترینګلې دي او په ترکیه، قطر او ارومچي کې له خبرو اترو او ناستو سره سره، لاهم پاکستاني ځواکونه د افغانستان پر مختلفو سیمو د درندو وسلو بریدونه کوي.

پاکستان افغان طالبان د ټي ټي پي په همکارۍ تورنوي، خو افغان طالبان وايي، چې پاکستاني وسله وال د اسلام اباد کورنۍ مساله ده او دوی د پاکستان جګړه افغانستان ته نه شي راوړلی.

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

د طالبانو د مخابراتو وزیر ویلي د ډیجیټلي سکټور د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

•
•
•

نور کیسې

ځايي سرچینې: د هېواد په جنوب لویدیزو ولایتونو کې په کلاوو کې دننه تاریاک کرل شوي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۱۰:۴۱ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو په جنوب لویدیزو ولایتونو کې په غير مستقيم ډول خلکو ته ويلي چې تارياک له سترګو پناه او په کلاوو کې دننه کرلی شي. له دې وړاندې طالبانو په کندهار کې محتسبانو ته ویلي و، چې د تاریاکو په اړولو پسې دې کورونو ته نه ننوځي.

ځايي سرچینو نن یکشنبه، د غويي پر ۱۳مه وویل، چې د افغانستان د جنوب لویدیزو ولایتونو هلمند، فراه، ارزګان او کندهار په یو شمېر سیمو کې تاریاک دننه په کورونو او کلاوو کې کرل شوي دي.

د سرچینو په وینا، له دې وړاندې د طالبانو د تارياکو د مخنيوي ډلې کسان د خلکو کورونو، مېلمستونونو او باغونو ته په زور ننوتل او په يو شمېر سيمو کې یې له خلکو سره شخړې هم شوې وې.

ځايي اوسېدونکي وايي، چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله له حکم وروسته په کورونو او باغونو کې دننه د کوکنارو اړولو لړۍ درېدلې ده.

د روان کال په وري میاشت کې د طالبانو د کندهار امربالمعروف ریاست یو مکتوب افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی و، چې له محتسبانو نه پکې د ملاهبت الله د یو فرمان پر بنسټ، د کندهار په غورک ولسوالۍ کې د کوکنارو اړولو په موخه کورونو او باغچو ته د نه ننوتلو، غوښتنه شوې وه.

په هلمند کې ځايي سرچینیې وايي، چې د طالبانو امنیتي مسوولانو د ولسواليو او دښتي سيمې د ټولو امنيتي پوستو کسان له يوې ولسوالی څخه بلې او له يوې سيمې، بلې سيمي ته تبديل کړي او په دې سره له سيمو نه د بلدو طالبانو په ایستلو، بزګرو ته د تارياکو د کرلو زمينه برابره شوې ده.

په جنوب ختیزو ولایتونو کې د کوکنارو کاروباریان وايي، چې د کندهار، ارزګان، فراه او هلمند په سیمه ییزو اونیزو بازارونو کي هم تازه ترلاسه شوي تارياک لیدل کيږي او ګڼو بزګرو، په ځانګړي ډول، په دښتي سيمو کي د (ثوري) تارياکو کښتونه يا کرلي او يا يې هم په کر لګيا دي.

سرچینې وايي، چې له همدې امله په یادو ولایتونو کې د تاریاکو بيې هم شاوخوا شل سلنه راټيټې شوې دي.

په جنوب لويديزو ولایتونو کي کوکنار په دريو فصلونو کي کرل کېږي، چې لومړی او اصلي فصل يې په ژمي کې، دویم فصل يې په غويي مياشت کې او درېيم فصل يې په مني کې کرل کیږي خو (ثوري) او (د مني) کښتونه ډېری په دښتو کې کرل کيږي او تر ټولو ښه حاصل هم همدا سيمې ورکوي.

ځايي سرچینې وايي، چې د جنوب لويديزو ولایتونو د اوارو دښتو خلک، چې ډېری د طالبانو پلويان دي، د تارياکو له کښت پرته له نورو کښتونو هیڅ ګټه نه شي ترلاسه کولای خو د تارياکو د کښتونو له بندښت را وروسته دا خلک له طالبانو سره ښکر په ښکر شول او د طالبانو پلویانو دا دلیل وړاندې کاوه، چې دوی د دې ډلې لپاره ډېره قرباني ورکړې، نو بايد د تارياکو مخنيوی ونه شي.

د طالبانو ځینې باخبره سرچینې وايي، چې امریکا طالبانو ته له کوکنارو او نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې خپلې مرستې ځنډولې دي.

خو ددغو سیمو ځینې برګران نیوکه کوي، چې دوی هېڅکله په مستقیم یا غیر مستقيم ډول، له دغو مرستو نه دي برخمن شوي او حتا له پخواني حالت څخه هم ډېر بزګر له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د ملاهبت الله اخوندزاده په امر په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو کښت منع اعلان کړی دی.

د رسنیو ازادۍ نړیواله ورځ؛ طالبان وايي چې رسنۍ دې زموږ پالیسي عملي کړي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۱۰:۳۸ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو ازادۍ نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په افغانستان کې د رسنیو وضعیت ښه شوی او پر رسنیو یې غږ کړی، چې د دوی پالیسې عملي کړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران نن د یکشنبې په ورځ، د رسنیو ازادۍ نړۍوالې ورځې په مناسبت یو ویډیويي پیغام کې ویلي، چې ټولې رسنۍ باید دیني او کلتوري ارزښتونو ته په پام او د یادې ډلې د نشراتي پالیسۍ په عملي کولو سره فعالیت وکړي.

نوموړي ویلي، چې له رسنیو څخه د یاد وزارت د ملاتړ په پایله کې په تېر کال کې ۱۴۱ نویو رسنیزو ادرسونو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي.

طالبان پر داسې مهال له رسنیو څخه د ملاتړ ادعا کوي، چې د رسنیو ملاتړو بنسټونو ویلي، چې له تېر کال راهیسې یې ۱۲۷ د خبریالانو د ګواښلو او ۲۰ هم د نیولو او بندي کولو قضیې ثبت کړې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې طالبانو په تېر یوه کال کې د یادې ډلې د اصولو نه منلو په جرم ۱۱ رسنۍ تړلې او د نږدې ۱۰ رسنیزو بنسټونو کاري جوازونه یې لغوه کړي دي.

طالبان وایي په لوګر کې یې دوه ښځې له کورني تاوتریخوالي ژغورلې دي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۱۰:۱۴ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویلي چې په لوګر ولایت کې یې دوه هغه ښځې ژغورلې دي چې د کورنیو له لوري د واده له حقه بې برخې شوې وې.

د دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یادې مېرمنې له اوږدې مودې راهیسې د ناوړه دودونو له امله د واده له حق محرومې پاتې شوې وې.

دوی ادعا کړې چې د دغې ډلې محتسبینو نوموړې میرمنې له دغې ستونزې ژغورلي او له خپل حق یې برخمنې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، په افغانستان کې د ښځو د حقونو وضعیت له پراخو محدودیتونو سره مخ شوی دی. د دوی د واکمنۍ پر مهال د ښځو چارو وزارت لغوه شوی او پر ځای یې د امر بالمعروف وزارت فعالیت کوي، چې د ښځو پر کار، زده‌کړو او ازاد تګ راتګ یې محدودیتونه لګولي دي.

طالبان وایي په ننګرهار کې یې پر څه باندې ۵۰۰ کډوالو کورنیو استوګنیزې نمرې ویشلي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۰۹:۳۸ GMT+۱

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وايي چې د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند خانکي ښارګوټي کې یې د راستنو شوو کډوالو ۵۳۰ کورنیو ته استوګنیزې نمرې وېشلې دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه نمرې پرون د شنبې ورځ د طالبانو د کور او ښار جوړولووزیر نجیب الله حیات حقاني له لوري ویشل شوې دي.

وزارت زیاتوي چې دغه بهیر د منظم پلان له مخې پر مخ وړل کېږي او موخه یې راستنېدونکو کورنیو ته د دایمي استوګنې برابرول او د هغوی د ژوند د شرایطو ښه کول ښودل شوي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په خانکي ښارګوټي کې د استوګنیزو نمرو وېش تېره چهارشنبه د ۳۳۵ کورنیو باندې پیل شوی دی. یوه ورځ وروسته۴۹۸ کورنیو ته او د جمعې په ورځ ۴۱۳ کورنیو ته نمرې ورکړل شوې دي.

طالبان وایي د شنبې د ورځې د وېش په ګډون، تر اوسه ټول ۱۷۶۷ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ورکړل شوې دي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

د بریتانیا ځانګړی استازی: افغان خبریالان په سختو شرایطو کې هم د خلکو غږ پورته کوي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۰۸:۴۹ GMT+۱

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، افغان خبریالان له ستونزو سره سره خپل مهم مسوولیت ته دوام ورکوي او د خلکو اندېښنې او غوښتنې نړۍ ته رسوي.

ریچارډ لینډسي په خپل ایکس حساب کې لیکلي، د بیان ازادي بنسټیز ارزښت لري او باید پیاوړې وساتل شي.

نوموړي زیاته کړې: «تېره اوونۍ مې له یو شمېر افغان خبریالانو سره ولیدل چې په سختو شرایطو کې خپل حیاتي کار ته دوام ورکوي، د افغانانو اندېښنې او ګټې راڅرګندوي او هغو کسانو ته غږ ورکوي چې تر ټولو ډېر ورته اړتیا لري.»

د بریتانیا ځانګړي استازي دغه څرګندونې د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت کړي او د بیان ازادۍ پر ارزښت یې ټینګار کړی دی.