• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی راپور

د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ؛ له طالبانو سره بندي ۵ افغان خبریالان څوک دي؟

خبرخونه
خبرخونه

افغانستان انټرنشنل - پښتو

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۱۵:۴۶ GMT+۱

طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پر رسنیو فشار راوړل او پر شدید سانسور ډېر تمرکز کړی چې تر اوسه یې لسګونه خبریالان نیولي، خو د افغاستان انټرنشنل- پښتو د موندنو له‌مخې، ۵ خبریالان له شاوخوا یوه کال راهیسې لا هم د طالبانو له خوا په بند کې ساتل کېږي. دغه خبریالان څوک او ولې بندیان دي؟

طالبانو یوازې په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۳۴ خبریالان د بېلابېلو تورونو له امله نیولي او له لنډې او اوږدې مودې وروسته د کومې پرېکړې له اعلانولو پرته بېرته خوشي کړي، خو ۵ خبریالان لا هم د طالبانو په زندانونو کې په بې‌برخلیکۍ کې شپې او ورځې تېروي.

خوشې شویو خبریالانو بیا هېڅکله هم د زنداني کېدو د لامل، څرنګوالي او د بېرته خوشې کېدو د دلیل په تړاو څه نه‌دي ویلي، خو د سرچینو په وینا، له خوشې کېدونکو خبریالانو د طالبانو استخبارات جدي لاسلیک شوی سند اخلي، چې هېڅکله به هم د دوی په زندانونو کې پرې د تېر شوي وضعیت په تړاو خبرې نه‌کوي.

د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندونو له‌مخې، له دغو افغان خبریالانو شکېب احمد نظري او عبدالعزیز وطنوال بګرام زندان ته چې په افغانستان کې د «ګوانتانامو» په نوم مشهور زندان دی، لېږدول شوي او پاتې ۳ نور خبریالان په کابل کې د استخباراتو په اړوندو زندانونو او یا هم د څرخي پله په زندان کې بندیان دي.

طالبانو په رسمي توګه د ځينو دغو خبریالانو د نیول کېدو د تورونو په تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی، خو د ځینو یادو بندي خبریالانو جبري اعترافونه یې بیا خپاره کړي او هېڅ یوه خبریال ته قانوني وکیل نه‌دی ګومارل شوی او ان کورنیو ته یې د لیدلو اجازه هم نه‌ورکول کېږي.

د دغو نیولو شویو خبریالانو په تړاو په ترتیب شویو معلوماتو کې د افغانستان انټرنشنل- پښتو له موندنو سربېره د افغانستان د خبریالانو مرکز له وروستي راپور څخه هم ځینې معلومات راټول شوي دي.

حمید فرهادي

  1. . اداره: اطلاعات روز ورځپاڼه
  2. د نیول کېدو ځای: کابل
  3. د د نیول کېدو نېټه: د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر ۳مه
  4. تورونه: د طالبانو پر ضد تبلیغات

د نیول کېدو څرنګوالی:

حمید فرهادي له «اطلاعات روز» ورځپاڼې سره د همکارۍ په تړاو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ځواکونو له لوري په خپل‌سري ډول نیول شوی دی. «اطلاعات روز» ورځپاڼه اوس له بهره په انلاین بڼه فعالیت لري.

فرهادي پر دې تورن دی، چې له کابله یې «اطلاعات روز» ته د ښځو د حقونو او په ځانګړې توګه له زده‌کړو له بې‌برخې او له کاره له ګوښه شویو ښځو سره مرکې او راپورونه ورکړي دي. د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د نجونو او ښځو د حقونو او په ځانګړې توګه د زده‌کړو او کارو مسایل ډېر حساس بلل کېږي. هغه د همدې تورونو له امله د کابل د یوې محکمې له لوري د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر پر ۵مه، پر دوه کاله بند محکوم شو.

100%

شکېب احمد نظري

  1. ا . داره: د جاپان NTV
  2. ځای: کابل
  3. د نیول کېدو نېټه: د ۲۰۲۵ کال د جولای ۲۳مه
  4. تورونه: د طالبانو پر ضد تبلیغات

د نیول کېدو څرنګوالی:

شکېب احمد نظري د جاپان اېن‌ټي‌وي ته د انتقادي راپورونو له امله د ۲۰۲۵ کال د جولای پر ۲۳مه په کابل کې د استخباراتو له‌خوا ونیول شو او د طالبانو د پوځي محکمې له لوري محاکمه شو.

نظري د طالبانو په اړه د انتقادي راپورونو پر خپرولو تورن شوی دی. په دې انتقادي راپورونو کې د نجونو او ښځو پر لوړو زده‌کړو او کار بندیز، د جرمونو د نړیوالې محکمې ای‌سي‌سي لخوا د طالب مشرانو د نیولو حکم د صادرېدو، د امنیتي ځواکونو له‌خوا د جنسي تېریو د ادعاوو او د «هشت‌صبح» ورځپاڼې د هغو راپورونو خپرول شامل دي، چې پر ښځو د تاوتریخوالي په اړه وو.

د شکېب احمد نظري د نیول کېدو په تړاو د غبرګونونو له ډېرېدو وروسته د طالبانو استخباراتو د ۲۰۲۵ د اګست پر ۲۱مه، د هغه د جبري اعتراف په تړاو یوه ویډیو خپره کړه او په‌کې اعتراف شوی وو، چې له بهرنیو او تبعیدي رسنیو سره یې همکاري کړې ده.

د همدې تورونو له مله د طالبانو یوې پوځي محکمې په ۳ کاله بند محکوم کړ او بیا د ۲۰۲۶ کال د مارچ پر ۱۸مه، له کابل څخه بګرام زندان ته ولېږدول شو.

100%

محمد بشیر هاتف:

  1. ا داره: د افغانستان د خبریالانو او رسنیزو سازمانونو د فدراسیون د بورډ غړی او د طالبانو د رسنیزو شکایتونو او سر غړونو کمېسیون غړی
  2. د نیول کېدو ځای: کابل
  3. د نیول کېدو نېټه: د ۲۰۲۵ کال د جولای ۲۳مه
  4. تورونه: د طالبانو پر ضد تبلیغات

د نیول کېدو څرنګوالی:

محمد بشیر هاتف له نړیوالو سازمانونو لکه یوناما او یونېسکو سره د اړیکو او د بیان د ازادۍ پر محدودیتونو، د استخباراتو په بندخونو کې د خبریالانو پر شکنجه کولو او د طالبانو پر ضد د راپورونو د ورکړې په تړاو د ۲۰۲۵ کال د جولای پر ۲۳مه، په کابل کې د استخباراتو له لوري نیول شوی دی.

هغه همداراز پر دې هم تورن دی، چې په افغانستان کې یې د ښځینه خبریالانو د پروژو لپاره فنډونه ترلاسه کړي، خو د محاکمه کېدو په تړاو یې بشپړ معلومات نه‌شته.

محمد بشر هاتف
100%
محمد بشر هاتف

ابو ذر صارم سرپلی

  1. ا داره: د «توانا» خبري اژانس رییس؛ د افغانستان د خبریالانو او رسنیزو سازمانونو د فدراسیون د بورډ غړی
  2. د نیول کېدو ځای: کابل
  3. د نیول کېدو نېټه: د ۲۰۲۵ کال د جولای ۲۳مه
  4. تورونه: بهرنیو هېوادونو ته جاسوسي، اخلاقي فساد او د طالبانو ضد تبلیغات

د نیول کېدو څرنګوالی:

ابوذر سرپلی بهرنیو هېوادونو ته د جاسوسۍ، اخلاقي فساد او د طالبانو پر ضد د تبلیغاتو د خپرولو په تور د ۲۰۲۵ کال د جولای پر ۲۳مه په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له لوري ونیول شو.

هغه همداراز پر دې هم تورن دی، چې ښځو ته یې د خبریالۍ روزنه ورکوله، په همدې تړاو یې له بهرنیو بنسټونو پیسې ترلاسه کولې او هغو رسنیو ته یې محرم راپورونه لېږل چې د طالبانو په باور د «اسلام ضد» بلل کېږي.

د ابو ذر سرپلي له نیول کېدو وروسته د طالبانو د استخباراتو له لوري د هغه د جبري اعتراف یوه ویډیو خپره شوې، چې په‌کې یې د بهرنیو قدرتونو لپاره پر جاسوسۍ او اخلاقي فساد اعتراف کړی دی.

100%

عبدالعزیز وطنوال:

  1. ا داره: خورشید راډیو- ټلویزیون
  2. د نیول کېدو ځای: ننګرهار
  3. د نیول کېدو نېټه: ۲۰۲۵ کال د جولای ۱۲مه
  4. تور: طالبانو د هغه د تور په تړاو هېڅ هم نه‌دي ویلي

د نیول کېدو څرنګوالی:

عبدالعزیز وطنوال چې د خورشید ټلویزیون پخوانی خبریال وو د طالبانو د استخباراتو له څو ورځنیو څار وروسته په جلال‌اباد ښار کې له خپل کور څخه د ۲۰۲۵ کال د جولای پر ۱۲مه نیول شوی دی. له هغه سره دوه نور کسان هم نیول شوي چې ویل کېږي دوه نور کسان خوشې شوي، خو بیا یې هم په اړه کره معلومات نه‌شته. د سرچینو په وینا، وطنوال اوس د بګرام په زندان کې ساتل کېږي او له برخلیک څخه یې هېڅ ډول معلومات نه‌شته. د هغه یوه خپلوان افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي: «طالبانو ویلي چې له خبریالانو سره حساب شته، کله چې دا حساب پوره شي، بیا به عزیز وطنوال خوشې شي».

عبدالعزیز وطنوال
100%
عبدالعزیز وطنوال

طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۳۴ خبریالان نیولي او ځينې یې بیا له څو ساعتونو او یا هم څو ورځو وروسته خوشې کړي دي. د افغانستان انترنشنل- پښتو د موندنو پر بنسټ، په دغو نیول شویو کې په غزني کې د خوشحال راډیو کارکوونکی سلیمان راحېل د ۲۰۲۵ کال د مې۲۹مه، په تخار کې د اریانا ټلویزیون خبریال نصرت‌الله ابراهیمي د ۲۰۲۵ کال د مې ۶مه، په تخار کې ازاد خبریال منیر هدف د ۲۰۲۵ کال د مې ۶مه،په تخار کې ازاد خبریال اسدالله تیمور د ۲۰۲۵ کال د مې۶مه، په کابل کې د پېکسل میډيا غړی احمد نوید اصغري د ۲۰۲۵ کال د جولای ۱۵مه، په کابل کې د پېکسل میډیا غړی مشتاق احمد حلیمي د ۲۰۲۵ کال د جولای ۱۵مه،په هرات کې د ندای بلوڅ راډیو مسوول محمد اصف فیضیار شامل دي، چې ځینې یې له څو ساعتونو او یا هم څو ورځو بند تېرولو وروسته بېرته ازاد شوي دي.

د افغانستان انټرنشنل د موندونو له‌مخې، د طالبانو استخباراتو د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ اونۍ کې په کندوز کې یوه سیمه‌يیزه خبریاله ناظره رشیدي ونیوله او بیا یې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ پر ۶مه بېرته خوشې کړه.

په تبعید کې د افغانستان له خبریالانو او رسنیو ملاتړو بنسټونو، د خبریالانو نړۍوالو بنسټونو او د یادو خبریالانو د خوشې کېدو د غوښتنې په تړاو په کمپاینونو کې په وار وار د یادو خبریالانو د وضعیت په تړاو د اندېښنو له ښودلو سربېره د هغوی د روغتیايي او په ځانګړي توګه روحي او رواني وضعیت په تړاو خبرداری ورکړل شوی دی.

یادو بنسټونو د طالبانو په زندانونو کې د دغو افغان خبریالانو د روغتيايي وضعيت په اړه هر ډول بې‌تفاوتي د بشري حقونو او د بيان ازادۍ د اصولو پر وړاندې لويه جفا، د ټولو نړۍوالو میثاقونو او اسلامي ارزښتونو خلاف بللې ده.

یادو سازمانونو او همداراز د دغو خبریالانو د خوشې کېدو په تړاو یوه کمپاین له طالبانو غوښتنه کړې، چې ياد خبريالان پرته له کوم قيد او شرط سمدستي خوشې کړي، خو طالبانو یې په تړاو هېڅ غبرګون نه‌دی ښودلی.

په افغانستان کې دننه یو شمېر خبریالانو د نومونو د نه‌خپرېدو په شرط افغانستان انټرنشنل- پښتو ته د طالبانو له لوري له افغان خبریالانو سره دغه ډول چلند د اطلاع رسونې په برخه کې جدي خنډ بللی او په وینا یې، له افغان خبریالانو سره د طالبانو او په ځانګړې توګه د طالبانو د استخباراتو چلند د خبریالانو په منځ کې د وېرې او ډار فضا رامنځته کړې ده.

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

د طالبانو د مخابراتو وزیر ویلي د ډیجیټلي سکټور د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

•
•
•

نور کیسې

فیروز کندوزی: له تېرو پنځو کلونو راهیسې د موسیقۍ هیڅ پروګرام ته نه یم تللی

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۱۷:۳۳ GMT+۱

مشهور سیمه‌ییز سندرغاړی فیروز کندوزي وايي، طالبانو نه دی نیولی او له تېرو پنځو کلونو راهیسې په افغانستان کې اوسېږي او هېڅ هنري فعالیت نه کوي. نوموړي ویلي، چې هنرمندان مظلومه طبقه ده.

د یکشنبې په ورځ فیروز کندوزي ته منسوب یو انځور په پراخه توګه په ټولنیزو رسنیو باندې خپور شو او داسې ویل کېدل، چې طالبانو نوموړی د دمبوري غږولو او سندرو ویلو په جرم نیولی دی.

خو کندوزي د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو سره خپلو مینه‌والو ته ډاډ ورکړی چې طالبانو نه دی نیولی.

نوموړي ویلي، چې د ده د نیولو خبر حقیقت نه لري او له خپلې کورنۍ سره ارام ژوند کوي.

کندوزي زیاته کړې، چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې هېڅ ډول هنري فعالیت نه کوي.

هغه وايي، «له هنرمندانو سره څوک کار نه لري، هنرمندان مظلومان دي. زه نه کوم واده ته تللی یم، نه کوم پروګرام ته تللی یم او نه هم ځم. ناحقه څوک نه نیول کېږي، زه جوړ او روغ یم».

که څه هم فیروز کندوزی په خپل خصوصي کاروبار بوخت دی او له هنري فعالیت پرته خپل ازاد ژوند کوي، خو ګڼ شمېر نور سیمه‌ییز هنرمندان او سندرغاړي د طالبانو د سختو محدودیتونو له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او ګڼ نور له هېواد وتلو ته اړ شوي دي.

طالبان وايي په خوست کې یې د موسیقۍ الات او د ساکښو انځورونه وسوځول

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۱۶:۳۸ GMT+۱

په خوست کې د طالبانو د امربالمعروف محتسبانو ۸۲۹ د موسیقۍ الات، قیلونونه او د ساکښو انځورونو پردې راټول کړي او سوځولي دي. طالبانو د موسیقۍ الات، قیلونونه او داسې پرې، چې د ساکښو انځورونه پرې کښل شوي وي، له «شرعي» اصولو سره په ټکر کې بللي دي.

په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز وايي، د یاد ولایت د امربالمعروف محتسبانو په ښار او ولسوالیو کې ۸۲۹ د موسیقۍ بېلابېل الات، قیلونونه او هغه پردې چې د ساه کښو انځورونه پرې چاپ شوي وو، سوځولي دي.

طالبانو ویلي، چې «یاد اقدام یې د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا، د اخلاقي انحرافاتو د مخنیوي او د ټولنې د اصلاح په موخه کړی دی».

د خوست سیمه‌ییزو طالب مسوولینو له خلکو غوښتنه کړې، چې د اسلامي احکامو او ټولنیزو ارزښتونو په ساتنه کې ورسره مرسته وکړي.

طالبانو تردې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د موسیقۍ الات سوځولي او د موسیقۍ الاتو غږولو پرمهال نیول شوي کسان یې بندیان کړي دي.

سراج الدین حقاني یو پخوانی ځانمرګی بریدګر د وزارت پر یوې اداري څوکۍ ګومارلی

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۱۶:۰۰ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې سراج‌الدین حقاني په یوه رسمي حکم کې یو پخوانی ځانمرګی بریدګر د وزارت پر یوې اداري څوکۍ ګومارلی. د سرچینو په وینا، دغه کس چې «امرالله حمیم» نومېږي، د تعلیم او تربیې قوماندانۍ د دفتر مدیر ټاکل شوی.

سرچینو د یکشنبې په ورځ، د غويي پر ۱۲مه وویل، چې امرالله حمیم تازه د وزارت د کارکوونکو په حضور کې معرفي شو او د «استشهادي» په توګه د طالبانو د یادو ځواکونو برخه بلل کېږي.

په خپرو شویو انځورونو کې نوموړی د غونډې پر مهال په زېړ څادر کې ناست ښکاري.

دغه ګومارنه داسې مهال کیږي، چې د طالبانو په امنیتي جوړښت کې د ځانمرګو بریدګرو د ګومارنې په تړاو له دې وړاندې هم رپوټونه ورکړل شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني په ۲۰۲۲ کال کې په یوه غونډه کې ویلي وو چې تر زرو ډېرځانمرګي بریدګر د هغه تر څارنې لاندې روزل شوي او په عملیاتو کې یې برخه اخیستې ده.

د طالبانو ادارې په تېرو څلورو کلونو کې د خپلو ځانمرګو کنډکونو ( بدري، عمري او منصوري لښکر) ډېری غړي ددې ډلې د کورنیو چارو، دفاع وزارت او ملي امنیت په لیکو کې مدغم کړل، چې مشري یې د طالبانو د دریو ډلو مشران کوي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د دې ډلې د بدري لښکر او ځینو نورو ډلو ځانمرګي بریدګر له کابل او خوست ولایتونو نه کندهار ته ولېږدول او په خپل ځانګړي ځواک کې یې شامل کړل.

سرچینې وايي، چې طالبان د پاکستان او ټي ټي پي فشارونو ته د ځواب ویلو په موخه په دې لټه کې دي، چې خپل ټول ځانمرګي بریدګر په خپلو امنیتي او دفاعي لیکو کې وګوماري، خو دا ظاهرا لومړی ځل دی، چې یو ځانمرګی بریدګر د کورنیو چارو وزارت په اداري پوسټ کې ګومارل کیږي.

د ټي ټي پي په اړه پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې په خپلو لیکو کې یې د افغان طالبانو ځانمرګي بریدګر او جنګیالي جذب کړي دي او ځینو یې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې ځانمرګي بریدونه کړي دي.

 امرالله حمیم د یکشنبې په ورځ، د غويي پر ۱۲مه د د وزارت کارکوونکو ته معرفي شوی
100%
امرالله حمیم د یکشنبې په ورځ، د غويي پر ۱۲مه د د وزارت کارکوونکو ته معرفي شوی

طالبانو دا ډول رپوټونه نه دي تایید کړي.

د طالبانو د کورنیو چار وزیر سراج الدین حقاني ته په عامه کچه د ځانمرګو بریدګروقوماندان ویل کیږي.

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د ملي امنیت شورا د ۲۰۲۰ کال راپور ښيي چې له ۲۰۰۱کال نه تر ۲۰۲۰کال پورې طالبانو ۱۱۹۶ ځانمرګي بریدونه کړي، چې تر ټولو خونړي بریدګر یې په حقاني شبکې پورې تړلي ګڼل کېدل.

د طالبانو ریاست‌الوزرا په دې وروستیو کې د خپلې ډلې د ځانمرګو بریدګرو د ۲۳۹ کورنیو یو ځانګړی نوملړ جوړ کړی، چې د چارواکو په وینا، د اختر لپاره ورته مرستې لېږل کېږي.

په اداري پوسټونو کې د ځانمرګو د ګومارنې اقدام د ځینو شنونکو له نظره، د طالبانو د جګړې د پخوانيو غړو د ادغام یوه برخه ګڼل کېږي. خو د امنیتي چارو شنونکي وايي، د جګړې له پخوانیو بریدګرو څخه په دولتي ادارو په ځانګړي ډول اداري او ملکي پوستونو کې کار اخېستل د ادارو د مسلکي معیارونو، خوندیتوب او نړیوالو تعاملاتو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.

یو شمېر کارپوهان دا هم وايي چې دا ډول ټاکنې کولی شي د طالبانو دننه د ځواک د متمرکزېدو او د پخوانیو پوځي شبکو د رسمي کېدو نښه وي، په داسې حال کې چې د طالبانو اداره د «ثبات او عادي کېدو» دعوې کوي.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د امرالله حمیم د ځانمرګي فعالیت په اړه څه نه دي ویلي.

ندامحمد ندیم: نږدې ۶ نیم زره کسان د دوکتورا او ماسټرۍ په زده کړو بوخت دي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۱۴:۵۱ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وايي، ددغه وزارت وزیر په کندهار کې له یوې دیني مدرسې څخه د لیدنې پرمهال ویلي، چې د مدرسو فارغانو ته چې د دکتورا سند ورکول کیږي، وړتیایې باید ولري. ندا محمد ندیم وايي، نږدې ۶ نیم زره کسان د دوکتورا او ماسټرۍ پر زده کړو بوخت دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت نن یکشنبه، د غويي پر ۱۲مه وویل چې ددغه وزارت وزیر ندا محمد ندیم په کندهار کې د ابراهیم النخعي جامعې څخه لیدنه کړې ده.

ندا محمد ندیم ویلي، چې په هېواد کې لوړې زده کړې په چټک ډول د پرمختګ پر لور روانې دي، ۹۰ د ماسټرۍ او ۲۰ د دوکتورا پروګرامونه ایجاد شوي او تر (۶۳۴۲) زیات محصلان د ماسټري او دوکتورا په زده کړو بوخت دي.

هغه زیاته کړې چې «که مو د علم او تحصیل قدر وکړ، ملک جوړولی او پرمختګ ورکولی شو او الحمدلله دا هوډ او اراده زموږ په نظام کې شته.»

خو دا څرګندونې داسې مهال دي، چې شنونکي د افغانستان د لوړو زده‌کړو اوسنی وضعیت اندېښمنوونکی بولي.

طالبان په داسې حال کې د عصري زده‌کړو د پراختیا خبرې کوي چې د پوهنتونونو په جوړښت، محتوا او نړیوالو اړیکو کې د محدودیتونو راپورونه ورکول کیږي.

د دیني مدرسو فارغانو ته د عصري علومو د ځینو برخو معادل سندونو ورکولو هم د تعلیمي معیارونو او نړیوال اعتبار په تړاو اندېښنې راټوکولې دي.

تېره ورځ افغانستان انټرنشنل راپور ور کړی و چې ندیم له دولتي پوهنتونونو څخه غوښتي چې د بهرنیو هېوادونو بنسټونو ته د نارینه او ښځینه محصلانو سندونه او نومرې تایید نه کړي.

یونېسف وايي چې د ګډې همکارۍ له لارې ۴۵ زره افغانانو ته د کارموندنې زمينه برابره شوې

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۱۴:۲۴ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مسوول تاج الدین اويوال د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې ویلي، چې د موسسو او د طالبانو تر منځ د ګډ کار په پايله کې تر اوسه ۴۵ زره تنو ته د کارموندنې زمينه برابره شوې.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ نن یکشنبه، د غويي پر ۱۲مه وویل، چې ددې ډلې رياست الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) استازي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مسوول تاج الدین اويوال او مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې د تاج الدین اویوال له قوله ویل شوي، چې ملګرو ملتونو سازمان او په ځانګړي ډول يونيسف له افغانانو سره مرستې ته ژمن دی او هڅه کوي راستنېدونکو کډوالو ته لا زياتې بشري مرستې برابرې کړي.

اویوال ویلي، چې همداراز دغه بنسټ تيار دی راستنېدونکو کډوالو ته د ښارګوټو په جوړولو او افغانانو ته د کارموندنې فرصتونو په رامنځته کولو کې همکاري وکړي.

په دې ناسته کې عبدالسلام حنفي ځوانانو ته کار زمینې پر رامنځته کولو ټینکار کړی او له کډوالو سره یې د مرستو غوښته کړې ده.

پر طالبانو نیوکې کیږي، چې موسسو ته یې ویلي د کارکوونکو د ګومارنې پرمهال هر کس د استخباراتو تاییدي ولري او داسې نښې موندل شوې، چې دغه ډله د تېر جمهوریت پرمهال د کارکوونکو تاییدپاڼه نه ور کوي.