• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د قومي جرګې له لارې له پاکستاني ځواکونو سره په کونړ کې هم د اوربند تړون وکړ

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۱۷:۱۹ GMT+۱

د کونړ او باجوړ قومي مشرانو ترمنځ د تړون یوه کاپي افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې او ښيي، چې طالبانو د قومي جرګې له لارې له پاکستاني ځواکونو سره په کونړ کې اوربند کړی دی. د تړون په لومړی ماده کې راغلي، چې دواړه لوري به په خپلو پخوانیو پوستو کې ځای پر ځای کېږي.

په دویمه ماده کې راغلي، چې که د باجوړ او مهمندو څخه پر کونړ ډزې کېږي مسوولیت به یې د پاکستان د حکومت پر غاړه وي او که د کونړ له خوا پر باجوړ او مهمندو ډزې کېږی نو مسوول به یې طالبان وي.

په درېیمه ماده کې راغلي، چې دواړه لوري به بې ځایه شوې کورنۍ په خپلو سیمو کې بیرته ځای پر ځای کوي او د جګړې په صورت کې به طالبان او پاکستاني ځواکونه د عامو خلکو کورونه نه په نښه کوي.

په څلورمه ماده کې ویل شوي، چې هر نظام د خپل داخلي امنیت مسوول دی، چې دا د پاکستان د امنیتي وضعیت په تړاو د طالبانو رسمي دریځ هم دی.

په پنځمه ماده کې راغلي، چې که له دې پرېکړې هرې خوا تېری وکړ هغه پړ او ملامت دی.

په دې تړون کې لیکل شوي، چې هرې درې میاشتې وروسته به دا جرګه ناسته کوي او د تړون عملي کېدل به ارزوي.

همدراز په تړون کې لیکل شوي، چې د طالبانو او پاکستان په اجازه نن دوشنبه، د غويي پر ۱۴مه د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ ناواپاس سیمه کې د کونړ او باجوړ قومي مشرانو ناسته کړې او دا پرېکړه یې کړې ده.

طالبانو او پاکستان دې تړون ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو د طالبانو اړوندو رسنیو په کونړ کې پر ډیورنډ کرښه د اوربند خبر ور کړی دی.

له دې وړاندې د وري پر ۲۴مه، د نورستان د برګمټال او کامدېش ولسوالیو پر لور د غځېدلې لارې د پرانېستلو په تړاو د نورستان او چترال د قومي مشرانو ترمنځ هوکړه وشوه.

له دغو تړونونو ظاهرا داسې ښکاري، چې پاکستان او طالبان په تدریج پر ډیورنډ کرښه شته ستونزې د قومونو او قومي جرګو له لارې اواروي او یوه برخه مسوولیتونه قومونو او قبایلو ته لیږدوي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

د هبت الله له امر وروسته د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې «ملي» کلمه لرې کړې

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۱۶:۵۲ GMT+۱
د هبت الله له امر وروسته د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې «ملي» کلمه لرې کړې
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د احصايې او معلوماتو ملي ادارې په خپل اېکس حساب کې له نوم څخه ملي کلمه لرې کړې ده. له دې وړاندې افغانستان انټرنشنل سندونه خپاره کړي ول، چې د طالبانو مشر په دولتي چوکاټ کې د «ملي» کلمې پر کارولو بندیز لګولی دی.

د دغه حکم پر بنسټ، د یو شمېر دولتي ادارو له نومونو څخه د ملي کلمه لرې شوې او پر ځای یې د «عمومي» کلمه کارول کېږي.

د طالبانو د رسمي مکتوب له‌مخې، چې یوه اونۍ وړاندې لیکل شوي، د ملاهبت الله د حکم په اساس د احصایې او معلوماتو ملي اداره له دې وروسته د «احصایې او معلوماتو عمومي اداره» او د ازموینو ملي اداره د «ازموینو عمومي اداره» په نوم نومول شوې دي.

طالبانو تر کنټرول لاندې په ملي ټلوېزیون کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ملاهبت الله هڅه کوي د دغه ټلوېزیون نوم هم د «شریعت غږ» په نوم بدل کړي. د دوی په وینا، طالبانو دمګړۍ ټولې ملي راډیوګانې په شریعت غږ نومولې دي.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د قول اردوګانو په ګډون د یو شمېر ادارو نومونه عربي ته اړولي دي.

د وروستیو معلوماتو پر بنسټ، دغه ډله اوسمهال د «پولیسو» نوم هم په «شرطه» بدلوي چې یوه عربي کلمه ده.

د ملاهبت الله د حکم له مخې د کندهار ښار پر ماسټر پلان بیا کتنه کېږي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۱۶:۲۷ GMT+۱
د ملاهبت الله د حکم له مخې د کندهار ښار پر ماسټر پلان بیا کتنه کېږي
100%

د طالبانو د کندهار والي رسنیز دفتر وايي، د ملاهبت الله د حکم پر بنسټ د کور او ښارجوړولو وزارت د کندهار ښار پر ماسټر پلان بیا کتنه کوي. د طالبانو کندهار والي ملا شیرین ویلي، چې د کندهار ښار ماسټر پلان پخوا جوړ شوی او د ننني عصر اړتیا ده، چې اړوندې ادارې یې بیا وګوري.

د طالبانو د کندهار والي رسنیز دفتر نن دوشنبه، د غويي پر ۱۴ مه ویلي، چي په همدې موخه د یاد وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي کندهار ته سفر کړی او ددغه ولایت له چارواکو سره یې لیدلي دي.

په دې غونډه کې د طالبانو د کندهار والي د نوي ماسټر پلان د جوړېدو په برخه کې د ټولو سکتوري ادارو له رییسانو او استازو غوښتي، چي له پلاوي سره په چارو کي بشپړه همکاري وکړي.

په دې ناسته کې طالب چارواکو ویلي، چې کندهار یو مهم، اقتصادي، ترانزیټي او بندر لرونکی ولایت دی او اړتیا داده، چې وخت په وخت یې پر ماسټر پلان بیا کتنه وشي.

طالبانو د بهرنیو چارو وزارت « د بشري حقونو او ښځو ریاست» لغوه کړی

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۱۶:۰۰ GMT+۱
طالبانو د بهرنیو چارو وزارت « د بشري حقونو او ښځو ریاست» لغوه کړی
100%

افغانستان انټرنشنل یو رسمي مکتوب ترلاسه کړی، چې ښيي طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له تشکیل څخه د بشري حقونو او ښځو چارو ریاست تنقیص اعلان کړی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي او یوه کارکوونکي د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته دغه مکتوب تایید کړی.

په مکتوب کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو چارو مسوول لطف الله خپلواک د غويي پر ۱۴مه د وزارت مالي او اداري څانګې ته لیکلي چې د طالبانو د ریاست الوزرا د فرمان پر بنسټ په ۱۴۰۵ کال کې د بشري حقونو او نړیوالو ښځو چارو څانګه لغوه شوې ده.

100%

یاد ریاست د طالبانو د رییس الوزرا ملامحمد حسن اخوند د ۷۶۶۱ ګڼه مکتوب پر بنسټ د ۱۴۰۵ کال په تشکیل کې تنقیص اعلان شوی دی.

طالبانو واک ته له بیا رسېدو وروسته له ښځو سره تړلې ډېرې ادارې په تدریجي ډول له حکومتي جوړښت څخه لرې کړې دي.

د ښځو چارو وزارت د امربالمعروف وزارت ته بدلول د دې پالیسۍ لومړنی ګام و.

په ورته وخت کې مېرمنې د دولتي ادارو او غیر دولتي سازمانونو په ډیری برخو کې له کار کولو منع شوې او نجونې هم د شپږم ټولګي او پوهنتون له زده کړو څخه محرومې دي.

طالبان د پکتیا او ننګرهار پوهنتونونو له محصلانو ژمنې اخلي چې ږیرې پرېږدي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۱۵:۱۰ GMT+۱
طالبان د پکتیا او ننګرهار پوهنتونونو له محصلانو ژمنې اخلي چې ږیرې پرېږدي
100%

په پکتیا او ننګرهار کې د پوهنتونو یو شمیر محصلانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو ورباندې ژمنلیکونه لاسلیک کړي چې ږېرې پرېږدی. د محصلانو په وینا، پر ږیرې سربېره د طالبانو د امربالمعروف تصویب شوي قانون د عملي کولو په تړاو هم له دوی ژمنې اخېستل کیږي.

د پکتیا او ننګرهار پوهنتونونو یو شمېر محصلانو ددوشنبې په ورځ، د غويي پر ۱۴مه وویل، چې پر محصلانو یو ژمنلیک لاسلیک کیږي، چې پر بنسټ یې محصلان د ږیرې په پرېښودلو او پرځان د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون په عملي کولو مکلف ګڼل کیږي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په ټول هېواد کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو له محصلانو څخه د یوې ۱۴ ماده‌ییزې ژمنپاڼې د لاسلیک غوښتنه کړې، چې له مخې یې هغوی د امربالمعروف قانون د عملي کولو ژمنه کوي.

د دغه ژمنلیک یوه کاپي، چې تر دې مخکې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلې، ښيي چې زده‌کړیالان مکلف شوي څو ږیره پرېږدي او د اهل سنتو د فقهې پیروي وکړي.

د سند په نورو مادو کې ټینګار شوی چې محصلان باید د موسیقۍ له اورېدو، د نشه‌يي توکو له کارولو او همداراز د ساکښو (ژونديو موجوداتو) د انځورونو او ویډیوګانو له اخیستلو ډډه وکړي، ځکه دا کړنې د طالبانو له‌خوا منع شوې دي.

د ژمنپاڼې په وروستیو بندونو کې هم ویل شوي چې محصلان باید د امربالمعروف د نوي تصویب شوي قانون په ګډون، د طالبانو د ټولو فرمانونو او نافذو قوانینو اطاعت او درناوی وکړي.

همداراز، د ژمنلیک په پنځمه ماده کې راغلي چې محصلان به له هېڅ ډول سیاسي ډلې سره اړیکه نه ساتي او په شپږمه ماده کې یې د امام ابو حنیفه د مذهب پر پیروي ټینګار شوی دی.

د سند په پای کې خبرداری ورکړل شوی چې د یادو مادو د سرغړونې په صورت کې به سرغړوونکي مجازات شي او د شکایت حق به ونه لري.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د امربالمعروف قانون له اعلان وروسته، د طالبانو محتسبان پر لارو او سړکونو ځوانان دروي او د ږیرې، موسیقۍ او ظاهري بڼې په اړه سپارښتنې ورته کوي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو د عدلیې وزارت تېر کال د چنګاښ پر شپږمه په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو پر فعالیت بشپړ بندیز لګولی و.

د خوست د مندوزیو ولسوالۍ اوسېدونکو د ۱۲نیم زره جریبه ځمکې پر دولتي ګرځولو اعتراض کړی

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۱۴:۵۵ GMT+۱
د خوست د مندوزیو ولسوالۍ اوسېدونکو د ۱۲نیم زره جریبه ځمکې پر دولتي ګرځولو اعتراض کړی
100%

د خوست ولایت د اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته د اسنادو په ښودلو سره د ۱۲ نیم زره جریبه ځمکې د دولتي کولو په تړاو د طالبانو د محکمې پر پرېکړې اعتراض کړی. معترضان وايي، چې محکمې خلکو ته ددفاع لازم فرصت نه دی ورکړی.

د خوست ولایت د اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د طالبانو د محکمې له خوا د څه باندې ۱۲ زره جریبه ځمکې پر دولتي کولو اعتراض کړی او دا یې « غیرشرعي پرېکړه او له اصولو سرغړونه» بللې ده.

د سیمې یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته د ځمکې د قبالې په استولو سره ویلي، چې شاوخوا ۱۲ نیم زره جریبه ځمکه دولتي اعلان شوې، خو دوی ادعا کوي چې دا پرېکړه د اسنادو له بشپړې څېړنې او قانوني پړاوونو له طی کېدو پرته شوې ده.

د مندوزیو د اوسېدونکو په وینا، د طالبانو د عدلیې وزارت له‌خوا وړاندې شوې دعوه په محکمه کې مطرح شوه، خو قاضي خلکو ته د دفاع بشپړ فرصت نه دی ور کړی.

دوی زیاتوي چې دا بهیر د عدلي ارګانونو له اصولو ښکاره سرغړونه ده او په داسې حالت کې د عادلانه پرېکړې تمه نه شي کېدای.

د سیمې اوسېدونکي وایي چې پر یاده ځمکه زرګونه کورونه اباد دي، خو د محکمې له پرېکړې وروسته پر کورونو د ملکیت ادعاوې هم کیږي.

د اعتراض کوونکو په وینا، وروسته له ډېرو هڅو هغوی خپله دفاعیه محکمې ته وړاندې کړه او په لومړي سر کې قاضي دا دعوه د اورېدو وړ وبلله، خو وروسته پرېکړه بدله شوه او قضیه په دې دلیل رد شوه چې ګواکې پر یادو سیمو د دولت تصرف موجود دی.

دوی پوښتنه کړې، چې په داسې شرایطو کې څنګه دا پرېکړه شرعي او عادلانه بلل کېدای شي او له اړوندو ادارو غواړي چې قضیه له سره، شفافه او د قانوني اصولو پر بنسټ وڅېړي.

د می میاشتې پر درېیمه د طالبانو عدلیې وزارت اعلان وکړ، چې د ځمکو د استرداد او غصب مخنیوي ځانګړې محکمې د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ۱۲نیم زره جریبه ځمکه له ارزونې وروسته دولتي اعلان کړې ده.