په کونړ کې قومي مشرانو نن دوشنبه، د غويي پر ۱۳مه وویل، چې تېره ورځ د کونړ او باجوړ قومي مشران بیا سره جرګه شوي وو.
د قومي مشرانو په وینا، پاکستاني پوځیانو د اوربند شرایط سخت کړي او د طالبانو له لوري ددې شرایطو منل ستونزمن ښکاري.
قومي مشرانو همدراز وویل، چې دوی به نن دا غوښتنې د طالبانو له چارواکو سره شریکې کړي.
یوه قومي مشر له نومښودنې پرته وویل:« نه طالبان او نه داوړه ولسونه د جګړې پلوي دي، خو د پاکستان له شرایطو داسې ښکاري چې دوی دا جګړه اوږدول غواړي او په پایله کې به یې ولسي خلک اړ وځي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له پرتو ولسوالیو ووځي».
پاکستاني ځواکونو په وقفه يي ډول د کونړ پر دانګام، مرورې، سرکاڼو او خاص کونړ د درندو وسلو بریدونو ته ادامه ور کړې ده.
نن د طالبانو د دانګام ولسوالۍ ولسوال وویل، چې په دې ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو د بریدونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون درې ولسي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.
د کونړ ځینو قومي مشرانو د غويي پر ۱۲مه ویلي وو، چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د سرکاڼو ولسوالۍ په ناواپاس سیمه کې د دواړو لوریو د قومي مشرانو په وروستۍ ناسته کې د اوربند پر شرایطو سلامشورې او ددې خبرو د پایلو ترلاسه کولو لپاره د ناستو پر دوام هوکړه شوې وه.
یو قومي مشر وویل، چې پاکستان د دې خبرو پرمهال د کونړ په مرکز اسعداباد، سرکاڼو، مرورې، خاص کونړ او دانګام ولسوالیو کې د عامو خلکو پر کورونو بریدونه وکړل، چې له امله یې د قومي مشرانو د ناستو بهیر ګډوډ شو.
ځینې قومي مشران په دې باور دی، چې پاکستاني پوځیان یو خوا د قومي جرګې له لارې د خبرو دوام غواړي خو بل خوا دوی خپل بریدونه هم روان ساتلي دي.
طالبانو د پاکستاني پوځیانو نویو شرایطو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه هم پاکستان په رسمي ډول څه ویلي دي.
له دې وړاندې د وري پر ۲۴مه، د نورستان د برګمټال او کامدېش ولسوالیو پر لور د غځېدلې لارې د پرانېستلو په تړاو د نورستان او چترال د قومي مشرانو ترمنځ هوکړه وشوه. د هوکړې له مخې، دواړو خواوو له ناړۍ نه تر نورستان پورې دایمي اوربند کړی.
پاکستاني پوځیانو د نورستان له قومي مشرانو نه په شفاهي ډول غوښتي وو، چې په خپلو سیمو کې به ټي ټي پي نه پرېږدي.
طالبان د افغانستان په خاوره کې د ټي ټي پي فعالیتونه ردوي او دا د پاکستان کورنۍ مساله ګڼي.