• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د لوګر د خلکو اندېښنه: طالبان د ماشومانو پر وړاندې په عام محضر کې سزاوې عملي کوي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۱۹:۰۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۲۰:۲۰ GMT+۱

د لوګر ولایت ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د دغه ولایت د خروار ولسوالۍ په اسلام درې سیمه کې، نن یو ځل بیا د طالبانو له لوري په عام محضر کې پر څو کسانو د دُرو وهلو سزاوې عملي شوې. د دوی په وینا، نندارچیانو کې ماشومان هم شامل و چې دا یې د اندېښنې وړ بللې ده.

د دوی په وینا، د ماشومانو حضور دا ډول صحنو کې کولی شي پر هغوی منفي رواني اغېزې ولري او ذهني فشار رامنځته کړي.

دوی زیاتوي، چې د سیمې یو شمېر اوسېدونکي دا ډول عامه سزاوې او په ځانګړي ډول د ماشومانو ګډون پکې، منفي اقدام بولي او له طالبانو غواړي چې د داسې سزاګانو په پلي کولو کې دې د ماشومانو د ګډون مخه ونیول شي.

د رواني ناروغیو متخصص ډاکټر شکور بېدل، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، د روان پوهنې له نظره کله چې یو ماشوم د خلکو وهل، په ځانګړي ډول د درو سزا، په خپلو سترګو ویني، دا یوازې یو صحنه نه وي، بلکې مستقیم پر ذهن او عاطفي سیستم یې اغېز کوي دا صحنه ورته د خطر نښه ښکاري. ذهن یې دا پیغام اخلي چې نړۍ خوندي نه ده او دا کار د وېرې او دوامدار اضطراب سبب ګرځي. حتا که ماشوم پخپله له سزا سره مخ نه وي، بیا هم دا فکر ورسره پیدا کېږي چې کېدای شي «دا له ما سره هم وشي».

هغه زیاتوي، چې له رواني پلوه، دا ډول تجربې کولی شي ژور اغېز پرېږدي او د رواني ټپونو سبب شي. ځینې ماشومان وروسته د بدو خوبونو، ناڅاپي وېرې، یا ذهني فشار نښې ښيي، چې دا د «د سختې او وېرونکې پېښې وروسته رواني اختلال» سره ورته حالتونه دي. دا ډول صحنې د ماشوم په حافظه کې کلک پاتې کېږي او په راتلونکې کې یې پر عاطفي ثبات منفي اغېز کوي.

ډاکټر بېدل په خپلو خبرو کې وویل، د دې چارې تر تولو مهمه اغېزه دا ده چې ماشوم دا ډول تاوتریخوالی عادي ګڼل پیلوي. کله چې دا ډول کړنې په عام محضر کې ترسره کېږي، ماشوم دا زده کوي چې زور کارول د ستونزو د حل یوه منل شوې لاره ده. دا زده کړه کولی شي په راتلونکي کې د ده په چلند کې څرګنده شي او د تاوتریخوالي تمایل زیات کړي. سربېره پر دې، د دوامدارو داسې صحنو لیدل د عاطفي بې‌حسۍ لامل کېږي، یعنې ماشوم ورو ورو د نورو د درد پر وړاندې خپل حساسیت له لاسه ورکوي.

دیني عالم، مولانا روح الله محمدي، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې اسلام د ماشومانو د ساتنې، روزنې او سالمې فکري ودې ټینګار کوي او داسې صحنې چې پکې تاوتریخوالی وي، باید د ماشومانو له نظره لرې وساتل شي. هغه زیاتوي چې د سزاوو پلي کول که څه هم د شرعي حدودو په چوکاټ کې بحث کېدای شي، خو د ماشومانو حضور پکې اړین نه دی او دا کار د هغوی پر اخلاقو او روان منفي اغېز کولای شي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د اسلام له نظره، د ماشوم د شخصیت جوړونه په مهربانۍ، ښوونې او سالم چاپېریال پورې تړلې ده، او باید داسې شرایط برابر شي چې ماشومان له وېرې، تاوتریخوالي او ذهني فشار څخه خوندي پاتې شي.

د یادولو وړ ده، چې طالبان پر تورنو کسانو د سزاوو د عملي کولو لپاره تل د عام محضر څخه کار اخلي او عامه ولس په زور اړ کوي چې د دغو سزاوو صحنې وګوري.

ډېر لیدل شوي

د روغتیايي خدمتونو تشه؛ نورستان ښځینه متخصصه نه‌لري، ننګرهار کې یې هم شمېر محدود دی
۱

د روغتیايي خدمتونو تشه؛ نورستان ښځینه متخصصه نه‌لري، ننګرهار کې یې هم شمېر محدود دی

۲

د یوه افغان پلاستیکي ټوپک د جرمني پولیس د هوا او ځمکې له لارې عملیاتو ته اړ اېستل

۳

مقاومت جبهې د حسیب پنجشیري ځایناستی وټاکه

۴

ملګري ملتونه: پاکستان دې د هغه افغانانو جبري ستنول ودروي چې نړۍوال خوندیتوب ته اړتیا لري

۵
د افراسیاب خټک لیکنه

د پاکستان ولسمشر زرداري ولې لندن کې ناست دی؟