• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سوداګر: په بادغیس کې له وخت وړاندې د پستې له راټولو باید په جدي ډول مخنیوی وشي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۱۹:۲۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۲۱:۳۰ GMT+۱

په بادغیس کې یو شمېر سوداګرو د پستو بازار د پیکه کېدو په تړاو د اندېښنو په څرګندولو سره له اړوندو طالب مسوولینو غواړي، چې سږکال باید هېچاته دا اجازه ورنه‌کړل شي، چې پستې له پخېدو وړاندې راټولې کړي. بادغیس کې طالب مسوولین بیا وايي، د پستې ځنګلونو ساتنې لپاره یې ساتونکي ګومارلي دي

بادغیس د طبیعي پستو له شنو ځنګلونو څخه ډک، یو له بډایه ولایتونو څخه شمېرل کېږي، خو په دې وروستیو کلونو کې د پستو له پخېدو وړاندې د خلکو له لوري راټولېږي او د سوداګرو په وینا، د ځايي خلکو دغې چارې د پستې پر بیو او کیفیت منفي اغېز کړي او له اړوندو طالب مسوولینو غواړي، چې له وخته وړاندې یا د خامو پستو له راټولولو په جدي توګه مخنیوی وکړي.

په بادغیس کې د وچو میوو د ټولنې استازی عبدالباقي د پستو د بازار د پیکه کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، تېر کال د خلکو له لوري له وخت مخکې د پستو راټولول د دې لامل شول چې د پستو بیې په بې‌ساري ډول راټيټې شي او زیاته یې کړه: «سږ کال باید دا ملي شتمني وساتل شي او هېچاته اجازه ورنه‌کړل شي چې خامې پستې راټولې کړي».

د پستې یو سوداګر عبدالله وايي: «له چارواکو غوښتنه کوو، چې د پستو حاصلات کنټرول کړي او اجازه ورنه‌کړي چې خلک یې خام راټول کړي».

ځینې نور سوداګر بیا وايي، د بادغیس د پستو ځنګلونه ډېر ضایعات لري او باید یې له دغو ضایعاتو هم مخنیوی وشي، څو ورسره د پستو په حاصلاتو کې د پام وړ ډېرښت راشي.

طالبانو بادغیسي مالدارانو ته امر کړی چې د پسته‌لیق ځنګلونه تخلیه کړي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د اقتصادي چارو شنونکي هم له پخېدو مخکې د پستې راټولولو په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، دا کار له يوې خوا د پستې حاصلات کموي او له بلې خوا د پستې کيفيت او د هېواد اقتصاد ته زيان رسوي.

د بادغیس لپاره د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ رييس جلال‌الدین حقاني له وخت وړاندې د پستو راټولولو پر مخنیوي او د پستو ځنګلو پر خوندي ساتنې ټينګار کړی او په دې برخه کې یې د ځايي اوسېدونکو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د بادغیس لپاره د طالبانو مسوولین په دې تړاو وايي، د پستو له وخت مخکې راټولول نه یوازې د بازار پر بیو منفي اغېز کوي، بلکې د ولایت پر عمومي اقتصاد او د خلکو پر عایداتو هم مستقیمه ضربه واردوي.

یادو مسوولینو له ځايي خلکو وغوښتل، چې د پستو د ځنګلونو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي او تر هغې چې حاصلات پوره نه‌وي رسېدلي، د «شول» له ماتولو او هر ډول ګډوډۍ څخه ډډه وکړي او همداراز یې ژمنه کړې، چې سږ کال به د پستو دغه ارزښتناکه ملي شتمني تر حاصلاتو پورې خوندي وساتل شي.

د بادغیس ولایت لپاره د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ مسوولین وايي، د پستو ځنګلونو د ساتنې لپاره یې ساتونکي ګومارلي او په دې توګه یې له پرې کولو مخنیوی شوی دی.

بادغیس د طبیعي پستو له شنو ځنګلونو څخه ډک، یو له بډایه ولایتونو څخه شمېرل کېږي او کله چې پستې حاصل ته ورسېږي، نو د هېواد له بېلابېلو سیمو خلک د دغو حاصلاتو د راټولولو لپاره ورځي او په دې سره یو شمېر کسانو ته د لنډ مهال لپاره کاري زمینه هم برابرېږي.

په لویدیځ زو کې د پستو د صادراتو ټولنې په وینا، په کلني ډول له افغانستان څخه له ۳ تر ۴ زرو ټُنو پسته هند، ترکیې، امریکا او یو شمېر اروپایي هېوادونو ته صادرېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د لوګر د خلکو اندېښنه: طالبان د ماشومانو پر وړاندې په عام محضر کې سزاوې عملي کوي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۱۹:۰۳ GMT+۱

د لوګر ولایت ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د دغه ولایت د خروار ولسوالۍ په اسلام درې سیمه کې، نن یو ځل بیا د طالبانو له لوري په عام محضر کې پر څو کسانو د دُرو وهلو سزاوې عملي شوې. د دوی په وینا، نندارچیانو کې ماشومان هم شامل و چې دا یې د اندېښنې وړ بللې ده.

د دوی په وینا، د ماشومانو حضور دا ډول صحنو کې کولی شي پر هغوی منفي رواني اغېزې ولري او ذهني فشار رامنځته کړي.

دوی زیاتوي، چې د سیمې یو شمېر اوسېدونکي دا ډول عامه سزاوې او په ځانګړي ډول د ماشومانو ګډون پکې، منفي اقدام بولي او له طالبانو غواړي چې د داسې سزاګانو په پلي کولو کې دې د ماشومانو د ګډون مخه ونیول شي.

د رواني ناروغیو متخصص ډاکټر شکور بېدل، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، د روان پوهنې له نظره کله چې یو ماشوم د خلکو وهل، په ځانګړي ډول د درو سزا، په خپلو سترګو ویني، دا یوازې یو صحنه نه وي، بلکې مستقیم پر ذهن او عاطفي سیستم یې اغېز کوي دا صحنه ورته د خطر نښه ښکاري. ذهن یې دا پیغام اخلي چې نړۍ خوندي نه ده او دا کار د وېرې او دوامدار اضطراب سبب ګرځي. حتا که ماشوم پخپله له سزا سره مخ نه وي، بیا هم دا فکر ورسره پیدا کېږي چې کېدای شي «دا له ما سره هم وشي».

هغه زیاتوي، چې له رواني پلوه، دا ډول تجربې کولی شي ژور اغېز پرېږدي او د رواني ټپونو سبب شي. ځینې ماشومان وروسته د بدو خوبونو، ناڅاپي وېرې، یا ذهني فشار نښې ښيي، چې دا د «د سختې او وېرونکې پېښې وروسته رواني اختلال» سره ورته حالتونه دي. دا ډول صحنې د ماشوم په حافظه کې کلک پاتې کېږي او په راتلونکې کې یې پر عاطفي ثبات منفي اغېز کوي.

ډاکټر بېدل په خپلو خبرو کې وویل، د دې چارې تر تولو مهمه اغېزه دا ده چې ماشوم دا ډول تاوتریخوالی عادي ګڼل پیلوي. کله چې دا ډول کړنې په عام محضر کې ترسره کېږي، ماشوم دا زده کوي چې زور کارول د ستونزو د حل یوه منل شوې لاره ده. دا زده کړه کولی شي په راتلونکي کې د ده په چلند کې څرګنده شي او د تاوتریخوالي تمایل زیات کړي. سربېره پر دې، د دوامدارو داسې صحنو لیدل د عاطفي بې‌حسۍ لامل کېږي، یعنې ماشوم ورو ورو د نورو د درد پر وړاندې خپل حساسیت له لاسه ورکوي.

دیني عالم، مولانا روح الله محمدي، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې اسلام د ماشومانو د ساتنې، روزنې او سالمې فکري ودې ټینګار کوي او داسې صحنې چې پکې تاوتریخوالی وي، باید د ماشومانو له نظره لرې وساتل شي. هغه زیاتوي چې د سزاوو پلي کول که څه هم د شرعي حدودو په چوکاټ کې بحث کېدای شي، خو د ماشومانو حضور پکې اړین نه دی او دا کار د هغوی پر اخلاقو او روان منفي اغېز کولای شي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د اسلام له نظره، د ماشوم د شخصیت جوړونه په مهربانۍ، ښوونې او سالم چاپېریال پورې تړلې ده، او باید داسې شرایط برابر شي چې ماشومان له وېرې، تاوتریخوالي او ذهني فشار څخه خوندي پاتې شي.

د یادولو وړ ده، چې طالبان پر تورنو کسانو د سزاوو د عملي کولو لپاره تل د عام محضر څخه کار اخلي او عامه ولس په زور اړ کوي چې د دغو سزاوو صحنې وګوري.

یونسېف: څلور میلیون افغان ماشومانو ته د زده کړې او ښوونې توکي برابر شوي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۱۹:۰۲ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق استازي تاج‌الدین اویوواله ویلي، هر ماشوم د زده‌کړې لپاره خوندي ځای او د راتلونکې د جوړولو وسایلو ته اړتیا لري. هغه زیاته کړې، چې یونسېف او ملګرو یې څلورو میلیونو ماشومانو ته د زده‌کړې او ښوونې توکي برابر کړي دي.

نوموړي ویلي، چې یونسېف او شریک بنسټونو یې د تدریس او زده‌کړې د موادو له لارې لږ تر لږه څلور میلیونه افغان ماشومانو ته ملاتړ برابر کړی دی. د دې تر څنګ، د ده په وینا، ۲۳۲ دولتي ښوونځي بیارغول شوي تر څو زده‌کوونکو ته د زده‌کړې لپاره ښه او معیاري چاپېریال رامنځته شي.

د یونسېف استازي زیاته کړې، چې دغه هڅې د ښوونځیو فزیکي وضعیت ته د پاملرنې تر څنګ د زده‌کوونکو د ودې او خوندیتوب په برخه کې هم مهم بدلونونه رامنځته کوي. هغه ویلي چې د تعلیمي موادو وېش د ښوونکو او زده‌کوونکو پر لاسرسي او کیفیت مثبت اغېز کړی دی.

یونسېف له خپلو همکارو ادارو سره یوځای ټینګار کړی، چې د افغانستان ماشومانو ته د زده‌کړې خوندې چاپېریال او بنسټیز ملاتړ برابرول به دوام ولري. اویوواله وایي چې د ښوونیزو پروګرامونو پراخوالی د هېواد په کچه د زده‌کوونکو د اړتیاوو په کچه همغږي شوی دی.

ملګري ملتونه: افغانستان کې ۳۴ زره قابلې روزل شوې خو یوازې ۱۸ سلنه یې په کار بوختې دي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۱۸:۵۸ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق استازي، کوابینا اسنتي انتیامواه، ویلي چې په تېرو کلونو کې په دغه هېواد کې شاوخوا ۳۴زره قابلې له زده کړو فارغې شوي، خو لږه اندازه پر دندو بوختې دي.

یاد صندوق د چهارشنبې په ورځ (غویي ۱۶مه) په خپل یوه راپور کې ویلي، چې نوموړي د قابلو د نړیوالې ورځې په مناسبت څرګنده کړې چې له دې شمېر څخه یوازې ۱۸سلنه قابلې په رسمي ډول په دندو بوختې دي.

دیاد بنسټ استازي ټینګار کړی، چې قابله د افغانستان د روغتیايي سیستم مهمه برخه ده او د میندو د مړینې د کچې په راکمولو او د انسانانو د ژوند په ژغورلو کې اساسي رول لري.

د هغه په وینا، په افغانستان کې په ډېرو سیمو کې قابلې یوازینۍ ماهرې روغتیايي کارکوونکې دي چې ښځو ته خدمات وړاندې کوي، او د دوی شتون د ښځو لپاره د حیاتي روغتیايي خدماتو د لاسرسي لپاره ډېر مهم دی.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي،چې قابلې تر ۹۰سلنه پورې د ښځو او نجونو لپاره اړین روغتیايي خدمات وړاندې کوي، او د دوی ملاتړ د هېواد د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا لپاره حیاتي اهمیت لري.

فضلي: هرې بهرنۍ ادارې ته مراجعه د یوې رښتینې افغاني سیاسي پروسې مخه نیسي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۱۷:۴۹ GMT+۱

د پخواني جمهوري نظام د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وایي، په اوسنیو شرایطو کې د ارزښتونو د دفاع او احیا لپاره بهرنیو ادارو ته مراجعه نه یوازې «ځان‌غولونه» او د وخت ضایع کول دي، بلکې د یوې رښتینې افغاني سیاسي پروسې ټکني کول او مخنیوی یې هم دی.

فضلي د چارشنبې په ورځ، د غویي ۱۶مه پر اېکس‌پاڼه، په خپلو څرګندونو کې د ۲۰۲۰ کال حالاتو ته په اشارې سره ویلي، هغه مهال چې امریکا په دوحه کې له طالبانو سره د افغانستان د سیاسي راتلونکې په اړه په خبرو بوخته وه، افغان حکومت هڅه وکړه چې د ولسواکۍ ارزښتونه، په ځانګړي ډول د ښځو حقونه، د اروپایي ټولنې له لارې خوندي کړي.

د هغه په وینا، د اروپایي ټولنې د سفیرانو او استازو ځواب دا و چې که څه هم ارزښتونه مهم دي، خو دغه ټولنه د امریکا پرېکړو او سیاستونو ته لومړیتوب ورکوي.

هغه لیکلي چې د اروپایي ټولنې د سفیرانو او استازو واحد ځواب داو :«په دې کې شک نشته چې ارزښتونه مهم دي، خو اروپایي ټولنه د امریکا فرمایشاتو او پرېکړو ته تر هر څه لومړیتوب ورکوي».

فضلي ټینګار کړې چې له همدې تجربې وروسته څرګنده شوې چې په اوسنیو شرایطو کې بهرنیو بنسټونو ته تمه کول نه یوازې ستونزې نه حل کوي، بلکې د یوې رښتینې او خپلواکې افغاني سیاسي پروسې مخه هم نیسي او ځنډولی یې شي.

طالبان له یوه خصوصي شرکت سره د اداري سیستمونو پر ډیجیټلي کولو غږېدلي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۱۷:۳۹ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رییس ملا عبدالواسع په ارګ کې د المدینه ډیولپمنټ سپلای ال ال سي شرکت له مشرې شهلا هوپر جمال او مل پلاوي سره په لیدنه کې د اداري سیستمونو د عصري کولو او ډیجیټلي کېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ د چارشنبې په ورځ، د غویي ۱۶مه، یوې خبرپاڼه کې لیکلي، په دې ناسته کې، د یاد شرکت مشرې اعلان وکړ چې د افغانستان په خصوصي سکتور کې له خپلې تجربې وروسته، اوس غواړي په دولتي ادارو کې هم د ډیجیټلي سیستمونو د پراختیا په برخه کې پانګونه وکړي.

د هغې په وینا، شرکت یې مخکې د یوه خصوصي بانک لپاره د (اې‌ټي‌ایم) کارتونو د چاپ او اړوندو تجهیزاتو په برابرولو کې پانګونه کړې او اوس چمتو دی چې د موټر چلولو جوازونو، برېښنایي پاسپورټونو او احصایوي سیستمونو د ډیجیټلي کولو په برخو کې هم عملي کار وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي د اداري چارو ساده کول او د خدماتو چټکتیا د ډیجیټلي کېدو له لارې ممکنه ده او دا به خلکو ته اسانتیاوې زیاتې کړي.