اصف دُرانی: د ټيټيپي د بریدونو په اړه د طالبانو چوپتیا د پوښتنې وړ ده

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دُراني ویلي، که څه هم د مولانا ادریس وژل کېدل د غندنې وړ عمل دی، خو د هغه په وینا افغان طالبانو باید په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) لهخوا د ملکي وګړو وژنې هم په ښکاره غندلې وای.
