• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بلاول بوټو زرداري ادعا؛ په پاکستان کې د بریدونو رېښه افغانستان ته رسېږي

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۰۱:۴۱ GMT+۱

د پاکستان د خلکو ګوند(پي پي پي) مشر ادعا لري، چې پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو ريښه افغانستان کې شته سازمانونو ته رسېږي او په باور یې یاد سازمانونه د هند له ملاتړ هم برخمن دي. طالبانو او هند په وار وار د پاکستان دغه ډول ادعاوې رد کړي او امنیتي مسایل یې د پاکستان کورنۍ مساله بللې.

د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۱۷مه) له فرانس۲۴ سره په مرکه کې ادعا کړې: «له بده مرغه، ډېری هغه ترهګریز بریدونه چې په پاکستان کې کېږي، په افغانستان کې له شته سازمانونو سره تړاو لري».

هغه همداراز مدعي شوی: «تر کومه ځایه چې د هندي عنصر خبره ده، هغوی له هغو سازمانونو ملاتړ کوي چې په پاکستان کې دننه د ترهګریزو فعالیتونو تر شا ولاړ دي».

تر دې مخکې (چهارشنبه د غويي ۱۶مه) د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي وو، د پاکستان په اسلام‌اباد کې د یوې محکمې مخې ته له یوې چاودنې شاوخوا یو ساعت وروسته د یادې پېښې ريښه له افغانستان سره وتړل شوه او په وینا یې: «هغه برید چې د اسلام‌اباد د یوې محکمې مخکې وشوه، یو ساعت وروسته یې هغوی [پاکستاني چارواکو] وویل، چې ریښه یې افغانستان ته رسېږي. که تاسو [پاکستاني چارواکي] دومره پوهېږئ چې دا چاوده په افغانستان کې طرحه شوې، نو بیا ولې وشوه»؟

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي | افغانستان انټرنشنل پښتو

هند او افغان طالبانو په وار وار د پاکستان په امنیتي پېښو کې هر ډول لاس لرل رد کړي او په دغه هېواد کې یې امنیتي ننګونې د پاکستان د واکمن حکومت او په ځانګړې توګه د پوځ د ناسمو پالیسیو پایله او د پوځیانو ناکامي بللې ده.

د یادونې وړ ده، چې د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ په قطر، ترکیې، سعودي عربستان او چین کې پر لپسې خبرو تر اوسه څه پایله نه‌ده ورکړې او دواړه لوري لا هم لاس په ماشه دي، پر افغانستان د پاکستان بریدونه لا هم روان دي او د یوناما په وینا، د دغو بریدونو قرباني عام ولس دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۵

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

•
•
•

نور کیسې

د طالباني سانسور په ترڅ کې؛ فرانسه کې جلاوطنه خبریالانو د نیمروز په نوم ټلوېزیون جوړ کړ

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۰۱:۰۹ GMT+۱

په فرانسه کې مېشتو یو شمېر جلاوطنه افغان خبریالانو د «نیمروز» په نوم نوې ټلوېزیوني شبکه جوړه کړې ده. د دې رسنۍ مسوولان وايي، چې د دغه ټلوېزیون تمرکز به د افغانستان، سیمې او نړۍ د مهمو پېښو پر پوښښ وي.

د نیمروز ټلوېزیون په هغې خبرپاڼه کې، چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوې، راغلي چې دغې رسنۍ په فرانسه کې د یوې خپلواکې رسنۍ په توګه خپل رسمي فعالیت پیل کړی دی.

د نیمروز ټلوېزیون مسوولان وایي، چې دا رسنۍ د یو شمېر جلاوطنه افغان خبریالانو په نوښت رامنځته شوې او د ژورنالېزم مسلکي اصولو، د بیان ازادۍ، معلوماتو ته د ازاد لاسرسي او د خلکو د غږ انعکاس ته ژمنه ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نیمروز ټلوېزیون غواړي د هغو خلکو غږ پورته کړي، چې په افغانستان کې د رسنیزو محدودیتونو له امله د اورېدو لږ فرصت لري. دې رسنۍ یادونه کړې، چې په افغانستان کې خپلواکې رسنۍ له پراخو فشارونو او محدودیتونو سره مخ دي او میلیونونه نجونې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.

نیمروز ټلوېزیون ویلي، چې هڅه به وکړي د خبرونو، لیکنیو راپورونو او تحلیلي مطالبو له لارې خپلواک، رښتینی او مسلکي روایتونه خپاره کړي. دغې رسنۍ همداراز د فرهنګي او ژبني تنوع، انساني ارزښتونو او بشري حقونو پر ساتنې ټینګار کړی دی.

د نیمروز ټلوېزیون د څرګندونو له مخې، دغه رسنۍ اوس‌مهال خپل مطالب د رسمي وېبپاڼې او ټولنیزو شبکو له لارې د خبرونو، لیکنیو راپورونو او تحلیلي محتوا په بڼه خپروي.

په افغانستان کې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې پر مهال د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته رسنیز چاپېریال سخت محدود شوی دی. د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي یا یوناما په یوه راپور کې راغلي، چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له ګواښونو، خپل‌سرو نیونو، ناوړه چلند، قضايي تعقیب او د ورځني کار له سختو محدودیتونو سره مخ شوي دي.

د بشري حقونو څار سازمان هم ویلي، چې طالبانو د خبریالانو په نیولو او شکنجه کولو، د راپور ورکولو پر محدودولو او د خبرخونو په چارو کې د مستقیمې لاسوهنې له لارې د افغانستان رسنیز چاپېریال سخت کمزوری کړی دی.

د ژوندو موجوداتو د انځورونو د خپرولو بندیز هم د هېواد په لږ تر لږه ۲۵ ولایتونو کې عملي شوی دی.

د فاطمه بیات روغتون مسوولین: د بودجې، ډاکټرانو، طبي تجهیزاتو او درملو له کمښت سره مخ یو

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۳ GMT+۱

هلمند کې د فاطمه بیات د نسايي ولادي ۵۰ بستریز روغتون مسوولین وايي، دمګړۍ د طبي وسایلو او متخصص ډاکټرانو له کمښت، د درملو له نشتوالي او بودجوي محدودیتونو سره مخ دي. د هلمند لپاره طالب مسوولینو د یادو ستونزو په تایید سره ویلي، چې د یاد روغتون د سمبالښت لپاره به یوه موسسه ومومي.

په هلمند کې د فاطمه بیات د نسايي ولادي ۵۰ بستریز روغتون مسوولین او ډاکټران وايي، په دغه روغتون کې متخصص ډاکټران او طبي وسایل او تجهیزات کم، درمل نه‌شته او همداراز بودجه یې محدوده ده، خو دوی د خپلې بودجې د اندازې په تړاو څه نه‌وايي.

له دې سره سم، په دغه روغتون کې یو شمېر ناروغ لرونکي هم د ورته ننګونو یادونه کوي او وايي، د طالبانو عامې روغتیا وزارت باید دغه روغتون ته مسلکي او متخصص ډاکټران ولېږي او روغتون په پرمختللو طبي تجهیزاتو سمبال کړي، څو تر دې وروسته اړ نه‌شي چې خپل ناروغان د درملنې لپاره کندهار او یا هم کابل ته ولېږدوي.

د دغو ناروغ لرونکو په وینا، د خلکو بې‌وزلۍ ته په کتو طالبان باید د درملو د برابرولو په برخه کې هم مرسته وکړي، ځکه د دغه ولایت ډېری اوسېدونکي د ناروغۍ پر مهال د درملو د پېرلو وس نه‌لري.

له دې سره سم، د هلمند ولایت لپاره د طالبانو والي امان‌الدین منصور د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۱۷مه) په لښکرګاه ښار کې په فاطمه بیات نسایي ولادي روغتون کې د شته ستونزو د حل، د خدماتو د پراختیا، تمویل او تجهیز په تړاو له اړوندو مسوولینو سره غونډه وکړه.

د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې غونډه کې د فاطمه بیات روغتون پر اوسني وضعیت، روغتیايي خدمتونو، د ناروغانو د اړتیاوو او شته ننګونو په تړاو هر اړخیزې خبرې وشوې او امان‌الدین منصور په دې غونډه کې د متخصصو ډاکترانو کمښت، د طبي وسایلو او تجهیزاتو نشتوالی، د قابلو کموالی، د اکسېجن سیسټم نیمګړتیاوې او یو شمېر نورې تخنیکي او اداري ستونزې یادې کړې او ټینګار یې وکړ: «باید د یوې همکارې موسسې د جلب لپاره جدي هڅې وشي، څو د روغتون له فعالیتونو ملاتړ وکړي او د خدماتو کیفیت لوړ شي».

په خبرپاڼه کې راغلي: «د بحثونو او مشورو له اورېدو وروسته پرېکړه وشوه، چې د ولایت مقام په مشرۍ به یو ګډ پلاوی وټاکل شي، څو کابل ته سفر وکړي او هلته د اړوندو وزارتونو، ادارو او همکارو بنسټونو له مسوولینو سره د فاطمه بیات روغتون ستونزې شریکې او د حل لپاره یې لازم اقدامات تعقیب کړي».

د هلمند په مرکز کې د فاطمه بیات روغتون په اصل کې نسايي ولادي روغتون دی، خو په‌کې د بېړني حالت، داخله، جراحي او نورې څانګې هم فعالې دي.

د حج له جواز پرته مکې ته د ننوتلو هڅه؛ د سعودي امنیتي ځواکونو پنځه افغانان نیولي دي

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۰۰:۲۴ GMT+۱

د سعودي عربستان د حج مراسمو امنیتي ځواکونو اعلان کړی، چې پنځه افغانان یې د حج د اصولو د سرغړونې په تور نیولي دي. دغو کسانو هڅه کوله چې د حج له قانوني جواز پرته، په پلي ډول مکې مکرمې ته ننوځي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، یاد افغانان په یوه صحرايي سیمه کې هغه مهال ونیول شول، چې غوښتل یې په پلي ډول ځانونه مکې مکرمې ته ورسوي. د سعودي عربستان امنیتي ځواکونو ویلي، چې د نیول شویو کسانو پر وړاندې یې قانوني چلند پیل کړی دی.

د سعودي عربستان د عامه امنیت ادارې له ټولو خلکو څخه غوښتي، چې د حج مراسمو اصول او لارښوونې په بشپړه توګه رعایت کړي. دې ادارې ټینګار کړی چې هېڅوک باید له قانوني جواز پرته مکې مکرمې ته د ننوتلو هڅه ونه کړي.

د عامه امنیت ادارې همدارنګه پر ښاریانو غږ کړی چې د سرغړونکو په اړه اړوندو امنیتي ادارو ته راپور ورکړي. د چارواکو په وینا، خلک کولای شي په مکه، مدینه، ریاض او ختیځ ولایت کې د ۹۱۱ شمېرې سره او د سعودي عربستان په نورو سیمو کې د ۹۹۹ شمېرې سره په اړیکه کې شي او د سرغړونو خبر ورکړي.

هرات کې د درملو د کیفیت ازمویلو لپاره د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت وسایل پېرل شوي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۲۳:۴۱ GMT+۱

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر وایي، د دغه ولایت د درملیزو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت ازمویلو لابراتوار لپاره د شاوخوا ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت پرمختللي وسایل پېرل شوي دي. خو د دغو ۵ میلیونه ډالرو د بودجې د څرنګوالي په تړاو یې هېڅ هم نه‌دي ویل شوي.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۱۷) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، دمګړۍ په یاد مرکز کې د خوراکي توکو ازمېښت پیل شوی او د درملو او خوراکي برخو د تجهیزاتو په بشپړېدو سره به سوداګرو او صنعتکارانو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «دا اقدام کولی شي د هېواد دننه د درملو، خوراکي توکو او روغتیایي محصولاتو د معیاري ازمېښت زمینه برابره کړي».

د خبرپاڼې له‌مخې، تر دې وروسته سوداګر او صنعتکاران کولی شي خپل محصولات په لنډ وخت او کم لګښت سره وازمويي او د یاد مرکز د تجهیزاتو په بشپړېدو سره به د سیمې او بهرنیو هېوادونو ته د نمونو د لېږلو اړتیا کمه شي.

خو د هرات ولایت لپاره طالب مسوولینو د یادو تجهیزاتو د پېرلو د بودجې په تړاو هېڅ ډول معلومات نه‌دي ورکړي، چې دغه بودجه له کوم لوري برابره شوې ده.

له دې سره سم، یو شمېر سوداګر او صنعتکاران د دې مرکز جوړېدل د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره یو اغېزناک اقدام بولي او وایي، چې له دې وروسته به د خپلو محصولاتو نمونې پرته له سرګردانۍ او په لنډ وخت کې په همدې مرکز کې وازمويي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې د درملو او نورو خوراکي توکو د کیفیت معلومولو لپاره به نمونې یې د سیمې نورو هېوادونو ته لېږدول کېدل.

د هرات ـ کندهار پر لویه لاره د مساپر وړونکي بس چپه کېدو مرګ‌ژوبله اړولې ده

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۲۳:۲۹ GMT+۱

رسمي روغتیايي سرچینو د پنجشنبې په ماښام افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د هرات ـ کندهار پر لویه لاره د یوه مساپر وړونکي بس د چپه کېدو له امله «لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي». د یوې سرچینې په وینا، په دې پېښه کې د ۱۰ ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

ویل کېږي، چې د ټپیانو د لېږد لپاره له هرات ښار څخه د امبولانسونو ډلې د پېښې سیمې ته استول شوې دي. دغه ټرافیکي پېښه د هرات ولایت د ادرسکن ولسوالۍ اړوند د خواجه رویان په سیمه کې رامنځته شوې ده.

په هغې ویډیو کې، چې د پېښې له ځایه افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، ښکاري چې یو شمېر خلک د شپې په تیاره کې د ټپیانو د ژغورلو هڅې کوي.

طالبانو تر دې دمه د دغې پېښې د مرګ‌ژوبلې په اړه جزییات نه دي خپاره کړي.

د هرات ـ کندهار لویه لاره وخت ناوخت د خونړیو ټرافیکي پېښو شاهده وي. د همدې لړۍ په وروستیو پېښو کې، د تېر کال د لیندۍ میاشتې پر مهال د هرات د زاول ولسوالۍ پر لاره د ۳۰۲ ډوله مسافر وړونکي بس او فلان‌کوچ موټر د ټکر له امله ۱۰ تنه وژل شوي وو او ۱۲ نور ټپیان وو.