نوموړي د طالبانو له نوم یادونې پرته وویل، چې « له افغانستان څخه زموږ یوازینۍ غوښتنه دا ده چې په خپله خاوره کې د «فتنة الخوارج» او «فتنة الهند» ملاتړ پای ته ورسوي».
د پاکستان پوځ او رسنۍ دغه اصطلاحات ټي ټي پي او بلوڅ وسله والو ته کاروي.
د پاکستان د پوځ مشر هند ته هم خبرداری ورکړ او ویې ویل چې که نوی ډیلی په راتلونکي کې د کوم بل برید هڅه وکړي، نو د جګړې پایلې به خورا پراخې او خطرناکې وي.
هغه زیاته کړه چې راتلونکې جګړې به په څو اړخیزو عملیاتو مشتملې وي او ادعا یې وکړه چې له افغانستان څخه پاکستان ته د ترهګرۍ لړۍ لا هم دوام لري.
جنرال عاصم منیر د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د خلکو او امنیتي ځواکونو سرښندنې وستایلې او ویې ویل چې په تېرو دوو لسیزو کې د پوځ او پولیسو زړورتیا په تاریخ کې ساري نه لري. هغه ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي، خو د پاکستان پوځ به د وروستي ترهګر تر وژل کېدو پورې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
د پاکستان پر پوځ نیوکې دي، چې په قبایلي سیمو کې له ۲۰۰۲ یمو کلونو راهیسې واړه او ستر پوځي عملیات کوي، خو تر دې دمه په خیبر پښتونخوا او قبایلي ولسوالیو کې ناامنۍ او د ترهګرۍ پېښې نه دي ختمې شوې.
یو شمېر شنونکي او د پوځ منتقدان دا د افغانستان په تړاو د پاکستان د پوځ د ښو او بدو جنګیالیو د سیاستونو محصول ګڼي، خو پوځ وايي، چې دوی د جنګیالیو ترمنځ د ښه او بد توپیر نه کوي.
اسلام اباد په پرله پسې ډول طالبان په پاکستان کې په جګړه کې د ښکیلو وسله والو جنګیالیو په ملاتړ تورنوي، خو طالبان وايي، چې د پاکستان پوځ د خپلو امنیتي ناکامیو پړه پر دوی اچوي.
د پاکستان لوی درستیز په خپلو خبرو کې پر هند تور ولګاوه، چې له «دولتي ترهګرۍ» کار اخلي او دا ډول فعالیتونه له افغانستان نه کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې نوي ډیلي اوکابل اسلام اباد په دولتي ترهګرۍ تورناوه.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې له تېرې فبرورۍ میاشتې راهیسې ترینګلې دي او دواړو خواوو پر ډیورنډ کرښه نښتې کړې او د پاکستان الوتکو د کابل په ګډون د افغانستان یو شمېر ښارونه او طالبانو په ځواب کې د پاکستان ځینې پوځي اهداف په ډرونونو هدف ګرځولي دي.