• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

طالبان په کابل کې پر عامو خلکو د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه قطع کوي

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۱:۰۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۲:۱۴ GMT+۱

په کابل کې د نوري فایبر انټرنیټي شرکتونو ځینو مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) ته امر کړی، چې پر عامو خلکو د نوري فایبر وایفای انټرنېټ قطع کړي. دوی زیاتوي، چې دغه پرېکړه د طالبانو د مخابراتو نوي وزیر ملا عبدالاحد فضلي کړې ده.

په کابل کې د نوري فایبر انټرنیټي خدماتو وړاندې کولو کمپنیو ځینو مسوولانو نن دوشنبه، د غويي پر ۲۱مه وویل، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) په دې تړاو یوې ناستې ته د شرکتونو مسوولان ور غوښتي وو.

په دې ناسته کې ویل شوي، چې د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ د نوي وزیر ملا عبدالاحد فضلي په سپارښتنه به انټرنټ ته د عامو افغانانو لاس رسی محدود شي او په استوګنیزو سیمو کې به د فایبر نوري وای فای انټرنټ قطع شي.

د یوه شرکت مسوول وویل: « که دا امر عملي شي، یو خو به پر استوګنځایونو وای فای انټرنېټ بند شي او بل به له دې امله د سلګونه کارکوونکو ترڅنګ شرکتونو ته سخت مالي زیانونه واړوي.»

طالبانو لاتر اوسه ددې خبر په اړه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو ځینې باخبره سرچینې وايي، چې د طالبانو مشر ملاهبت الله د مخابراتو او ټیکنالوژۍ نوی وزیر ملا عبدالاحد فضلي هم د دې لپاره ټاکلی ، چې په هېواد کې پر انټرنیټ محدودیتونه زیات شي.

دا لومړی ځل نه دی چې د نوري فایبر انټرنېټ د بندېدو موضوع راپورته کېږي. د طالبانو تر واک لاندې اترا ادارې د ۱۴۰۴ کال د تلې پر ۷مه هم د ورته غونډې له لارې شرکتونو ته د نوري فایبر د بندولو خبر ورکړی و، چې هغه مهال یې په بازار او خدماتو کې جدي ګډوډي رامنځته کړې وه.

د شرکتونو ځینې مسوولان وایي، که دا پرېکړه عملي شي، نو لومړی به عام خلک د چټک انټرنېټ له خدماتو بې برخې شي، چې دا به پر سوداګرۍ، زده‌کړې او ورځنیو اړیکو پراخ اغیز ولري.

ترویج لرونکی

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل
۱

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل

۲
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۳

د پېښور سترې محکمې افغانستان ته د شړل شوې پاکستانۍ مېرمنې د بېرته ستنولو غوښتنه کړې

۴

په بن کې د طالبانو تر واک لاندې افغان کونسلګرۍ د کار زده کړې پروګرام اعلان کړی

۵

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

•
•
•

نور کیسې

افغانستان او یمن د ښځو لپاره تر ټولو ګواښناک هېوادونه وګڼل شول

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۰:۵۳ GMT+۱

د ښځو د سولې او امنیت د شاخص (WPS) له مخې، افغانستان او یمن د ښځو لپاره د نړۍ د تر ټولو خطرناکو هېوادونو په سر کې دي. افغانستان په ۰،۲۷۹ ټیټې نومرې سره د نوملړ له پایه لومړی او یمن په۰،۳۲۳ نومرې دویم ځای لري.

د ښځې، سولې او امنیت شاخص له مخې، افغانستان او یمن د هغو هېوادونو په سر کې دي چې د ښځو لپاره تر ټولو خطرناک او د ژوند لپاره نامناسب ګڼل کېږي.

وروسته د مرکزي افریقا جمهوریت، سوریه، سودان، هایتي، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، برونډي، جنوبي سودان او میانمار د ښځو لپاره له ناامنه هېوادونو شمېرل کېږي.

دا شاخص د ښځو وضعیت د ګډون، قانوني عدالت او امنیت له مخې ارزوي او ښيي چې په جګړه ځپلو هېوادونو کې د ښځو ژوند لا هم له جدي خطرونو او محدودیتونو سره مخ دی.

د ښځو، سولې او امنیت شاخص معلومات ښيي چې افغانسان په دغه نوملړ کې ۱۸۱ ځای لري، چې د نوملړ وروستی ځای دی.

په افغانستان کې د ښځو وضعیت د طالبانو له واکمنېدو وروسته کړکېچن شوی دی.

طالبانو د ښځو او نجونو پر زده کړو، کار او ټولنیزو ازادیو بندیزونه لګولي او ددې ډلې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د قانون له مخې له ګڼو نورو ټولنیزو ازادیو او بشري حقونو بې برخې کړای شوې دي.

طالبان وایي د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې ۱۴ کسان د «جنايي جرمونو» په تړاو نیولي دي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۰:۲۲ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د دوی ځواکونو د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د بېلابېلو «جنايي جرمونو» په تړاو ۱۴ کسان نیولي دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه کسان په هلمند، فاریاب، نیمروز، جوزجان او فراه ولایتونو کې نیول شوي دي.

د دغه وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې ډلې په هلمند ولایت کې یو کس د قاچاق په تور، په فاریاب کې پنځه تنه د غلا په تور، په نیمروز کې څلور تنه د غلا په تور، په جوزجان کې دوه تنه د وسله‌والو غلاوو او یو بل کس په فراه کې د غلا په تور نیول شوي دي.

نوموړي وزارت زیاته کړې، په پکتیکا کې د دوی امنیتي مسوولینو څلور هغه وسایط هم کشف او ضبط کړي چې په ناقانونه ډول په‌کې غرني لرګي لېږدول کېده. ورته مهال په کابل کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویلي، د دوی ځواکونو هم یو غل نیولی چې د یادې حوزې اړوند یې یو هېوادوال لوټ کړی و.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د غلاوو او جنایي جرمونو کچه مخ په لوړیدو ده، چې د هېوادوالو پراخې اندېښنې یې راپارولې دي.

ډیویډ پویانا: د افغانستان ثبات د ټولو خواوو ګډون او نوي اساسي قانون پورې تړلی دی

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۰:۲۰ GMT+۱

د سولې او بشري حقونو نړۍوال کارپوه ډیویډ فرناندیز پویانا په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره پر یوې هراړخیزې سیاسي پروسې ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې په دغه بهیر کې باید د ښځو، ځوانانو او ټولو اقلیتونو غږ واورېدل شي.

پویانا په جېنوا کې «عدالت‌غوښتنې، حقیقت‌ موندنې او پخلاینې؛ په افغانستان کې د قانون پر بنسټ د حکومتولۍ د بیارامنځته کېدو بنسټونه» تر سرلیک لاندې یوې ناستې ته د وینا پرمهال ویلي، چې سیاسي خبرې اترې باید له ټولو ښکېلو غاړو سره وشي.

هغه د تعامل او حکومتولۍ ترمنځ پر توپیر ټینګار وکړ او زیاته یې کړه:« له اوسنیو چارواکو سره تعامل یو تکتیک دی؛ ترڅو د هغوی پر کړنو او موخو ښه پوه شو». نوموړي په خپلو خبرو کې د یو داسې نوي ټولنیز نظم غوښتنه وکړه، چې بنسټ یې د قانون حاکمیت، عدالت او ځواب وینه وي.
پویانا وویل: «یو نوی اساسي قانون چې د افغانستان ټول لوري پرې هوکړه ولري، کولای شي په هېواد او سیمه کې د ثبات او امنیت لاره هواره کړي». ډیویډ پویانا په تېرو کلونو کې نړۍوالو هوکړو ته په اشارې سره وویل، چې د شپږو کلونو له تېرېدو وروسته لاهم په افغانستان کې سوله نه ده راغلې.
هغه زیاته کړې، چې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې شوي او د افغانستان راتلونکی لاهم ناروښانه دی. نوموړي په افغانستان کې د سولې او ګډ ژوند لپاره زده‌کړې د لومړیتوبونو څخه یادې کړې.

هغه ویلي، افغانستان داسې پیاوړو ادارو ته اړتیا لري چې له فساد او د مجازاتو له معافیت څخه پاکې وي. پویانا په پای کې وویل، چې سیاسي خبرې اترې، عدالت او ځواب وینه باید د بین‌الافغاني مذاکراتو نه بېلېدونکې برخې وي؛ ځکه ریښتینې پخلاینه یوازې د افغانانو ترمنځ د خبرو او همکارۍ له لارې شونې ده.

د افغانۍ پر وړاندې د ډالر د پېر او پلور نرخ شاوخوا یوه افغانۍ را لوېدلی

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۰:۱۵ GMT+۱

په کابل کې د مې میاشتې له دویمې څخه تر ۱۱مې د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ په ارزښت کې شاوخوا یوه افغانۍ تفاوت راغلی. د مې پر دویمه یو ډالر په ۶۴،۵۶ افغانۍ پلورل کېده او په ۶۴،۳۶ افغانۍ پېرل کېده خو د مې پر ۱۱مه د ډالر پلوربیه ۶۳،۵۱ افغانۍ او پېربیه ۳۶،۳۱ افغانۍ ښودل شوې.

د دواړو نیټو ترمنځ پرتلنه ښيي چې د ډالر د پلور او پېر نرخ شاوخوا ۱،۰۵ افغانۍ کم شوی دی.

افغانۍ په دې موده کې د ډالر پر وړاندې لږه پیاوړې شوې او د ډالر ارزښت نسبي کمښت تجربه کړی دی.

د اقتصادي چارو د شنونکو په باور، د اختر رارسېدل هم، چې له بهره افغانستان ته پکې حوالې ډیریږي، د ډالر د نرخ د کمېدو او د افغانۍ د نسبي پیاوړتیا یو ممکن لامل کېدای شي، ځکه په دې وخت کې د ډالرو عرضه زیاتېږي او تقاضا کمېږي.

ریچارډ بېنېټ: په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې روان وضعیت بشري جنایت دی

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۰۹:۵۶ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت بوږنوونکی وباله او ټینګار یې وکړ، چې دغه سیستماتیکه ځپنه د «بشریت پر وړاندې جنایت» ګڼل کېږي.

هغه په جېنوا کې د «عدالت‌غوښتنې، حقیقت‌ موندنې او پخلاینې؛ په افغانستان کې د قانون پر بنسټ د حکومتولۍ د بیارامنځته کېدو بنسټونه» په نوم ناسته کې وویل، د طالبانو له‌خوا د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کول پر یوې عادي او پراخې چارې بدله شوې چې دا په اصل کې د ملکي خلکو پر وړاندې د ځپنې په معنا ده.

هغه زیاته کړه: «دغه وضعیت په سمه توګه د جنسیتي توپیر په توګه توصیف کېدای شي. افغان ښځو په خپله ویلي، چې دغه اصطلاح د دوی د ژوند تریخ حقیقت په ښه توګه بیانوي».

بېنېټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پای ته رسول هراړخیزو هڅو او ټولو نړۍوالو ابزارو ته اړتیا لري. هغه وویل، چې د بشري حقونو له سرغړونکو څخه باید حساب واخیستل شي او هیڅوک دې له مجازاتو نه معاف کېږي.

نوموړي وړاندیز وکړ، چې «جنسیتي توپیر» دې د بشریت پر وړاندې د جنایت په توګه په نړۍوالو تړونونو کې شامل کړای شي؛ ترڅو د مخنیوي او څار لپاره یې قانوني لاره هواره شي.