فرزانه علي چې پهخپله د يوې پاکستانۍ رسنۍ خبرياله ده، په خپلې اېکسپاڼې د پوښتنې په توګه مطرح کړې: «څوک کراچۍ والا ويلی شي، چې دا د کوکاینو د ملکې څه کيسه ده، ځکه چې پر (پاکستانۍ) رسنيو، په لکي مروت او بنو کې د ترهګرۍ خبرونه نه خپريږي او د دغې مېرمنې په اړه له ځنډ پرته خبرې روانې دي. اخر ولې»؟
يوه بل خبريال عرفان بيا په لکي مروت کې د چاودنې او په کراچۍ کې د نشه يي توکو په تړاو د نيول شوې ښځې (پينکي) د ويډيوګانو له خپرونو سره ليکلي: «په يوه ورځ کې دوه پېښې او د پاکستاني رسنيو لومړيتوبونه». هغه وويل، «د پينکي نيونه، د قيمتي انسانانو له وينې څخه زياته مهمه ده»؟
هغه زياته کړې، په پاکستاني «رسنيو کې خورو ورو پرتو مړو ته څو ثانيې وخت نهورکړل کيږي او د پينکي نيونه د عاجل خبر په توګه وړاندې کيږي».
هغه همداراز وويل، پاکستاني «رسنيو کې د خيبرپښتونخوا پر جدي ستونزو يو خبر نهوي او د پينکي لپاره یې اسمان په سر اخېستی دی».
يوه سياسي فعال یاسر کنډي په بیا په خپله اېکسپاڼه ليکلي: «د پاکستاني ریاست او رسنیو په لومړيتوبونو کې پښتانه او پښتونخوا شامل نهدي، په لکي مروت کې په ځانمرګي بريد کې خلک وژل او ټپيان کيږي، د ټپيانو لپاره امبولانسونه نهشته، خلک ټپيان په خپله په چنګچي رېکشو کې لېږدوي، رسنۍ دلته چوپ پاتې دي».
يوه بل خبریال محمد فهيم ویلي: «په ملي رسنیو کې چې پينکي ته څومره ځای ورکړل شوی، د لکي مروت او بنو چاودنو ته ښايي د دې يو سلنه هم نهوي ورکړل شوی. د رسنيو لومړيتوبونه هم د دولت له لومړيتوبونو سره يو شان دي».
پاکستان کې له دې وړاندې وخت په وخت پر پاکستانيو رسنیو داسې نيوکې کيږي، چې د کراچۍ، لاهور او اسلام اباد خبرونو ته ځای ورکوي، خو د خيبرپښتونخوا او بلوچستان پېښې یا اصلا نه خپروي او یا یې هم ډېر پیکه ښيي.
پاکستاني رسنیو لا تر اوسه د دغو کسانو د نیوکو په تړاو څه سپیناوی نهدی کړی.