په هلمند کې د کرېکټ لوبغاړي وايي، چې د طالبانو لهخوا د کرېکټ لوی معیاري لوبغالی په عیدګاه جومات بدلیدونکی دی، ځکه تېره اونۍ ملا هبتالله اخوندزاده د لښکرګاه ښار د صافیانو په سیمه کې د کرېکټ بورډ اړوند رسمي لوبغالي کې د عیدګاه جومات د بنسټ ډبره کېښوده.
هلمندي لوبغاړو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د دغه ولایت د کرېکټ امریت ټولو لوبغاړو ته ویلي، چې له لوبغالي او اړوندې کرېکټ اکاډمۍ څخه خپل د لوبو وسایل وباسي.
د کرېکټ یوه لوبغاړي پر دغه اقدام د نیوکې په ترڅ کې وویل، «د طالبانو پر ټولو محدودیتونو سربیره یواځینۍ بوختیا یې د کرېکټ لوبه وه، خو د هبتالله اخوندزاده له لوري په هلمند کې د یادې لوبې پر تابوت وروستی میخ ووهل شو».
د هلمند له کرېکټ بورډ امریت څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ولایتي ادارې امر ورته کړی، چې له یاد لوبغالي څخه دې د ورزش ټول وسایل وباسي او نور یاد لوبغالی د حج او اوقافو ریاست اړوند ګڼل کېږي.
د کرېکټ لوبغاړي په دې برخه کې د افغانستان کرېکټ بورډ ګرم ګڼي او وايی، چې د یاد معیاري لوبغالي بندیدو ته یې هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.
د هلمند په کرېکټ لوبغالي کې له تېرو دوو کلونو راهیسې د افغانستان د زونونو په کچه کورنۍ سیالۍ کېدې او د یادو سیالیو پرمهال به زرګونه نندارچیان هم یاد لوبغالي ته ورتلل.
طالبانو په جومات د لوبغالي بدلولو موضوع په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
د یاد لوبغالی د بنسټ ډبره د تېر جمهوري نظام پرمهال د ۱۳۹۶ کال په لیندۍ میاشت د لښکرګاه ښار د اوومي حوزې د صافیانو په سیمه کې کېښودل شوه.
هغه مهال د افغانستان د کرېکټ بورډ رییس عاطف مشعل او د کرېکټ ملي لوبغاړو هلمند ولایت ته سفر کړی و او ویلي یې وو، چې یاد لوبغالی د ۳۴ میلیونه افغانیو په لګښت په ۲۰ جریبه ځمکه جوړیږي او بودجه یې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت ورکوي.