دغو امريکايي چارواکو همداراز د اووربي د بېرته ستنېدو غوښتنه کړې او د هغه د موندلو لپاره يې د میلیونونو ډالرو انعام اعلان کړی دی. د ملګرو ملتونو لپاره د امريکا سفير مايک والټز په خپله اېکس پاڼه کې ليکلي: «د طالبانو د برمتهنيونې ډيپلوماسي بايد پای ته ورسېږي».
هغه ويلي، دولس کاله کېږي، چې پاول اووربي د افغانستان په خوست ولايت کې ورک شوی دی.
والټز زياته کړې، امريکا لا هم ژمنه ده، چې اووربي بېرته خپل کور ته ستون کړي. هغه ويلي، د ټرمپ په اداره کې هېڅ امريکايی چې برمته شوی يا په ناحقه بندي شوی وي، نه هېرېږي. د امريکا سفير ويلي، واشنګټن د هغو معلوماتو لپاره، چې د پاول اووربي خوندي ستنېدو کې مرسته وکړي، تر يو ميليون ډالرو پورې انعام ورکوي.
امریکا په افغانستان کې د خپل ورک شوي وګړي د موندلو لپاره یو میلیون ډالر انعام اعلان کړ | افغانستان انټرنشنل پښتو
همداراز، د افغانستان لپاره د امريکا سفارت شارژدافير دان براون هم په خپله اېکسپاڼه ليکلي، چې د پاول اووربي کورنۍ له دولسو کلونو راهيسې د هغه د لادرکه کېدو په اړه له بېځوابه پوښتنو سره ژوند کوي.
براون ويلي، امريکا لا هم له هېواده بهر د خپلو وګړو د بېرته ستنولو له هڅو ملاتړ کوي او غواړي ډاډ ورکړي، چې هېڅ امريکايی نه هېرېږي.
نوموړي له هغو کسانو چې د اووربي په اړه معلومات لري غوښتي، د هغه د موندنې په برخه کې معلومات له دوی سره شریک کړي. د هغه په خبره، امريکا د دغو معلوماتو لپاره تر يو ميليون ډالرو پورې انعام ورکوي. د امريکا د عدليې وزارت هم د اووربي د موندلو لپاره پنځه ميليونه ډالره انعام ټاکلی دی.
پاول اډوين اووربي جونير، چې امريکايی ليکوال او تبعه دی، د ۱۳۹۳ کال د غويي په وروستيو کې په خوست ولايت کې ورک شوی دی. د امريکا د فدرالي پلټنو اداره يا اېفبيای وايي، نوموړی له لادرکه کېدو مخکې په افغانستان کې د يوه نوي کتاب لپاره څېړنې کولې.
په واشنګټن کې د اېفبيای د دفتر مشر ډارن کاکس هم ويلي، د دغې ادارې مامورانو او شنونکو د اووربي د موندلو او بېرته ستنولو لپاره څه باندې ۱۰ کاله کار کړی دی.
هغه زياته کړې، اېفبيای د ټولو باوري معلوماتو څارنه دوامداره ساتلې، څو د اووربي کورنۍ له دولسو کلونو وروسته خپلو پوښتنو ته ځواب ومومي.
تېره مياشت د امريکا د ملي امنيت شورا لوړپوړي چارواکي سباستين ګورکا هم ويلي وو، چې امريکا د طالبانو له لوري «د برمتهنيونې ناسمې ډيپلوماسۍ» ته د زغم نيت نهلري.
هغه د ډينس کويل، محمود شاه حبيبي، پاول اووربي او پولينيسيس جکسن نومونه د هغو امريکايانو په ډله کې ياد کړي وو، چې واشنګټن يې د بېرته ستنېدو غوښتنه لري.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اړوند د «عدالت لپاره انعام» پروګرام وايي، اووربي په وروستي ځل په خوست کې ليدل شوی وو.
دغه پروګرام د هغو معلوماتو لپاره، چې د اووربي د ځای موندلو، ژغورلو او بېرته ستنولو کې مرسته وکړي، تر پنځه ميليونه ډالرو انعام ټاکلی دی.اووربي له لادرکه کېدو وړاندې ويلي وو، چې غواړي د خپلو څېړنو د دوام لپاره له ډیورند کرښې واوړي او پاکستان ته ولاړ شي.
د «عدالت لپاره انعام» پروګرام ويلي، نوموړی د غوږ د داخلي کانال په ناروغۍ اخته دی او درملنې او دوا ته اړتيا لري.
پاول اووربي د امریکا تبعه، لیکوال او ښوونکی دی، چې د ۱۹۴۲ کال د نومبر په ۲۷مه زیږېدلی. نوموړی شاوخوا ۱۸۰ سانتي متره قد، سپین ویښتان او شاوخوا ۷۷ کیلوګرامه وزن لري.