د رياض خان تره، شادي الله، چې پهخپله هم پوليس افسر دی، افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وويل، د دوی کورنۍ غريبه ده، رياض یې مشر زوی و، ورپسې بل کشر محمد مصطفی او دوه نور کم عمره وروڼه هم لري.
هغه وويل، د دغو ځوانانو پلار په سيمه کې د ناامنۍ پېښو ته سخت خفه و. رياض خان ته به یې ويل چې «د مليشې ځواک دنده پرېږده او کور ته راځه». وروسته یې بل کشر زوی هم ملېشې ته لاړ، نو اندېښنې یې نورې هم زياتې شوې. هغه به تل پرېشانه و او د همدې غم له امله ورته د ۲۰۲۴م کال په جنورۍ کې د زړه دوره راغله او ژوند یې له لاسه ورکړ.
د کشر ورور وژنه او د رياض خان دنده پرېښودل
محمد مصطفی د رياض خان کشر ورور
شادي الله زياته کړه، محمد مصطفی چې لا یې د دندې درې کاله نه وو پوره شوي، د ميرعلي او ميرانشاه تر منځ سيمه کې دنده ترسره کوله. د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر په وروستيو کې پرې وسلهوال بريد وشو او دغه ۲۰ کلن ځوان، چې لا یې کوژده او واده نهو کړی، ووژل شو.
هغه وويل: «له دغه غم وروسته رياض خان سخت خواشينی شو، ځکه لومړی یې پلار د خپګان له امله مړ شو او بيا یې زلمی ورور ووژل شو. د ورور تر وژنې وروسته هغه کور ته راغی او پرېکړه یې وکړه، چې بېرته به دندې ته نه ځي، ځکه په کور کې یې بل مشر څوک نه و پاتې.»
رياض خان څنګه په چاودنه کې ووژل شو؟
د شادي الله په خبره، رياض خان چې د کور مشر و، د هغه پر معاش د کور لګښتونه روان وو، خو دنده یې پرېښوده او د کارګرۍ لپاره یې د «تيز رفتار» په نوم د سامان وړلو راوړلو رېکشا واخيسته، څو پرې کار وکړي او د کور لګښتونه پوره کړي.
هغه وويل: «د مې پر ۱۲مه (سېشنبه- د غويي ۲۲مه) رياض خان خپله رېکشا د کار لپاره ويستې وه. په پاټک بازار کې روان و، چې چاودنه وشوه او دی هم پهکې ووژل شو. د څلورو کلونو معلول زوی، نږدې يو کلنه لور، مېرمن او مور یې تر شا پاتې شول».
د لکي مروت چاودنه
د ترهګرۍ ضد پوليس ځواک «سيټيډي» د راپور له مخې، د لکي مروت د سرای نورنګ پاټک بازار کې د تحريک طالبان پاکستان په چاودنه کې د دوو پوليس سرتېرو او رياض خان په ګډون نهه تنه وژل شوي او ۳۳ نور ټپيان شوي وو.
د راپور له مخې، چاودنې نهيوازې مرګژوبله اړولې، بلکې نږدې هټيو او کورونو ته یې هم ډېر زيان رسولی دی.
د پوليس په راپور کې ادعا شوې، چې «ترهګر په خلکو کې د وېرې خپرولو او ملکي امنيت ته د زيان اړولو لپاره دغه ډول ناوړه کړنې ترسره کوي او د دښمن له استخباراتو پيسې او وسلې ترلاسه کوي».
خو تحريک طالبان پاکستان د نورنګ په چاودنه کې لاس لرل رد کړي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین ویلي، که یو قام خپل پارلمان، امنیت، عدالت، رسنۍ او پر خپله خاوره اختیا ونهلري، نو هغه قوم خپله له یو سخت ناورین سره مخ دی. هغه زیاتوي، پښتانه په دې جدید عصر کې له سخت زوال او ناورین سره مخ دی.
د خیبر پښتونخوا حکومت د هغو دولتي کارکوونکو او قراردادیانو پر ضد د ګام پورته کولو پرېکړه کړې، چې له وسله والو ډلو سره په همکارۍ تورن دي. د دغه ایالت د کورنیو چارو وزارت خپلو اړوندو ادارو ته د دوه زره کسانو د پېژندلو او معلوماتو راټولولو دنده سپارلې ده.
د رسمي سرچینو له مخې، د څه باندې دوه زره هغو دولتي کارکوونکو او دولتي قراردادیانو معلومات راټولېږي چې له وسله والو ډلو سره په همکارۍ او یا هم هغوی ته د اسانتیاوو په رامنځته کولو تورن دي.
د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو وزارت په یوه سند کې راغلي چې د دغو کسانو پر ضد د جدي اقدام پرېکړه شوې ده.
د دغه رسمي سند پر بنسټ، ټولو اړوندو دولتي ادارو ته لارښوونه شوې چې د تورنو کارکوونکو نوملړ او معلومات تنظیم کړي. ټاکل شوې چې دا راټول شوي معلومات به وروسته خوندي او انلاین شي.
سرچینې زیاتوي چې د معلوماتو له بشپړېدو وروسته به د دغو کسانو پر ضد عملي ګامونه واخیستل شي او نومونه به یې په «شیډول فور» کې شامل شي.
شیډول فور د پاکستان د ترهګرۍ ضد قوانینو یوه برخه ده، چې حکومت پکې ډېری د سیاسي مخالفانو او مشکوکو کسانو نومونه ثبتوي.