د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له رانسکورېدو وروسته له نورو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران څخه نږدې ۵ میلیونه افغان کډوال د کوربه هېوادونو له لوري اېستل شوي دي. هغوی په افغانستان کې هم د سرپناه او کاروبار د نشتوالي تر څنګ له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري د روسیې په کازان کې د درمل جوړونې له یوې کارخونې د لیدنې په ترڅ کې ویلي، افغانستان کولای شي د خپلې اړتیا وړ درمل له روسیې وارد کړي. د نوموړي په وینا، په دې برخه کې له اړوندو مسوولینو سره یې ګټورې خبرې هم کړې دي.
د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري د روسیې په کازان کې د درمل جوړونې له یوې کارخونې د لیدنې په ترڅ کې ویلي: «افغانستان د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کولی شي له روسیې با کیفیته درمل وارد کړي».
هغه زیاته کړې، چې په دې برخه کې یې له ځايي روغتیايي مسوولینو سره ګټورې خبرې هم کړې دي، خو په تړاو یې نور جزییات نهدي ورکړي.
افغانستان له پاکستان سره د سوداګریزو راکړو ورکړو له بندولو وروسته د درملو له کمښت سره مخ شوی او اوس طالبان هڅې کوي، دغه تشه د ایران او منځنۍ اسیا او په ځانګړې توګه له ورسیې د درملو په واردولو سره ډکه کړي.
نوموړي دا څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې د طلوعنیوز د خبرونو ویاند او د سیاسي او جنايي خپرونو چلوونکی منصور نیازی د غويي پر۱۷مه د کابل له شېرشاه مېنې (کارته چهار) او د خبرونو ویاند او د سیاسي برخې مسوول عمران دانش د غويي پر۱۹مه په وزیراکبرخان مېنه کې د طلوعنیوز دفتر له شاوخوا سیمو نیول شوي دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د غويي پر۲۲مه ویلي، چې د طلوع نیوز د دوو خبریالانو منصور نیازي او عمران دانش دوسیې لا هم بشپړې شوې نه دي او محکمې تر اوسه د هغوی په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.
امریکایي یرغمل شویو وګړو په چارو کې د ټرمپ د ځانګړي استازي دفتر اعلان کړی، چې که څوک د ورک شوي امریکايي وګړي پاول اېډوېن اوربي په موندلو کې مرسته وکړي، تر یو میلیون ډالرو پورې انعام به ورکړل شي.
یاد دفتر د جمعې په ورځ پر اېکسپاڼې لیکلي، چې پاول اووربي په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې لادرکه شوی او تر اوسه یې د ځای او وضعیت په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.
دوی ټینګار کړی چې متحده ایالات لا هم په بهر کې د امریکايي وګړو د بېرته راستنولو هڅو ته دوام ورکوي او «هېڅ امریکايي وګړی به هېر نه شي».
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، که څوک داسې معلومات ولري چې د پاول اووربي په موندلو او خپل کور ته د هغه په ستنېدو کې مرسته وکړي، د امریکا حکومت تر یو میلیون ډالرو پورې انعام ورکوي.