• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له ۱۳ میاشتو بند وروسته خپل تبلیغاتي غړی محمد مبین د ملا هبت‌الله په امر خوشې کړ

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۲۰:۰۷ GMT+۱

د طالبانو یو تبلیغاټي او رسنیز فعال محمد مبین چې په جنرال مبین مشهور دی په یوه ویډیويي پېغام کې ویلي، چې تر دیارلس نیمو میاشتو بند وروسته نن (شنبه د غويي ۲۶مه) خوشې شو. هغه ویلي، چې د طالبانو نظامي محکمې پرې د اتلس میاشتو بند حکم کړی وو، خو د هبت‌الله په امر یې معافیت ترلاسه کړ.

نوموړي د شنبې په ماښام (د غويي ۲۶مه) په یوه پېغام کې ځان ته د جنرال مبین پر ځای د محمد مبین نوم کارولی دی. هغه وویل: «اوس مهال خپل کور کې یم، دې نظام ټول هغه اصولي مراتب ترسره کړي دي». د طالبانو د خواله رسنیو دې فعال په خپل پېغام کې له خپلې ډلې څخه کلک ملاتړ څرګند کړی دی.

محمد مبین وایي، د طالبانو محاکم او قاضیان د نظام او انسانانو د اصلاح لپاره دي. د نوموړي په خبره: «زندانونه د انسانانو د اصلاح لپاره دي. د نظام څپېړه دا د پلار څپېړه ده او دا کوم عیب هم نه دی». هغه ټینګار وکړ، چې په زندان کې یې رواني حالت ښه و او له هېڅ ډول شکنجې سره مخ شوی نه‌دی.

هغه ویلي: «کېدای شي په تېرو شلو کلونو کې له موږ څخه ځینې داسې خبرې شوې وي، چې د مشرانو به خوښې نه‌وې، نو اینده کې به دغه شی نه‌تکرارېږي».

د طالبانو د خواله رسنیو دغه فعال تر دې مخکې هم طالبانو نیولی وو. د نوموړي د نیول کېدو لامل په وار وار د پاکستان پر ضد توندې څرګندونې بلل شوي،‌ خو طالبانو په رسمي ډول د هغه د زنداني کېدو لامل نه‌دی روښانه کړی.

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې | افغانستان انټرنشنل پښتو

تر دې مخکې افغانستان انټرنشنل خبر ورکړی وو، چې د طالبانو دننه یو شمېر کړۍ هڅه کوي، څو د طالبانو دغه تبلیغاتي غړی خوشې کړي.

ترویج لرونکی

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي
۱

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۲

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۳

پر زده‌کړو بندیز؛د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلي بندیز ۱۷۰۰ورځې تېرې شوې

۴

د شالمار دودیزه مېله؛ سږکال د طالبانو د محدودیتونو له کبله یې دوه اونۍ هم دوام ونه کړ

۵

برېتانیا د افغانانو د لېږدولو په پروګرام کې بنسټیز بدلونونه او محدودیتونه اعلان کړل

•
•
•

نور کیسې

کابل کې د پاکستان سفیر خپل هغه عسکر ستایلی چې د داعش د برید پر مهال یې د ده ژوند ژغورلی وو

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۹:۴۵ GMT+۱

کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني د خپل هغه ساتونکي سرتېري د زړورتیا ستاینه کړې، چې په ۲۰۲۲ کال کې یې د پاکستان پر سفارت د داعش د برید پر مهال د ده ژوند ژغورلی وو. نظاماني یوې مرکه کې ویلي، سرتېري اسرار محمد د خپل ځان په ډال کولو سره دی د وسله‌والو له برید څخه روغ واېست.

نظاماني له اج ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل، چې اسرار نه‌یوازې دی د نښه ویشتونکو او پرمختللو وسلو له مرمیو وژغوره، بلکې خوندي ځای ته د لېږدولو پر مهال یې پر بریدګرو متقابلې ډزې هم کولې.

د سفیر په خبره، په دې بهیر کې یاد عسکر په سینه په دوو مرمیو ولګېد، خو بیا یې هم برید شنډ کړ. هغه زیاته کړه، چې د عسکر دا کار یوازې د یوه کس ژغورل نه، بلکې د پاکستان د «وقار» ساتنه وه.

سفیر د پېښې د سختو شېبو په یادولو سره وویل، چې عسکر په خپلو وینو لړلی وو، خو بیا یې هم د ده د بدن پلټنه کوله چې چېرته ټپي شوی نه وي. نظاماني وویل: «ما ورته وویل چې زه نه یم لګېدلی، ته لګېدلی یې. هغه راته وویل چې زه ښه یم او ټینګار یې کاوه چې لومړی باید سفیر ولېږدول شي».

وروسته د پاکستان د پوځي الوتکو په مرسته ټپي عسکر له کابل څخه پېښور ته ولېږدول شو او هلته یې په پوځي روغتون کې درملنه وشوه.

سره له دې چې پر سفیر مخامخ برید شوی وو، خو هغه له کابل څخه سمدستي وتل رد کړل. نظاماني وویل، که هغه ورځ له کابله وتلی وای، دښمن به رواني بریا ترلاسه کړې وای.

نوموړي پاکستاني ډېپلوماټان د پاکستان د دفاع په لومړۍ کرښه کې ولاړ عسکر وبلل او د خپل هېواد له پوځ او حکومت څخه یې مننه وکړه. د دغې پېښې په تړاو، سرتېري اسرار محمد ته د «ستاره بسالت» او سفیر عبیدالرحمن نظاماني ته د پاکستان د ولسمشر او لومړي وزیر له خوا د مېړانې مډالونه ورکړل شوي دي.

د پاکستان د علماوو شورا د مشر ادعا: له افغانستان څخه د پاکستان پر ضد دسیسې دوام لري

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۹:۱۸ GMT+۱

د پاکستان د علماوو شورا مشر طاهر محمد اشرفي وایي، په افغانستان کې له جمهوري نظام څخه تر اوسه د پاکستان پر ضد «دسیسې جوړونې» دوام لري. طالبانو تر دې مخکې د پاکستان اړوند مسایل کورني مسایل بللي او په‌کې یې هر ډول لاسوهنه رد کړې ده.

طاهر اشرفي د شنبې په ورځ (د غويي ۲۶مه) په لاهور کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «دا وخت خیبر پښتونخوا او بلوچستان له ترهګرۍ سره مخ دي» او په خیبر پښتونخوا کې علما وژل کېږي.

هغه ادعا وکړه: «له دې څخه معلومېږي که په افغانستان کې د حامد کرزي دور وو، د اشرف غني دور وو او که اوس د طالبانو لنډمهالې واکمني ده، د پاکستان پر ضد د افغانستان له خاورې څخه د سازشونو لړۍ نه‌ده درېدلې».

هغه وویل: «موږ له خپل ریاست سره ولاړ یو، وینه که په بنو کې، چارسده، لکي مروت او يا په باجوړ کې تویېږي، د پاکستانیانو وینه تویېږي».

طاهر اشرفي تر مخکې هم ویلي وو، چې د پاکستان «دښمنان» په افغانستان کې حضور لري، طالبان یې ملاتړي دي او هڅه کوي دغه هېواد بې‌ثباته کړي.

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې تور لګوي، چې د افغانستان خاوره د ترهګرۍ لپاره د پاکستان پر ضد کارېږي، خو طالبانو د پاکستان دغه تورونه رد کړي او په پاکستان کې یې روان وضعیت د دغه هېواد کورني مسایل بللي دي.

نوې څېړنه: برېتانیا ته نوي تللي‌ ماشومان او ځوانان له ژور رواني‌ کړاو او خپګان سره مخ دي

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۹:۱۴ GMT+۱

د ختیځ انګلستان پوهنتون په نوې څېړنه کې موندلې، هغه افغان ځوانان چې له کورنیو پرته برېتانیا ته تللي، له ژور رواني کړاو، یوازېتوب او خپګان سره مخ دي. دا ځوانان چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته برېتانیا ته کډوال شوي، لا هم له تېرو ترخو یادونو او رواني فشارونو څخه سخت ځورېږي.

څېړونکو له ۱۲ هغو افغان ځوانانو سره مرکې کړي، چې د ۱۴ او ۲۱ کلونو ترمنځ برېتانیا ته رسېدلي او اوس د شاوخوا شلو کلونو په عمر کې دي. په څېړنه کې د عبدالله په نوم یوه ګډونوال ویلي، چې په افغانستان کې د خپل خپلوانو وژل کېدو سخت اندېښمن کړی او د شپې له‌خوا خوب نه‌شي کولی.

یوه بل ځوان بیا ویلي، چې د هغه رواني فشارونه او دردونه اوس په فزیکي ناروغیو بدل شوي دي. دغه ځوانان د پښتنو، تاجکو او هزاره‌ګانو په ګډون له بېلابېلو قومونو څخه دي.

د څېړنې مشره او روان‌پوهه ربیکا لېن او کلینیکي استاد ډاکتر کیني چیو وایي، هغه ماشومان چې له میندو او پلرونو پرته برېتانیا ته رسېدلي، د نورو کډوالو پر تله ډېر له رواني فشار او خپګان سره مخ دي.

د دوی په وینا، دا ځوانان د فزیکي دردونو، رواني ستونزو او ټولنیزو اړیکو په برخو کې له ننګونو سره مخ دي او له خلکو سره په اړیکو جوړولو کې ستونزې لري.

کارپوهان زیاتوي، چې په افغاني ټولنه کې د نارینه‌وو له‌خوا د خپلو احساساتو نه څرګندول د دوی رواني ستونزې لا پسې ډېرې کړې دي.

د څېړنې له‌مخې، ډېری دغو ځوانانو د خپلو اندېښنو د کمولو لپاره کرېکټ، لمونځ کولو او له ملګرو سره خبرو ته مخه کړې ده، خو یو شمېر کمو کسانو بیا ځان ته د زیان رسولو او یا هم د الکولو کارولو هڅه کړې ده.

دایکندي کې د ښځو ځورونه؛ نصیر احمد فایق دغه ډول کړنې له بشري حقونو ښکاره سرغړونې وبللې

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۲ GMT+۱

نصیر احمد فایق په دایکندي کې د طالبانو له لوري د ښځو د جنسي ځورونې اړوند د افغانستان انټرنشنل راپور ته غبرګون ښودلی دی. نوموړي، دغه کړنې له بشري او اسلامي حقونو ښکاره سرغړونه بللې او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یې د «فساد او ظلم» یوه بېلګه ګڼلې ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په خپله ا‌ېکس‌پاڼه لیکلي، چې له دایکندي څخه دا ټکان ورکوونکی راپور ښيي، چې افغان ښځې نه یوازې له زده‌کړو، کار او په ټولنه کې د ګډون له حقونو بې‌برخې دي، بلکې له جنسي زورزیاتيو، ګواښونو او ځورونو سره هم مخ دي. هغه دغه وضعیت د طالبانو د «اسلامي واکمنۍ» یوه بېلګه بللې ده.

فایق زیاته کړې، چې په دایکندي کې له یوې واده شوې ښځې سره جبري نکاح، د خبریالانو زنداني کول او په هرات کې د ښځو نیول د حاکم «استبداد» نورې بېلګې دي. هغه ټینګار کړی، چې له وېرې د قربانیانو چوپتیا د قانون او عدالت د نشتوالي ښکارندویي کوي او همداراز یې له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي، چې دا «جنایتونه» مستند کړي او بې‌تفاوته پاتې نه‌شي.

دا غبرګون وروسته له هغه ښودل کېږي، چې افغانستان انټرنشنل د شنبې په ورځ د دایکندي د یوې اوسېدونکې د غږیز پیغام پر بنسټ یو راپور خپور کړ. په دغه راپور کې راغلي، چې د طالبانو چارواکي او د هغوی تر ملاتړ لاندې زورواکي په دولتي ادارو او روغتیایي مرکزونو کې له مجردو او واده شویو ښځو څخه د جنسي اړیکو غوښتنه کوي.

په دايکندي کې يوه واده شوې ښځه وايي طالبان غواړي هغه «بل سړي ته په نکاح کړي» | افغانستان انټرنشنل پښتو

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، پر ښځو سخت محدودیتونه لګول شوي او دغه ډله په پراخه کچه د بشري حقونو پر سرغړونو تورنه ده. د راپورونو له‌مخې، په ټول هېواد کې خپلسري نیونې، په عام محضر کې د درو وهل او هدفي وژنې زیاتې شوي، چې له امله یې افغانستان د ناحقه نیونو په نړیوال نوملړ کې شامل شوی او نړیواله انزوا یې لا پسې ژوره شوې ده.

د خوړو نړۍوال پروګرام په نورستان کې له نږدې ۳۵۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۱ GMT+۱

د خوړو نړۍوال پروګرام د «ویکسو» موسسې په همکارۍ په نورستان کې له ۳۴۸ اړمنو کورنیو سره د یوې اندازې خوراکي توکو مرسته وکړه. په دې مرستو کې اوړه، دال او غوړي شامل دي.

د نورستان لپاره د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د شنبې په ورځ (د غويي ۲۶مه) وویل، دغه مرستې پر هغو اړمنو کورنيو ووېشل شوې چې د خوراکي موادو له کمښت سره مخ وې او په وینا یې، په نورو ولسواليو کې به هم ورته مرستې پر اړمنو ووېشل شي.

د «ویکسو» موسسې مسوولین بیا وايي، هڅې کوي، چې د کامديش او برګمټال ولسواليو اوسېدونکو ته هم بشري خوراکي مرستې ورسوي.

د یادونې وړ ده، چې په دې مرستو کې پر هرې کورنۍ ۵۰ کيلو اوړه، ۶،۲۵ کيلو دال او ۴،۵۵ کيلو ګرامه غوړي وېشل شوي دي.