• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

سرچینې: طالبانو په کندهار کې له څو میاشتو راهیسې پر کورونو نوري فایبر انټرنېټ قطع کړی

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۱۵:۳۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۱۶:۵۹ GMT+۱

په کندهار کې ځايي اوسېدونکو او د ځينو انټرنېټي شبکو مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو پر استوګنیزو سیمو له څو میاشتو راهیسې نوري فایبر او وای فای انټرنېټ قطع کړی دی. دوی زیاتوي چې له دولتي او سوداګریزو مراکزو پرته، نور خلک یوازې د مخابراتي شبکو انټرنېټ کاروي.

افغانستان انټرنشنل په دې راپور کې د کندهار ښار له هغو اوسېدونکو سره خبرې کړې دي، چې له دې وړاندې یې په خپلو کورونو کې له نوري فایبر او د وای فای شرکتونو له انټرنېټ ګټه اخیسته.

دوی وایي، چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله په امر په ټول افغانستان کې د انټرنېټ له پرې کېدو او بېرته وصل کېدو وروسته یوازې د دوو ورځو لپاره په کورونو کې نوري فایبر او وایفای انټرنېټ هم فعال و خو وروسته بیا قطع شو.

یو ځايي اوسېدونکي وویل:« د نوري فایبر او وایفای نېټ له قطع کېدو وروسته مو له شرکت سره اړیکه وکړه خو د هغوي ځواب دا و چې دوی ته امر شوی چې له دې وروسته کورونو ته د نوري فایبر او وایفای انټرنېټ مه ورکوئ.»

د ځايي اوسېدونکو په وینا، که څه هم اوس د مخابراتي شبکو له انټرنېټ ګټه اخلي، خو دا انټرنېټ هم له پخوا ډېر کمزوری شوی.

په ورته وخت کې په کندهار کې د نوري فایبر انټرنېټ خدماتو وړاندې کولو شرکتونو ځینې مسوولان هم دا تاییدوي، چې دوی اوس د پخوا په څېر عامو کورونو ته انټرنېټ نه ور کوي او د طالبانو په امر قطع شوی دی.

تر اوسه پورې ددې راپور په اړه د طالبانو مخابراتو او ټیکنالوژۍ وزارت او په افغانستان کې د انټرنېټي خدماتو تنظیم ادارې یا اترا کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو د طالبانو د مخابراتو وزارت له دې وړاندې د نوري فایبر د چارو ځنډېدو یا قطع کېدو په اړه رپوټونه رد کړي دي.

درې ورځې وړاندې افغانستان انټرنشنل د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند د «اترا» ادارې یو مکتوب ترلاسه کړی و، چې دې ادارې د افغان ټیلېکام شرکتونو ته امر کړی، چې له دې وروسته په کابل کې نویو کورونو ته د نوري فایبر انټرنټي خدمات وځنډوي.

په دغه مکتوب کې لیکل شوي:«یوازې کورونو ته د نوي نوري لین لارې خدمات یا نوي نوري فایبر لاین نښلول د اوس لپاره معطل دي».

دا لومړی ځل نه دی چې د نوري فایبر انټرنېټ د بندېدو موضوع راپورته کېږي.

د طالبانو تر واک لاندې اترا ادارې د ۱۴۰۴ کال د تلې پر ۷مه هم د ورته غونډې له لارې شرکتونو ته د نوري فایبر د بندولو خبر ورکړی و، چې هغه مهال یې په بازار او خدماتو کې جدي ګډوډي رامنځته کړې وه.

هغه وخت د طالبانو سرچینو ویلي و، چې د طالبانو د مشر په امر د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې باید نوري فایبر قطع شي.

د شرکتونو ځینې مسوولانو ویلي و، چې که دا پرېکړه عملي شي، عام خلک به د چټک انټرنېټ له خدماتو بې برخې شي او دا به پر سوداګرۍ، زده‌کړې او ورځنیو اړیکو پراخ اغیز ولري.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۱۴:۲۰ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په مشرۍ ددې ډلې د امنیتي او تصفيوي چارو مرکزي کمېسیون د مرکزي زون له امنیتي مسوولینو سره ګډه غونډه کړې ده. په دې غونډه کې د امنیتي وضعیت تر ارزونې وروسته د طالبانو د مشر د فرامینو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی دی.

د طالبانو د امنیتي او تصفيوي چارو مرکزي کمېسیون نن یکشنبه، د غويي پر ۲۷مه ویلي، چې د طالبانو دفاع وزیر ملایعقوب مجاهد په مشرۍ د مرکزي زون له امنیتي مسوولینو سره د همغږۍ غونډه کړې ده.

طالبانو په خبرپاڼه کې ویلي، چې ملایعقوب مجاهد په دې غونډه کې خلکو ته د ډاډمن امنیت برابرول د طالبانو اساسي دنده بللې ده.

نوموړي د مرکزي زون د امنیتي مسوولینو ستونزې اورېدلې او د حل ډاډ یې ورکړی دی.

په دې غونډه کې د طالبانو د کابل، پروان، کاپیسا، پنجشېر، میدان وردګ او بامیان ولایتونو والیانو او د نورو ادارو مسوولینو ګډون کړی و.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده د امر پر بنسټ، مسوولینو ته سپارښتنه شوې چې د خلکو د ستونزو د ژر او عادلانه حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

همدارنګه له مسوولینو غوښتل شوي چې د جرمونو د مخنیوي او د اغېزناکو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

په دې غونډه کې د ټول هېواد او په ځانګړي ډول د مرکزي زون د امنیتي وضعیت هر اړخیزه ارزونه هم شوې ده. د طالبانو د دفاع وزیر خپلو لاس لاندې مسوولانو ته لارښوونه کړې چې د امنیتي همغږۍ د لا پیاوړتیا لپاره چټک ګامونه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده هم په دې وروستیو کې د پروان او کاپیسا ولایتونو د علماوو شورا له غړو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي وو چې د ده فرمانونه او قوانین خلکو ته ورسوي.

طالبانو په هرات کې ۱۵ سیاحتي او د درملو شرکتونه وتړل

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۱۳:۲۶ GMT+۱

په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، چې په یاد ولایت کې یې د څار او ارزونې په ترڅ کې ۱۵ سیاحتي، زیارتي او درملیز شرکتونه د کاري اصولو او مقرراتو د نه رعایتولو او د فعالیت جواز د مودې له پای ته رسېدو وروسته د غیرقانوني فعالیت له امله تړلي دي.

په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ، د غويي ۲۷مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد سیاحتي، زیارتي او درملیز شرکتونه د یاد ریاست د ګرځندوی امریت له څارنې او ارزونې وروسته تړل شوي دي.

په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی امر ګل اغا همکار ویلي، چې دغه اقدام یې د سیاحتي شرکتونو د فعالیتونو د تنظیم، د ناوړه استفادې د مخنیوي، د ښاریانو د حقونو د خوندي کولو او د ګرځندوی په برخه کې د روڼتیا د تامین په موخه کړی دی.

نوموړي زیاته کړې:«د ګرځندوی امریت څارونکې ډلې د شرکتونو د اسنادو، جوازونو او د کار د څرنګوالي له ارزونې وروسته هغه شرکتونه وپېژندل چې یايې د فعالیت جواز نه وو تمدید کړی او یایې ټاکل شوي مقررات نه وو مراعت کړي، چې له اصولو سره سم یې فعالیتونه ودرول شول».

د طالبانو کانونو او پټرولیم وزیر په ترکمن‌باشي بندر کې د ټاپي پروژې د تجهیزاتو لېږد څارلی

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۱۳:۲۳ GMT+۱

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې ددغه وزارت وزیر هدایت‌الله بدري ترکمنستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د ترکمن‌باشي له بندر څخه لیدنه وکړه. نوموړي په دې لیدنه کې د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د هرات برخې لپاره د اړینو تجهیزاتو او نللیکو د لېږد بهیر له نږدې څارلی دی.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان نن یکشنبه، د غويي پر ۲۷مه په خپل اېکس کې لیکلي، چې د دغه وزارت وزیر هدایت‌الله بدري ترکمنستان ته د خپل رسمي سفر پر مهال د ترکمن‌باشي بندر څخه لیدنه کړې ده.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، نوموړي په دې لیدنه کې د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د هرات برخې لپاره د اړینو تجهیزاتو او نللیکو د لېږد بهیر له نږدې څارلی دی.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د هرات برخې رغنیزې چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، تر دې مهاله ۶۳ کیلومټره نللیکه غځول شوې او ۱۲۵ کیلومټره مسیر د پاتې نللیکو د غځولو لپاره په بشپړ ډول چمتو شوی دی.

همدارنګه د دغه وزارت چارواکو زیاته کړې، چې له بهر څخه د پروژې سیمې ته د شاوخوا ۵۱ کیلومټرو په اوږدوالي نللیکې هم رالېږدول شوې دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ټینګار کړی، چې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی او د تجهیزاتو لېږد په منظم ډول دوام لري.
ټاپي پروژه د ترکمسنتان لوېدیځ کې له ګلکینش پیلېږي، د افغانستان له هرات او کندهار په تېرېدو سره کوټې او ملتان ته رسېږي او بیا د هند لوېدیځ کې فزیلکا ته رسېږي.

د دې پروژې د پلي کولو خبرې د طالبانو لومړنۍ واکمنۍ کې په ۱۹۹۰ کلونو کې پیل شوې.

د دې پروژې د رسمي کار پیل د ۲۰۱۵ کال په ډیسمبر کې د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد کې د افغان ولسمشر اشرف غني، د پاکستان د هغه وخت لومړي وزیر نواز شریف او هندي او ترکمن مشرانو له خوا پرانیستل شو. تمه وه چې د لس میلیارد ډالرو په ارزښت دا اتلس سوه کیلومتره اوږده پروژه په ۲۰۱۹ کال کې پلې شي، خو په افغانستان کې د ناامنۍ له امله تر اوسه د کاغذ پرمخ پاتې ده.

په اسلام اباد کې میشتې افغانې ښځې پاکستان هم د ځان لپاره « ستر زندان» بولي

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۱۲:۳۱ GMT+۱

په پاکستان کې مېشتو یو شمیر افغان میرمنو افغانستان انټرنشنل ته ویلې چې د اقتصادي ستونزو، د ویزو د ختمېدو، د پولیسو د چاپو، د جبري ایستلو له وېرې او نامعلوم برخلیک له امله په سختو شرایطو کې ژوند کوي. هغوی وايي، پاکستان دو ی ته په “لوی زندان” بدل شوی.

په اسلام‌اباد او پېښور کې له یو شمېر افغان ښځو سره په شویو خبرو کې، هغوی ویلي چې له یوې خوا افغانستان ته له بېرته ستنېدو وېره لري او له بلې خوا په پاکستان کې د قانوني وضعیت د نه روښانتیا او اقتصادي فشارونو له امله په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، پاکستان د زرګونو هغو افغانانو لپاره د لنډمهاله تم ځای په توګه مطرح شو چې پخوا یې له رسنیو، مدني ټولنو، قضايي ادارو او نړیوالو بنسټونو سره کار کړی و. خو په وروستیو کلونو کې د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د اړیکو له خرابېدو سره، د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان د سختو تګلارو راپورونه زیات شوي دي.

د بشري حقونو بنسټونو له پاکستان غوښتي چې د کډوالو اړوند نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي، خو راپورونه ښيي چې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ لا هم روانه ده.

په اسلام اباد کې بهر ته د تګ په تمه میشته سیما (مستعار نوم)، چې د دوو ماشومانو مور ده، وایي، په کابل کې یې له رسنیو سره کار کاوه او د ښځو د حقونو فعاله وه، خو اوس له څلورو کلونو انتظار وروسته هم بې برخلیکه پاتې ده.

هغې وویل، « ویزه مې ختمه شوې او هره شېبه د پولیسو له نیولو او ډیپورټ سره مخ یم».

سیما زیاته کړه، « ماشومان مې ان د باد له غږه وېرېږي، ځکه یو ځل پولیسو نیولي وو او د پیسو په بدل کې خوشې شوي وو».

د هغې په وینا، اوس مهال پولیس هره میاشت ترې د نه ډیپورټ کېدو په بدل کې غیر قانوني پیسې اخلي. هغه زیاتوي چې ښوونځي ته د ماشومانو نه تګ ورته ډېر دردناک دی.

سیما، چې د فرانسې د کډوالۍ کېس لري، وایي، د طالبانو له بیا واکمنېدو څو میاشتې وروسته زنداني شوې وه او له خوشې کېدو وروسته پاکستان ته لاړه. د هغې په وینا، خاوند یې د ویزې د تمدید لپاره تورخم ته د تګ پر مهال نیول شوی او تر اوسه یې درک نه شته.

په دې منځ کې داسې ښځې هم شته، چې پخپله مدافع وکیلانې دي، خو د کډوالو پرضد د روان کمپاین له امله د خپل ځان د دفاع هم کم فرصت مومي.

سارا، چې په کابل کې مدافع وکیله وه، وایي پخوا یې د خلکو لپاره غږ پورته کاوه، خو اوس خپله مرستې ته اړه ده.

هغې وویل، « د پولیسو له وېرې خپل غږ نه شم پورته کولی. اته خبرداري راکړل شوي چې که له رسنیو سره خبرې وکړم، له پاکستان نه به وایستل شم».

هغې زیاته کړې چې د امریکا پي ټو کیس لري، خو لا هم بې برخلیکه ده.

بنفشه، چې پخوا په کابل کې د ښوونځي استاده وه، وایي، په ۲۰۲۳ کال کې پاکستان ته تللې او تر دې وړاندې له ایران څخه هم ډیپورټ شوې وه. هغه له یوې پاکستانۍ کورنۍ سره یو ځای اوسي.

د نوموړې ویزه ختمه شوې او دا شکایت لري، چې پاکستاني چارواکي افغان کډوالو ته د ویزو اسانتیا نه ورکوي.

هغه زیاتوي، ‎« د پولیسو له وېرې خپل ناروغ ماشومان هم ډاکټر ته نه شم بیولی. د وضعیت د خرابېدو له امله اوس نور خپل کار هم نه شم کولای، ځکه پولیس کور په کور ګرځي او د هر بلاک لاندې تر ناوخته پورې ولاړ وي او د هر تېرېدونکي اسناد چک کوي».

بنفشه خپل استوګنځي ته نږدې د یوې پېښې یادونه کوي، چې په پایله کې یې یوې افغانې مور خپل ژوند له لاسه ورکړ.

هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « زموږ په ګاونډ کې تېره اونۍ یوه امیندواره ناروغه ښځه د پولیسو له وېرې روغتون ته نه شوه وړل کېدای او له دوو ورځو سخت درد وروسته یې ساه ورکړه».

هغه وایي، چې په اروپا کې د کډوالۍ کیسونه لري، خو لا هم بې برخلیکه ده.

دغه افغانې ښځې له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتنه کوي چې د دوی غږ واوري او د خوندي لېږد او دایمي حل لارې زمینه ورته برابره کړي، څو له وېرې او نامعلوم برخلیک څخه خلاصې شي.

په داسې حال کې چې پاکستان د امنیتي تدابیرو او د کډوالۍ د تنظیم خبره کوي، د بشري حقونو مدافع بنسټونه خبرداری ورکوي چې د جبري ایستلو پراخ اقدامات ښايي هغه افغانان بېرته خطرناکو شرایطو ته واستوي چې ځانونه له ګواښ سره مخ بولي.

یوسف وفا: هغه کسان چې د طالبانو پرضد تبلیغات کوي باید نظامي محکمې ته معرفي شي

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۱۱:۵۷ GMT+۱

د طالبانو د بلخ والي یوسف وفا د شمال زون طالب چارواکو ته ویلي، چې د طالبانو پر ضد د منفي تبلیغاتو اجازه چاته نه ور کوي. نوموړي ویلی:« که دا تبلیغات د منبر له لارې وي، د رسنیو له لارې او یا هم په عامو مجلسونو کې وي، سرغړوونکي دې نظامي محکمې ته معرفي شي.»

د طالبانو د بلخ ولایت د والي ویاند وايي، والي یوسف وفا د شمال زون د بېلابېلو لوړپوړو امنیتي او اداري مسوولانو په ګډه ناسته کې د ادارو ترمنځ پر همغږۍ، د منفي تبلیغاتو پر مخنیوي او د موجودو ستونزو د حل پر میکانیزمونو ټینګار کړی دی.

دغه ناسته، چې د طالبانو د شمال زون د ولایتونو والیانو، امنیه قوماندانانو، د ۲۰۹ الفتح قول اردو د ارکان رییس او د استخباراتو د ریاستونو د مسوولینو په ګډون شوې، د امنیتي او اداري همغږۍ د پیاوړتیا په هدف جوړه شوې وه.

یوسف وفا ویلي چې د طالبانو پر ضد د منفي تبلیغاتو د مخنیوي لپاره باید جدي اقدام وشي او هره موضوع باید د رسمي ادارو له لارې حل شي. د هغه په وینا، که کوم وګړی یا مراجعه کوونکی له کومې ادارې سره ستونزه ولري، باید لومړی همغې اړوندې ادارې ته مراجعه وکړي او خپله موضوع مستقیمه له مسوولانو سره شریکه کړي.

هغه زیاته کړې چې که ستونزه په ټیټه کچه حل نه شي، د بلخ ولایت مقام دروازه د ټولو پر مخ خلاصه ده او خلک کولی شي خپل مسایل مستقیم له ولایتي ادارې سره شریکې کړي.

د بلخ والي، چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده ته نږدې څېره ګڼل کېږي، همدارنګه ویلي چې د هغه په وینا د پخواني نظام د دورې ځینې قوانین لغوه اعلان شوي دي.

هغه ټینګار کړی چې که په کومه اداره کې نوي قوانین نه وي ، اړوند مسوولان باید له لوړو ادارو څخه رسمي لارښوونې وغواړي او که په دې برخه کې ناغېړي وشي، مسوولان به نظامي محکمې ته معرفي شي.

په دې غونډه کې یوسف وفا د دیني عالمانو یوې پخوانۍ فتوا ته هم اشاره کړې، چې پکې ویل شوي وو د جهاد په نوم له هېواده بهر نورو هېوادونو ته تلل او له نورو ډلو سره یوځای کېدل د شرعي امیر له اجازې پرته جواز نه لري. هغه ویلي، هر ډول مالي یا عملي فعالیت چې له دې چوکاټ څخه بهر وي، د اصلاحي نظامي کمېسیون له لارې به وڅارل شي او سرغړوونکي به ونیول شي.

د یادونې وړ ده چې په وروستیو میاشتو کې د بلخ ولایت مقام د شمال زون په کچه د ورته غونډو شمېر زیات کړی او د ادارې د انضباط، همغږۍ او کنټرول په اړه یې د سختو اقداماتو خبرداری ورکړی دی.